د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

د ستنېدونکو افغانانو ستونزې؛ ځینې افغانان: په تورخم دروازه کې پاکستاني پولیس پیسې اخلي


د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

په پاکستان کې یو شمېر افغانان وايي، د دوی ځینې دوستان چې ویزې یې پای ته رسېدلې وې، افغانستان ته د تلو پر مهال مجبور شوي چې په تورخم کې پاکستاني پولیسو ته پیسې ورکړي.

دوی وايي، په تورخم کې پاکستاني پولیس له هغو افغانانو پیسې اخلي چې اسناد نه‌لري او غواړي بېرته افغانستان ته ستنې شي.

د عادل افغان په نوم یو کس ازادي راډیو ته وویل، افغانستان ته د خپلې کورنۍ د غړو د اوښتو لپاره یې پاکستاني پولیسو ته ۷۵زره کالدارې ورکړي دي.

نوموړی وايي: "په تورخم کې یو موټر ولاړ وي او د پیسو د اخيستو په اړه جوړجاړی کوي. زما د کورنۍ غړي پنځه تنه و او له موږ ۷۵زره کالدارې واخيستې او اجازه یې ورکړه چې دې‌خوا راشي. هغه کسان چې هاخوا بند پاتې دي، پیسې نه‌لري او هغوی چې پیسې نه‌لري دې‌خوا د راتلو اجازه نه‌ورکوي."

د نوموړي په خبره، د ده کورنۍ څلور ورځې وړاندې د تورخم له لارې افغانستان ته راغله، خو لسګونه نورې کورنۍ له دروازې هاغاړه پاتې دي.

افغانان وايي، په تورخم کې پاکستاني پولیس له هغو افغانانو پیسې اخلي چې اسناد نه‌لري او غواړي بېرته افغانستان ته ستنې شي.
افغانان وايي، په تورخم کې پاکستاني پولیس له هغو افغانانو پیسې اخلي چې اسناد نه‌لري او غواړي بېرته افغانستان ته ستنې شي.

یوه افغان مېرمنه چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخيستل شو ازادي راډیو ته ورته کیسه وکړه.

دا مېرمن وايي: "بچیانو مې چې ویزه یې ختمه وه او غوښتل یې د خپل ډیپلوم اخيستو لپاره افغانستان ته ولاړ شي. ولاړو کمېشنکارانو ته، هغوی په تورخم کې له کارکوونکو سره جوړ دي. لومړی یې له ۱۵زرو نه کمول، وروسته له ډېرو هڅو مو په ۱۱ زره کالدارو جوړجاړی وکړ او افغانستان ته ولاړل."

د ازادي راډیو خبریاال هڅه وکړه چې په تورخم کې له بند پاتې کورنیو سره هم خبرې وکړو، خو ونه توانېد.

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني هم د دې موضوع په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.

په پاکستان کې د طالبانو د حکومت سفارت
په پاکستان کې د طالبانو د حکومت سفارت

خو په پاکستان کې د طالبانو د حکومت سفارت بیا تېره شپه په خپله ټویټرپاڼه ومنله چې له تورخم پورې غاړې یو شمېر افغان کورنۍ بند پاتې دي، خو دوی په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي.

په ټویټ کې زیاته شوې، پاکستاني چارواکو دوی ته ډاډ ورکړی چې ژر به بند پاتې افغانان اجازه ومومي چې افغانستان ته ستانه شي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې افغانان په تورخم دروازه کې پاکستان ته د اوښتو او یا هم افغانستان ته د ستنېدو پر مهال له ستونزوسره مخ کېږي، بلکې له دې وړاندې هم ورته شکایتونه شوي.

په وروستیو کې په پاکستان کې دننه هم افغانان د پاکستاني پولیسو له‌خوا په بېلابېلو نیول کېږي او ترڅنګ یې پاکستانی حکومت د هغو ډېر شمېر افغانانو ویزې نه‌ تمدیدوي چې هلته یې د ویزو موده پای ته رسېدلې ده.

د جمهوري نظام له سقوط وروسته، یو ډېر شمېر افغانان د اقتصادي ستونزو سربېره، نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په خاطر پاکستان ته کډه شول چې اوس له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG