د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

د افغانستان په اړه ارزونه؛ د ښځو د حقونو مسئلې ته د لومړیتوب ورکولو غوښتنه وشوه


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي همغږونکي کوونکي غوښتي چې د افغانستان د کړکېچ په اړه خپله ارزونه کې د افغان نجونو او ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه لیک کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي له ځانګړي همغږونکي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو غوښتي چې د افغانستان د کړکېچن وضعیت د ارزونې پر مهال د افغانانو، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

دا لیک چې نن د دې سازمان په ویبپاڼه خپور شوی، په کې د بشري حقونو د نقض د ارزونې په برخه کې د هغو کسانو نظر اورېدل مهم بلل شوي چې بشري حقوق یې نقض شوي دي.

فریدون سینیرلي اوغلو
فریدون سینیرلي اوغلو

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل لیک کې اوغلو ته دا یادونه هم کړې چې باید د خپلې ارزونې په پای کې له بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي او له نقض کوونکو د حساب اخستو لپاره خپلې سپارښتنې وړاندې کړي.

په دې لیک کې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدربار په حواله لیکل شوي، په افغانستان کې د ښځو اوسنی وضعیت په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو جدي بحران دی، خو د دې له قوله، یوه خپلواکه ارزونه کولای شي چې د دې نازک وضعیت پر وړاندې اغېزمن نړیوال غبرګون ته لار هواره کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدربار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدربار

هیدربار زیاتوي، دا کار هغه وخت کېدای شي چې نجونو، ښځو او ټولو هغو ته چې بشري حقوق یې نقضېږي، لومړیتوب ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د روان میلادي کال په اپرېل کې ترکی ډیپلومات فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه وټاکه او له هغه یې وغوښتل چې د افغانستان د اوسنیو ننګونو د حل لپاره دې شته وضعیت په خپلواک ډول وڅېړي او خپل وړاندیزونه دې ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي.

فریدون اوغلو به د دغه هېواد د وضعیت په اړه خپله څېړنه د روان کال د دوبي تر پایه بشپړه کړي او خپل راپور به په نومبر میاشت کې امنیت شورا ته وړاندې کړي.

واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، دوی په افغان نجونو او ښځو په هره کار برخه کې خورا سخت بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.

له شپږم ټولګي پورته د پوهنتون تر کچې د نجونو زده‌کړې منع شوي، ښځې کار ته نه پرېښودل کېږي او په ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي فعالیتونو یې بندیز لګول شوی.

دې بندیزونو او محدودیتونو د افغان نجونو او ښځو ژوند ناورین سره مخ کړی او په دوی کې یو ډېر شمېر چې د خپلو کورنیو لپاره د ګټې وټې سرچینه ده وايي، نور یې زغم له توان پورته دی.

په نیمروز کې د نجونو ښوونځی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ تړل شوی دی.
په نیمروز کې د نجونو ښوونځی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ تړل شوی دی.

د میدان وردک اوسېدونکې مرینا وايي، نور باید د افغان نجونو او ښځو غږ واورېدل شي.

هغه وايي: "دا حال نور د تحمل وړ نه‌دی، له موږ یې غلامانې جوړې کړي او په کور یې کېنولې یوو. موږ په کورونو کې څه وکړو، هر یو زحمت ویستلی او درس یې ویلی اوهره افغان نجلۍ او ښځه هیلې لري."

د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې چې د امنیتي ستونزو له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته یې وویل، د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې د افغان ښځو پر وړاندې د روان تبعیض مخه ونیسي.

هغې وویل: "له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غواړو چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په سم ډول و ارزوي او په هیڅ نقض سټرګې پټې نه‌کړي، ځکه دا د دې قشر لپاره په ټولنه کې مهمه حیاتي مسئله ده."

دا غوښتنې داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو حکومت بیا دعوه کوي چې د ټولو افغانانو حقوق یې ورکړي او تر خوا د افغان نجونو او ښځو حقوق هم د بل هر وخت په پرتله خوندي دي، هغه ادعا چې تل په کور دننه او نړیوالې ټولنې رد کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG