د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

امربالمعروف وزارت: سینګارځایونو مو سپارښتنې نه منلې؛ سینګارونکې: ادعا یې ناسمه ده


کابل کې د یوه ښځینه سینګارځای مخې ته د ښځینه فعالانو د څو ورځې وړاندې لاریون
کابل کې د یوه ښځینه سینګارځای مخې ته د ښځینه فعالانو د څو ورځې وړاندې لاریون

د طالبانو حکومت وایي، د ښځینه سینګارځایونو د تړلو پرېکړه یې ځکه کړې، چې سینګارګرو یې د امر بالمعروف اونهې عن المنکر وزارت لارښوونې نه دي مرعات کړي، خو یو شمېر سینګارګرې ادعا کوي ، چې د دغه وزارت د لارښوونو په نوم دوی ته کوم مکتوب نه دی رسیدلی.

د یو سینګارځای مسوولې شیما ازادي راډیو ته وویل: " موږ ته چا کوم مکتوب نه دی راکړی، موږ تلویزیون کې واوریدل، زه پنځلسو سینګارتونونو سره په اړیکه یم، یوه هم نده خبره، دا ټول دروغ دي، خو حاجت د ویلو نشته، د موږ دوکانونو ته به راغلې وو، لیدلي به یې وو، موږ مسلمانان یوو، کلمه ویونکي د محمد رسوال الله امت یوو، زموږ په اریشګاه کې قرآن شریف ایښی، جاینماز ایښی، خو نن ډیر د افسوس ځای دی چې دا دوکان تړل کیږي او موږ له دې ځایه ځو.)

شیما چې نن یې سینګار ځای تړل شوی، د ورستۍ ورځې کیسه کوي او وایي: "زما اته شاګردانې دي، نن راغلې وې، مواد یې ټولول، ټولو یو بل ته غاړې ورکولې،په چېغو چېغو یې وژړل، ما خپله هم ورسره ډېر وژړل."

نوموړې که څه هم ټینګار کوي چې کوم مکتوب نه دی ورسیدلی خو وايي، کوم موارد چې په مکتوب کې دي هغه ټول دوی مرعات کړی وو.

طالبانو د بیا واکمنیدو په لومړیو ورځو کې یې د ښځینه سینګارتونو بڼه داسې کړه
طالبانو د بیا واکمنیدو په لومړیو ورځو کې یې د ښځینه سینګارتونو بڼه داسې کړه

بل لورته: د بلخ ولایت اوسیدونکې حسو وايي، مکتوب ورته رسیدلی او دوی عملي کړی هم دی، خو له دې سره بیا هم سینګار ځای یې وتړل شو.

هغه وايي: "موږ ته دوه میاشتې وړاندې یو مکتوب راغی، موږ باندې ېې چې هر ډول اصول کیښودل، موږ عملي کړل، ان يې ویل د ښځو عکسونه دي، پاک یې کړئ، پاک مو کړل، هر څه یې چې ویلي موږ کړي، عکاس ته مو اجازه نه ورکوله، دا پرون مو چې شاګردانو دوکان ټولوه، فکر مو کاوه، چې ژوند مو نور اخر ته رسیدلی."

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن منکر وزارت ویاند عاکف مهاجر له طلوع نیوز خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې دا خبره کړې، چې د سینګار تونونو د تړلو د پرېکړې لامل، د سینګارګرو له خوا د یاد وزارت د لارښونې نه مراعتول وو.

کله چې ازادي راډیو، نوموړی د سینګارګرو د ادعاوو په اړه وپوښت، پوښتنې یې ځواب نه کړې.

په کندهار کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست - ارشیف
په کندهار کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست - ارشیف

د طالبانو د امر به المعروف او نهي عن منکر وزارت، د زمري له دریيمې په کابل او ۳۳ ولایتو کې سینګارتونو د بندولو امر کړی دی.

د افغانستان د کسبګرو او دوکاندارانو د خونې یوه سرچینه وايي، د طالبانو د حکومت د نوي بندیز له مخې به په ټول هېواد کې د ۱۲۰۰۰ ښځینه سینګارتونونو فعالیت بند شي او شاوخوا ۶۰ زره ښځې به له کاره بې برخې شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایو رویټرز خبري اژانس ته ویلي:"دا به په غیر متناسبه توګه ښځینه متشبثینې اغیزمنې کړي، او دا د بې وزلۍ د کمولو او د اقتصادي بیا رغونې لپاره یو خنډ دی."

د یادونې ده، چې په دې اړه په کور دننه او بهر له پراخو غبرګوونو سره -سره د طالبانو حکومت خپله پرېکړه بېرته نه ده اخیستې.

طالبانو تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون ښځې په ټولو نا دولتي کورنیو او نړیوالو ادارو کې له کار راګرځولې وې او په ډېرو دولتي ادارو کې یې هم له کارونو شړلې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG