د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

قطر او قزاقستان کې د افغانستان په اړه غونډې؛ پر اقتصادي، امنیتي او بشري حقونو خبرې کېږي


د ټوماس وېسټ، رینا امیري او طالبانو ګډ انځور
د ټوماس وېسټ، رینا امیري او طالبانو ګډ انځور

د امریکا او طالبانو د حکومتونو استازي په دوحه کې پر اقتصادي او امنیتي مسئلو او د ښځو پر حقونو خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې دوه امریکایي ډيپلوماتان له طالبانو او تکنوکراتو افغانانو سره د خبرو اترو لپاره قزاقستان او دوحې ته روان شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د دغه وزارت د اعلامیې په حواله ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټوماس وېسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې رینا امیري دغه سفر به پنځه ورځنی وي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د دوی دغه ځانګړي استازي به لومړی د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د افغانستان په اړه د 'C5+1' په نوم سازمان په غونډه کې ګډون کوي.

دا د ډيپلوماتیکو غونډو یو سازمان دی چې د منځنۍ اسیا پنځه هېوادونه قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان یې ګډونوال دي او دوی په همدې چوکاټ کې له امریکا سره خپلې اړیکې او ګډې مسئلې تعقیبوي.

په همدې استانه کې به امریکایي استازي د مدني ټولنو له غړو سره هم وګوري، چې د بحث وړ مسئلې به یې په افغانستان او قزاقستان کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پرمختګونه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، تر استانې وروسته به یې ډیپلوماتان د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو او د افغانستان د یوشمېر د دوی په ټکو کلیدي وزارتونو له تکنوکراتو کادرونه سره ګوري.

د افغانستان د خلکو ملاتړ، دغلته اقتصادي ثبات او د ښځو او نجونو په ګډون له افغانانو سره مناسب چلند د بحث وړ مسایل یاد شوي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، استازي به پر امنیتي مسئلو او د نشه یي توکو د قاچاق پر مخنیوي هم خبرې اترې وکړي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر یا د طالبانو د نورو ویاندویانو نظر را واخلي، خو د راپور تر خپرېدو یې پوښتنې ځواب نه کړې.

تر اوسه معلومه نه ده چې دوحه کې له طالب استازو سره د امریکایي ډيپلوماتانو لیده کاته به د طالبانو پر وړاندې د امریکا په دریځ کې د کوم بدلون نښه وي او که نه.

امریکا چې ۲۰۲۰ کال فبروري کې یې دوحه کې له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ، لکه د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن تر دې وړاندې ویلي، که طالبان د ښځو د تعلیم د بندیز په برخه کې له شویو پرېکړو په شا نه شي، دا کار به یې د ده په ټکو طالبانو ته لوړه بیه ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

پر امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو سربېره ملګرو ملتونو هم په ښکاره له طالبانو غوښتي چې که رسمیت پېژندنه او تعامل غواړي، باید پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو فرمانونه لغوه کړي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته ښځې تر شپږم ټولګي پورته له تعلیم، په نړیوالو موسسو کې له کار او پارکونو او تفرېح ځایونو ته له تګه منعه کړي او تازه یې په ټول هېواد کې د ښځو شاوخوا ۱۲ سوه سینګارتونونه هم وتړل.

طالبانو بیا د ښځو د حقونو په اړه د نړیوالو اندېښنې بابېزه ګڼلي او ویلې يې دي، چې دوی د اسلامي لارښونو او افغاني دودونو په چوکاټ کې ښځو ته خپل حقونه ورکړي دي.

د طالبانو یو شمېر مهم چارواکي او یوشمېر نور دیني علما تعلیم او کار د ښځو شرعي حق بولي او دوی وخت ناوخته د طالبانو پر هغو فرمانونو نیوکې کړي چې دغه حقونه یې محدود کړي دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو دادی نږدې دوه کاله پوره کېږي، خو لا هم ښکاره نه ده چې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار د دوام په اړه د طالبانو تګلاره څه ده او دا څرک هم نه لګېږي چې نړۍ له طالبانو سره تعامل رسمي کوي او که همداسې په اوسنۍ بڼه مخته ځي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG