د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

د امريکا کانګرس ته د افغان کډوالو د مېشتېدو طرحه وړاندې شوه


په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د کانګرس مخه؛ د دغه هېواد بیرغ پرې ځړېدلی
په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د کانګرس مخه؛ د دغه هېواد بیرغ پرې ځړېدلی

د امریکا د متحده ایالاتو د کډوالۍ او پناه غوښتنې کمېټې اعلان کړی چې په دې هېواد کې د افغانانو د مېشتېدنې قانوني طرحه یې سنا مجلس ته سپارلې ده.

د دغې کمېټې ريیس سکیندرنګاش په یوه اعلامیه کې ياده طرحه په متحده ایالاتو کې د افغانانو د مېشتولو لپاره مهمه بللې ده.

نګاش ویلي، دغه اداره د افغانانو د تخلیې او د مرستو د تمدید په برخه کې د امریکا د دولت اقدامات ستايي خو په دې برخه کې د قانوني تعدیل بدیل نه‌شته.

نوموړي د امریکا له کانګرس څخه غوښتي، چې ياده قانوني طرحه ژر تایید کړي.

د افغانانو د تعدیل قانون په متحده ایالاتو او نورو هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته بېلابېلې اسانتیاوې رامنځته کوي.

دا قانوني طرحه په امریکا کې مېشتو هغه افغانانو ته چې اوس مهال په موقتي دوه کلنو اسنادو اوسیږي د دایمې استوګنې زمینه برابروي.

دغه شان هغه افغانانو ته د ویزې د ورکړې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کوي چې اوس‌مهال له افغانستانه بهر امریکا ته د تګ په هیله شپې سبا کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان د طالبانو د دويم ځل واک ترلاسه کولو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو په زرګونو افغانان له افغانستانه ایستلي او یا یې په متحده ایالاتو کې د پناه اخیستو مستحق ګڼلي دي.

پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال؛ دوی په امریکا او نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو قضیې لري
پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال؛ دوی په امریکا او نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو قضیې لري

په همدې حال کې یو شمېر افغانان چې امریکا ته د تګ کېسونه لري او له خپل هېواده بهر استوګن دي د ویزو د ورکړې او د کیسونو د څېړنې د کارونو له پڅوالي شکایت کوي.

په پاکستان مېشت یو افغان چې امریکا ته د تګ پي ټو P2 کېس لري وايي، په دې هېواد کې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او متحده ایالات باید د کډوالو د کېسونو د څېړنې کارونه تېز کړي.

دا کډوال چې نه‌غواړي نوم يې ياد شي وايي: "له بده مرغه له تېرو پنځلس میاشتو راهیسې موږ ته د خپل کېس په اړه هېڅ معلومات نه‌دي راکول شوي، چې څومره پرمختګ په‌کې شوی دی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې کېسونه مو په پاکستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان څېړي، کله چې هغوی ته ایمېل کوو وايي چې زرګونه کېسونه ورته پراته دي باید منتظر اووسئ."

سید برهان الدین هاشمي یو بل افغان کډوال چې امریکا ته د تګ هیله لري، ازادي راډیو ته یې وویل: "د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا چې کله موږ ته ایمېل وشو چې درېیم هېواد ته ولاړ شئ چې کیسونه مو وڅېړل شي، موږ له افغانستانه کډوال شو، اتلس میاشتې کېږي چې دلته په پاکستان کې اوسېږو، خو دلته یواز زموږ د استوګنې د ځای د تثبیت لپاره موږ ته ایمېل وشو او بس، موږ د امریکا له دولت څخه چې ۱۲ کاله مو ورسره کار کړی غوښتنه کوو چې زموږ کېسونه وڅېړي."

د افغان پناه غوښتونکو د یوه پخواني لاریون انځور، دوی د پناه غوښتنې قضیو پر ځنډ نیوکې لري
د افغان پناه غوښتونکو د یوه پخواني لاریون انځور، دوی د پناه غوښتنې قضیو پر ځنډ نیوکې لري

د امریکا د متحده ایالاتو د کډوالۍ او پناه غوښتنې کمېټې دا هم ویلي چې په درېیمو هېوادونو کې د امریکا د پناه غوښتنې کېس لرونکي کسان بې برخلیکه او له خطر سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واک ترلاسه کولو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو په زرګونو افغانان له افغانستانه ایستلي او یا یې په متحده ایالاتو کې د پناه اخیستو مستحق ګڼلي دي.

د امریکا د د کډوالۍ او پناه غوښتنې کمېټې د شمېرو له مخې، شاوخوا ۷۰ زره افغانان چې د تخلیې په پروسه کې امریکا ته لېږدول شوي، په لنډ مهالي ویزو په دغه هېواد کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG