د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

سپينه ماڼۍ: د پاکستان په ترهګریزو پېښو کې د افغان کډوالو د ښکېلتیا نښې نه لیدل کیږي


 د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي

وروسته تر دې چې د پاکستان پوځي چارواکو د دغه هېواد په ترهګریزو پېښو کې د افغان کډوالو د لاس لرلو ادعا وکړه، سپینه ماڼۍ وايي، هېڅ داسې نښه نشته، چې په دې پېښو کې د افغان کډوالو لاس لرل تایید کړي.

د امریکا متحده‌ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په خپل پروني خبري کنفرانس کې د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه دا خبره کړې ده.

پاکستاني چارواکو ویلي، د دې ترڅنګ، چې افغان کډوال د پاکستان بې‌ثباتۍ کې لاس لري؛ د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد هم کارېږي.

جان کربي بیا په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "موږ داسې نښې نه ګورو، چې ګنې افغان کډوال دې په پاکستان او یا د پولي پر غاړو ترهګریزو پېښو کې لاس ولري. موږ د پاکستان منندوی یوو چې ګڼ شمېر افغانانو ته یې په داسې وخت کې لاس ورکړی چې هغوی د یو امن او خوندي ځای په لټه کې دي. "

د طالبانو حکومت ویلي، اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هيڅ هېواد پر ضد وکارېږي.

د پاکستان د طالبانو تحریک په دغه هېواد کې خپل بریدونه زیات کړي
د پاکستان د طالبانو تحریک په دغه هېواد کې خپل بریدونه زیات کړي

په ورته وخت کې د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر هم پرون له رسنیو سره د خبرو پر وخت له ورته پوښتنې سره مخ شو.

هغه یې په ځواب کې وویل: "زه په دې اړه کوم ځانګړی نظر نه‌لرم، موږ روښانه کړې او باور لرو، چې طالبان د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره، د افغانستان د کارولو په مخنیوي مسوول دي. "

له جمعې ورځې راهیسې پاکستاني پوځ او چارواکو یې درې ځل په پاکستان کې د وروستیو بریدونو په اړه د افغانستان له خاورې د ګټې اخستو موضوع مطرح کړې ده.

پرون هم د پاکستاني پوځ چارواکو د خپلې غونډې پر مهال تور لګولی، چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا "TTP" او نورو ډلو ترهګرو پټن‌ځایونه او د فعالیت ازادي د پاکستان پر امنیت د اغېزو یو لوی لامل دی.

د طالبانو حکومت د پاکستاني پوځ د نویو څرګندونو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو د شنبې په ورځ یې ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته وویل، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه کارېږي او ترڅنګ یې دوی د دوحې هوکړه له امریکا متحده‌ایالاتو سره لاس‌لیک کړې، نه له پاکستان سره.

دې څرګندونو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف غبرګون هم را پورته کړ.

هغه په خپله ټویټرپاڼه ولیکل، دوی ژمن دي چې د طالبانو دریځ ته له پام پرته، د خپلې خاورې پر وړاندې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره له هرې وسیلې کار واخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG