د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

بزنس سټنډرډ: د سپارښتنو له څار پرته طالبانو ښځینه سینګارځایونه وتړل


د کابل یو تړل شوی ښځینه سینګارځای
د کابل یو تړل شوی ښځینه سینګارځای

ډېلي مېل:

د برېتانیا ډېلي مېل ورځپاڼې پرون په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو پر ځاني او مالي زیانونو لیکنه خپره کړې ده، چې په افغانستان کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د خپرونې په لیکنه، په میدان وردګ کې لا هم د لسګونو کسانو د موندنې لپاره د پلټنې عملیات روان دي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د دولت وزارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی وايي، د تېرو درېیو شپو په سېلابونو کې د مړو شمېر تر ۳۰ زیات شوی دی.

د دغه وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي پرون یکشنبه په کابل کې یوه کنفرانس ته وویل، د دغو سېلابونو له کبله ۳۱ کسان مړه، ۷۴ تنه ټپیان شوي او ۴۱ کسان لا هم تري تم دي.

ډېلي مېل په خپله لیکنه کې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندونې را اخیستي چې ویلي یې دي، اړوندو چارواکو ته سپارښتنه شوې، چې په سېلاب ځپلو سیمو کې زیانمنو شویو کسانو ته لازمې مرستې ورسوي.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، د افغانستان په سیندي حوزو کې به اورښتونه له یکشنبې نیولې تر درېیو ورځو دوام کوي چې د سېلابونو د راوتلو سبب کېږي به؛ په ځانګړې توګه د پنجشېر، غوربند، لغمان، پکتیا، پکتیکا، لوګر، کونړ، خوست او غزني د سیندونو پر لاره.

د میدان وردګ لپاره د طالبانو د والي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ګومان کېږي په تازه سېلابونو کې به په سلګونو کورونه زیانمن یا هم نړېدلي وي او اټکل کېږي چې لادرکه کسان به تر خارو او کنډوالو لاندې ګیر پاتې وي.

تر درنو اورښتونو وروسته دغه بهېدلي سېلابونه د بامیان- کابل د لویې لارې د تړل کېدو سبب شوي هم وه.

بزنس سټندرډ:

له هنده خپرېدونکې ورځپاڼې بزنس سټنډرډ پرون په افغانستان کې د سینګارځایونو د تړل کېدو پر موضوع لیکنه خپره کړې، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په وینا، دغه سینګارځایونو د دوی سپارښتنې په پام کې نه وې نیولې، ځکه یې د تړل کېدو امر شوی دی.

د بزنس سټنډرډ په لیکنه کې د طالبانو د چارواکو له قوله راغلي چې دغه سینګارځایونو ته دا سپارښتنې څو میاشتې مخکې لېږل شوې وې، خو هغوی ورته پام نه دی کړی.

د دغو سپارښتونو له مخې، د سینګارځایونو مسوولانې باید پر وخت لمونځ وکړي، حجاب رعایت کړي، ښځې تر سینګارېدو مخکې اودس وکړي او هر سینګارځای باید د اودس لپاره ځای ولري.

خو د سینګارځایونو څښتنانو ازادي راډیو ته ویلي، دوی له وړاندې دغه اصول رعایت کول او دغو سپارښتنو ته اړتیا نه وه.

تر دې مخکې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر ویلي وو، چې په دغه سینګارتونونو کې ډېرې پیسې مصرفیدې.

هغه، همداراز ویلي وو، چې د ښځو د ورېځو اېستل او د ساخته ګي ویښتانو لګول غیر شرعي کار دی.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې، د ښځو د سینګارځایونو اتحادیې ویلي، چې د طالبانو امر بالمعروف وزارت سینګارځایونو ته د دغو سپارښتنو د مکتوب تر سپارلو وروسته، د دغو سپارښتنو د عملي کېدو د څار لپاره کوم پلان نه درلود.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت، د زمري له درېيمې په کابل او ۳۳ ولایتو کې سینګارتونو د بندولو امر کړی دی.

د افغانستان د کسبګرو او دوکاندارانو د خونې یوې سرچینې ازادۍ رادیو ته ویلي، د طالبانو د حکومت د نوي بندیز له مخې به په ټول هېواد کې د ۱۲۰۰۰ ښځینه سینګارتونونو فعالیت بند شي او شاوخوا ۶۰ زره ښځې به وزګاره شي.

طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د تعلیم اجازه نه ده ورکړې او د دوی پرمخ یې د پوهنتونونو دروازې هم تړلې دي.

ښځې په غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم له کاره منع شوي او دوی ته ویل شوي چې عمومي پارکونو او حمامونو ته نه شي تلای، دغه راز له محرم پرته اوږده سفرونه هم نه شي کولی.

XS
SM
MD
LG