د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

رینا امیري: د افغان ښځو د ځپلو پایله به بوږنونکې وي


ارشیف: په کابل کې له معترضو ښځو سره د طالبانو د وسله والو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې له معترضو ښځو سره د طالبانو د وسله والو د چلند یو انځور

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د افغان ښځو د ځپلو پایله به بوږنونکې وي.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري د ځینو هېوادونو له استازو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د ښځو د ځپلو پایله بوږنونکې بللې ده.

نوموړې د جولای پر ۲۷مه پر خپل ټوېټر لیکلي دي، چې په متحده عربي اماراتو کې یې د اسلامي همکاریو د سازمان ترڅنګ د البانیا، بنګله‌دېش، مراکش، سعودي عربستان او تونس له استازو سره د ښځو د حقونو او په اقتصادي پرمختک او ثبات کې د هغوی پر ونډې هیله بخښونکې خبرې کړې دي.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري

اغلې امیري لیکلي چې یادو استازو ورته ویلي چې د ښځو حقونه په اسلام کې خوندي ځای لري او د اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره یې ونډه مهم ده.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې له نړۍ غوښتې چې د افغان نجونو ترڅنګ ودرېږي او خپله یې هم ژمنه کړې چې په ګډه به د ډیپلوماتیکو هڅو له لارې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

رینا امیري د افغان ښځو ځپلو ته په اشارې ویلي چې دا ډول تګلارې باید په نورو اسلامي هېوادونو کې عادي نه شي.

خو افغان نجونې بیا وايي، ورځ تر بلې د دوی ستونزې په کور دننه او نړیواله سطحه نامهمې کېږي او په هومره جدیت چې باید داسې مسایل مطرح او حل شي، هڅې نه کېږي.

د کابل پوهنتون مخې ته د محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې پر دغو نجونو د پوهنتونونو دروازې بندې کړې.
د کابل پوهنتون مخې ته د محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې پر دغو نجونو د پوهنتونونو دروازې بندې کړې.

د یوه دولتي پوهنتون محصله لېمه چې د طالبانو له بندیز وروسته یې زده کړې په نیمايي کې پاتې دي، ازادي راډيو ته وویل چې په کور دننه او بهر باید په افغان ښځو د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو په خاطر همغږې هڅې وشي.

هغې وویل: "اوس هیچا ته دا توپیر نه کوي چې نجونې ښوونځي ته ځي که نه؟ یا هغو ښځو چې خپلو کورونو ته یې نفقه راوړله، اوس کار کوي که نه؟ ځکه دا موضوع اوس خاموشه شوې ده. موږ نه یوازې له خپلو پلرونو او وروڼو څخه بلکې په نړۍ کې له ټولو کسانو څخه غواړو چې له موږ سره ودرېږي او زموږ حقونه وغواړي. اسلامي هېوادونه په دې برخه کې مهم رول لري."

یوه بله افغان محصله وږمه هم وايي، د دې پر ځای چې په افغانستان کې په ښځو بندیزونه کم او ختم شي، وخت په وخت نوي بندیزونه لګول کېږي چې نړۍ یې باید د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

هغې وویل: "په افغانستان کې رښتیا هم په ښځو هره ورځ یو نوی بندیز لګېږي، دا چې دا بندیزونه کم یا ختم شي، تر اوسه هېڅ داسې اقدام نه دی شوی. نړۍ باید هغه څه وکړي چې افغان ښځو ته د کار او زده کړو زمینه برابره شي، یوازې په څرګندونو او الفاظو هېڅ هم نه کېږي، دوی باید په عمل کې یو څه وکړي."

د افغانستان لپاره د امریکا دا استازي داسې مهال د اسلامي همکاریو د سازمان او ځینو نورو هېوادونو له استازه سره په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه خبرې کوي چې تر دې مخکې د اسلامي همکاریو د سازمان په ګډون ګڼو هېوادونو د طالبانو له هغو بندیزونو سره مخالفت کړی و چې په ښځو یې لګولي دي او دا بندیزونه یې له اسلام سره په ټکر کې بللي وو.

د دې ترڅنګ د اسلامي هېوادونو استازو او دیني عالمانو هم افغانستان ته په سفر کې له طالبانو غوښتي وو چې په ښځو لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

خو طالبانو تر دې مهال په دې برخه کې خپلې پرېکړې نه دي بدلې کړي او سره له دې چې مخکې یې دا د افغانستان کورنۍ مسئله بللې وه، تازه څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په هرات کې د نجونو په زده کړو بندیز بیا یوه اختلافي موضوع وبلله.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG