د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د بېوزلۍ او جنسیتي تبعیض په اړه د اوچا راپور؛ افغان فعالانې: د ښځو وضعیت لړزونکی دی

کابل کې ښځینه معترضانو سره د طالبانو متشدد چلند- ارشیف
کابل کې ښځینه معترضانو سره د طالبانو متشدد چلند- ارشیف

یو شمېر افغان ښځینه فعالانې، د طالبانو لخوا د جنسیتي تاوتریخوالي د منفي پایلو په اړه، د اوچا ادارې وروستی راپور تاییدوي او وایي، د دغه تاوتریخوالي له امله د ډېر شویو اړمنو شمېر ښایي د اوچا تر اعلان کړو ارقامو هم زیات وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د سه شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ویلي، چې په دغه هېواد کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له امله، مرستو او خدماتو ته د اړمنو کسانو شمېر ۲۵ سلنه زیات شوی دی.

اوچا وړاندې ویلي، په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي په تړاو مرستې او خدماتو ته اړتیا لري له ۱۰،۱ میلیونو څخه ۱۳،۱ میلیونو ته لوړ شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې دغه احصایه یې د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر څخه د سږ کال د مې میاشتې پورې د لاسته ورغلو معلوماتو په اساس وړاندې کړې ده.

د بلخ یوه رسنیزه فعاله رويدا قادري وايي، سره له دې چې د خپلې کورنۍ يواځینۍ ډوډۍ ګټونکې وه، خو څو مياشتې وړاندې د واکمن نظام له‌خوا د ښځو پر کار د محدوديتونو له امله یې دنده له لاسه ورکړه.

مېرمن قادري ازادي راډيو ته وویل: "موږ هر ډول تاوتریخوالی لرو، هر هغه څه چې روح ګډوډوي هغه تاوتریخوالی دی، زه د کورنۍ ډوډۍ پیدا کوونکې یم، خو له ما څخه کار اخیستل شوی ، اوس که بهرنۍ ادارې او نړیواله ټولنه زموږ ملاتړ وکړي چې له کوره بهر کار وکړو، دا د یوې ښځې لوی ارمان دی."

د طالبانو له واکمنیدو سره سلګونه ښځینه خبریالانې بې دندو شوي- ارشیف
د طالبانو له واکمنیدو سره سلګونه ښځینه خبریالانې بې دندو شوي- ارشیف

فريما د کابل ښار په يوه ښوونځي کې د دوولسم ټولګي زده کوونکې وه، چې د طالبانو له‌خوا د بنديزونو له امله له ښوونځي محرومه شوه.

نوموړې ازادي راډيو ته وويل، چې د دې بنديز دوام ورته خواشینونکی دی.

هغه وايي: "اوس د هلکانو په ښوونځيو کې ازموینې پيلیږي، خو له بده مرغه چې د نجونو ښوونځي لا هم تړلي دي، دا زموږ لپاره ډېره د مایوسۍ خبره ده چې برخلیک مو نه‌دی معلوم او نړیوالې ټولنې تر اوسه په دې برخه کې هيڅ هم نه‌دي کړي."

د ښځو د حقونو یو شمېر افغان فعالانې، د ښځو د روان وضعیت په اړه اندېښمن دي او وايي چې، ښايي په دغه هېواد کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له امله مرستو ته د اړمنو ښځو شمېر د اوچا له اعلان کړو ارقاموڅخه هم لوړ وي.

د دوی له ډلې مونسه مبارز ازادي راډیو ته وویل: "په یقیني توګه، دا راپور د افغانستان د تریخو حقایقو ښکارندوي کوي، زه ټینګار کوم چې که فرصت برابر شي او طالب ګواښ نه وي، یوه سروې باید ترسره شي، زه ډاډه یم چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ټکان ورکوونکی دی، نور ارقام به هم ترلاسه شي."

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله ماجبین احمدزۍ وايي، د ښځو پر کار د محدودیتونو زیاتوالي میلیونونه اړ افغانان له بشري مرستو بې برخې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د ملګرو ملتونو د بشري چارو د هماهنګۍ د دفتر د ادعا په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو طالب چارواکو له دې وړاندې په وار- وار ویلي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښځو پر سینګارتونو د بندیز په اړه په غبرګون کې جنسیتي ځورونه د بشریت ضد جنایت وباله او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې باید دا کار پای ته ورسېږي.

مونسه مبارز، د ښځو د حقونو فعاله

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG