د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

رسنۍ: د سینګارتونونو تړل د افغان ښځو پر حقونو د یو بل سخت ګوزار څرګندونه کوي


ارشیف: په کابل کې یوه سینګارګره یوې ښځې ته د سینګار کولو پر مهال
ارشیف: په کابل کې یوه سینګارګره یوې ښځې ته د سینګار کولو پر مهال

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د سینګارځایونو د تړلو موضوع ته پام اړولی او تر دې سرلیک لاندې چې طالبانو د سینګار سالونونه، د افغان ښځو د عامه ځایونو وروستی ځای هم وتاړه، لیکي، دا په افغانستان کې یو له هغو محدودو ځایونو څخه و چې ښځو کولای شوای له کوره بهر په کې راټولې شي او تړل یې په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د یو بل سخت ګوزار څرګندونه کوي.

نیویارک ټایمز لیکي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، حکومت یې پرله‌پسې د ښځو حقونه له پامه غورځولي، ښځې او نجونې یې له ډېرو عامه ځایونو او له نارینه خپلوانو پرته د لیرې واټن له سفر کولو او هم یې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته له تلو منع کړي دي.

نیویارک ټایمز لیکي د طالبانو مخکېنیو فرمانونو، ښځې د روغتیا له سکتور پرته له ډېرو نورو کارونو منع کړي او هم یې په نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې له کار کولو راګرځولې دي.

د ورځپاڼې په لیکنه د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت د خونې په وینا، په افغانستان کې شاوخوا دولس زره سینګارځایونه فعال و، چې شاوخوا ۶۰ زره ښځو په کې کار کاوه.

نیویارک ټایمز د بشري حقونو د څار سازمان یا 'هیومن رایټس واچ' د ښځو د حقونو د برخې د مشرې هیدربار هغه څرګندونې هم رااخیستي چې ویلي یې دي، سینګارځایونه یوازې د ویښتانو او نوکانو د جوړولو لپاره نه دي بلکې هغه د شاوخوا ۶۰ زره ښځو د شغل خبره ده، چې له له لاسه یې ورکوي.

هیدربار دا په ټولنه کې د ښځو د حضور او ملاتړ لپاره یو له محدودو ځایونو بللی چې هغه هم له لاسه ورکوي.

آی آر سي:

د ژغورنې نړیوالې کمېټې یا 'آی آر سي' په افغانستان کې وروستیو سېلابونو ته پام اړولی او لیکي، اقلیمي بدلون په افغانستان کې د یوه قوي ګواښ په توګه راڅرګند شوی او د میدان وردګو او لوګر په څېر ولایتونه چې اوسېدونکي یې پر کرنې متکي دي، ډېر اغېزمن کړي دي.

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې په وینا، په اوس وخت کې ځپل شوي ولایتونه له بې‌وزلۍ او سرچینو ته د محدود لاسرسي په ګډون له مختلفو ننګونو سره مخامخ دي.

له سېلابونو اغېزمن شوي خلک خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي او هغوی له لومړنیو موادو لکه خوړو او سرپناه بې برخې شوي دي.

د ژغورنې نړیواله کمېټه وایي، د تودوخې زیاتوالي، د اقلیم بدلون او طبیعي سختو پېښو لکه ناڅاپي سېلابونو، ټولنې له ګواښ سره مخ کړي او د خلکو ژوند یې مختل کړی دی.

د دې کمېټې په وینا، هغوی چې د اقلیم په بدلون کې یې ډېر کم رول لرلی، د ناوړه نتیجو یې ډېر تاوان پرېکوي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت د عامه اړیکو مشر شفیع الله رحیمي پرون چهارشنبې رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې وویل، چې د سرطان له ۲۹مې د اسد د میاشې تر۴مې پورې راوتلي سېلابونه د افغانستان په مختفو ولایتونو کې د ۴۸ کسانو د مړینې او ۵۸ نورو د ټپي کېدو سبب شوي دي.

د هغه په وینا، دغو سېلابونو همدارنګه په زرګونو کرنیزه ځمکه او له زرو زیات کورونه بشپړ یا قسمي ویجاړ کړي او سلګونو څاروي یې هم تلف کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG