د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

دوحه کې له امریکایي استازو سره تازه مذاکرات؛ شاهین: د باور جوړونې پر اقداماتو غږیږو


په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین

تمه ده چې د قطر په پلازمینه دوحه کې امریکایي پلاوی د طالبانو له پلاوي سره سبا او بل سبا خبرو ته کښیني.

د امریکایي پلاوي مشري به د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې رینا امیري کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې امریکایي پلاوی به د طالبانو له استازیو او د افغانستان د مهمو وزارتونو د مسلکي تکنوکراتانو له یوه پلاوي سره د افغانستان اړوندو مهمو مسایلو باندې خبرې وکړي.

د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ازادي راډیو ته له امریکایي چارواکو سره د طالبانو د پلاوي د خبرو د اجنډا په اړه وویل: "دغه غونډه به دوې ورځې دوام لري او په هغې کې به د دواړو خواوو د علاقې وړ موضوعاتو باندې خبرې وشي. په دې کې به په افغانستان کې اقتصادي ثبات، د مخدره موادو مخنیوی، د بانکي زیرمو خلاصون او یو لړ نور د اعتماد جوړونې اقدامات شامل وي. "

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست- د مخکینۍ لیدنې انځور
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست- د مخکینۍ لیدنې انځور

دا غونډه د قطر د تاوتریخوالي او بشردوستانه خدمتونو د څیړنې د مرکز په نوښت جوړیږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلې دي چې د دې سفر په ترڅ کې به د دوی پلاوی د قطر دولت له ځینو چارواکو سره هم پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

امریکایي پلاوي د قطر تر سفر مخکې د چهارشنبې په ورځ قزاقستان ته ولاړ او هلته یې د قزاقستان په پلازمینه استانه کې د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له استازیو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.

تر دې خبرو وروسته رینا امیري پرون په ټویټر کې ولیکل، چې د منځنۍ اسیا له چارواکو سره د دوی په خبرو کې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د دیپلوماتیکو هڅو پر دوام موافقه وشوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د دوحې د غونډې په تړاو ویلي، چې د بحث په اصلي موضوعاتو کې به د افغانانو لپاره بشري ملاتړ، اقتصادي ثبات، د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره عادلانه او باعزته چلند، امنیتي مسایل او د نشه اي موادو له تولید او قاچاق سره د مبارزې هڅې شاملې وي.

XS
SM
MD
LG