د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

د يوناما راپور: طالبانو د نجونو او ښځو حقونه او ازادۍ محدودې کړي دي 


د طالبانو لخوا پر وضع کړو محدودیتونو د یو شمېر ښځو اعتراض- ارشیف
د طالبانو لخوا پر وضع کړو محدودیتونو د یو شمېر ښځو اعتراض- ارشیف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د طالبانو پر حکومت انتقاد کړی، چې د ښځو او نجونو حقونه او ازادۍ یې محدودې کړي دي.

(یوناما) په یوه راپور کې، په مې او جون میاشتو کې، د افغانستان د بشري حقونو وضعيت ارزولی دی.

دا راپور، چې د دوشنبې په ورځ خپور شوی، په مستند ډول د بشري حقونو د وضعيت د څرنګوالي او د ښځو په حقونو او ازاديو محدوديتونو ته په‌کې کتنه شوې ده.

یوناما په دې راپور کې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو د حقونو او ازادیو په محدودولو تورن کړی.

په راپور کې ویل شوي چې، طالبانو په مې او جون میاشتو کې د هغو نادولتي موسسو په چارو کې مداخله کړې، چې د ښځو له‌خوا رهبري کېږي.

د یوناما د راپور پر بنسټ، د طالبانو حکومت د امر باالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مسوولانو د ښځو د یوې موسسې وسایل هم ضبط کړي دي.

په راپور کې د دغې موسسې د نوم او د فعاليت د ځای یادونه نه‌ده شوې.

یوناما همدا شان لیکلي ، دوو نورو موسسو راپور ورکړی، چې په یوه ولایت کې د طالبانو حکومت د اقتصاد ریاست د ښځینه کارکوونکو د درلودلو له امله، د دې موسسو د فعاليت جوازونه لغوه کړي دي.

د جون میاشتې په ۱۹مه نېټه په بامیان ولایت کې د امرباالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د کارکوونکو له لوري په لرګي د یوې ښځې وهل او له عمومي پارک څخه یې ایستل، د ۵ ساعتونو لپاره د یوې قابلې نیول او له هغې څخه په یوه نړيواله نادولتي موسسه کې د کار په اړه پوښتنې ، د دې راپور هغه برخې دي، چې د مستندوالي ادعا یې شوې ده.

د راپور پر بنسټ، طالبانو دا قابله له کاره د راګرځولو په خاطر په مرګ ګواښلې وه، چې هغې له دې امله د جون میاشتې په ۳مه نېټه استعفا وکړه.

طالبانو تفریحي پارکونو ته د ښځو ورتګ هم منع کړی
طالبانو تفریحي پارکونو ته د ښځو ورتګ هم منع کړی

همدا شان،د طالبانو له لوري، د مې په لومړۍ د یوې نړيوالې نادولتي موسسې د دوو ښځینه کارکوونکو نیول، له دې امله چې محرم یې ورسره نه و، بل هغه مورد دی چې د یوناما په راپور کې یې یادونه شوې ده.

په دې راپور کې راغلي دي، چې ملګرو ملتونو په ښځینه همکارانو د کار بندیز د دې سازمان پر کاري بهیر اغېز کړی.

یوناما زیاتوي: د روان میلادي کال د اپرېل له ۵مې نېټې تر اوسه د یوناما ښځینه او نارینه کارکوونکي له کورونو کار کوي.

راپور پر یوه ۳۵ کلن سړي د قصاص د حکم تطبیق او په کندهار او پروان ولایتونو کې په دورو د ۶ سړیو او یوې ښځې د وهلو یادونه هم کړې ده چې د طالبانو حکومت په زنا او لواطت تورن او مجازات کړي وو.

په راپور کې زیاته شوې، که څه هم طالبانو په ټولنیزو شبکو کې د دې مجازاتو خبر خپور کړی و ، خو د سزا ورکولو پر مهال یې راټولو شویو کسانو ته ګواښ کړی و چې د مجازاتو له صحنو دې عکسونه او ويډیوګانې نه اخلي.

د یوناما په راپور کې په مې او جون میاشتو کې د هغو ۵ قتلونو یادونه هم شوې، چې په ننګرهار، کونړ، تخار او سمنګان ولایتونو کې شوي وو.

یوناما په تخار کې د تېر حکومت د یوه امنیتي سرتېري او په سمنګان ولایت کې د یوه مخکېني امنیتي مسوول د وژلو یادونه هم کړې ده، چې د دې سازمان په ادعا د طالبانو له لوري وژل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو لخوا د ملي مقاومت جبهې سره د تړاو په تور په کابل او پنجشېر ولایتونو کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو نیول او ځورول دوام لري.

راپور په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د هغو دریو قتلونو یادونه هم کوي، چې یاد کسان د داعش له خراسان څانګې سره د همکارۍ په تور وژل شوي وو.

یوناما په خپلسري ډول د طالبانو له‌خوا د خبریالانو او رسنیزو فعالانو په نیولو هم اندېښنه ښودلې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو لړ ټوېټونو کې د دې راپور موندنې رد کړي دي.
د نوموړي د ټوېټ په یوه برخه کې راغلي دي، د یوناما هغه راپور چې د ملګري ملتونو په استازیتوب خپور شوی او په‌کې مایوسي، ګیلې او شکایتونه وړاندې شوي، حقیقت نه‌لري.

طالبانو په ښځو د نورو محدوديتونو ترڅنګ، په نادولتي موسساتو کې هم د ښځو پر کار بندیز لګولی او له نړيوالو اندېښنو او نیوکو سره یې ادعا کړې، چې د شريعت په چوکاټ کې یې ښځو ته حقونه ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG