د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

طالبان: د تورخم دروازه د هر راز تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه


د تورخم دروازه
د تورخم دروازه

له شپږ ورځني ځنډ وروسته نن شنبه د تورخم دروازه په بشپړه توګه د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، یاده لاره چې تېره ورځ په مشروط ډول پرانیستل شوې وه نن شنبه په بشپړ ډول خلاصه شوه.

د دغه ریاست د رسنیو برخې مسوول قریشي بدلون ازادي راډیو ته وویل: "د تورخم دروازه اوس په بشپړ ډول خلاصه شوې ده او د دواړو خواو مسافرین کولای شي د سفر د قانوني اسنادو په درلودلو سره په دې لاره سفر وکړي. له دې سره خوا کې د ټرانزیټ په برخه کې هم دروازه خلاصه شوې ده او اوس دروازه عادي حالت ته ګرځېدلې ده."

له دې سره هممهاله په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت سفارت هم نن شنبه په یو ټویټ ولیکل چې د تورخم دروازه د ټولو مسافر پر مخ خلاصه شوې ده.

په ټویټ کې راغلي: "د تورخم دروزاه سر له نن شنبې د فبرورۍ ۲٥مه، د هر ډول تګ راتګ پر مخ له دواړو طرفونو خلاصه شوه."

د تورخم دروازه د طالبونو د حکومت له خوا له د دلوې د میاشتې په ۲۹مه نېټه تړل شوې وه، خو افغانستان ته د پاکستاني پلاوي تر سفر او خبرو وروسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت له خوا د لنډ وخت لپاره پرانيستل شوه، خو پاکستان لوري بېرته وتړله.

د طالبانو حکومت هغه مهال ویلي وو، لاره یې ځکه تړلې چې د پاکستان حکومت په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، خو دا وضاحت یې نه و ورکړی چې کومې ژمنې.

د دروازې تر تړل کېدو وروسته په تورخم کې د دواړو خواوو د ځواکونو تر منځ د نښتې راپورونه هم خپاره شول.

اسوشېټېډپریس خبري اژانس د پاکستان د سیمه‌يیزو پولیسو د یو چارواکي خالدخان له قوله د ډزو تبادله تایید کړې وه.

ځینو پاکستاني رسنیو هم دا خبر تایید کړی و او ویلي یې وو چې د طالبانو په ډزو یو عسکر ټپي شوی دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ازادي راډیو سره په خبرو کې، په تورخم کې د نښتې خبره رد کړې وه.

یو شمېر افغانان د تورخم دروازې بیا پرانیستلو ته خوښ دي.

د ننګرهار یو اوسېدونکی وايي: "زما نوم احمد دی د ننګرهار ولایت اوسېدونکی. د تورخم دروازه له ډېرو ورځو راهیسې بنده وه. موږ له زیاتو مشکلاتو سره مخ وو، خو اوس چې دغه دروازه بېرته خلاصه شوه، موږ ورته خوشحاله یو او هیله مې دا ده چې دغه لاره د تل لپاره خلاصه پاتې شي."

د دې ولایت یو بل اوسېدونکی وايي: "زما نوم شېرشاه دی د ننګرهار ولایت اوسېدونکی. د تورخم دروازې د خوشې کېدو سره ډېر خوشحاله یوو. د دې لارې سره د خلکو اقتصادي راکړې ورکړې هم کېږي او تګ راتګ هم په اسانۍ سره کولای شي او غوښتنه مو دا ده چې دغه لارې دې د تل لپاره خلاصه وي."

له دې وړاندې هم د طالبانو د حکومت او له هغې مخکې په تېر جمهوري نظام کې د تورخم دروزاه په واو وار د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي ستونزو د راپیدا کېدلو له امله تړل شوې چې زیان یې تر ډېره عامو خلکو، ناروغانو او سوداګرو ته رسېدلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG