د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

د پاکستان پوځ: افغان خاوره د نورو پر ضد کارول کېږي


د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي

د پاکستان یوه چارواکي بیا تور پورې کړی، چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد د تروریستي بریدونو لپاره کارول کېږي.

د پاکستان پوځ پرون ویلي چې د دوی لوی درستیز کوټې ته د سفر پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي فعالیت دوی اندېښمن کړي دي.

تر دې سفر وروسته د پاکستان د پوځ خبرپاڼه کې په پاکستان کې په ترهګرۍ کې د افغان وګړو د لاس لرلو ادعا هم شوې ده چې په وینا یې بله "مهمه مسئله ده چې باید حل شي.

دا تورونه وروسته له هغې لګول کېږي، چې تېره چهارشنبه دشپې مهال په ږوب کې پر دې چاوڼۍ د وسله والو په برید او وروسته وسله واله نښته کې نهه سرتېري وژل شوي وو.

زموږ همکار د باور غورځنګ له مشر او په امریکا کې د پوهنتون له استاد نجیب ازاد نه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې چې د پاکستان د پوځ دا توند بیان څه پیغام لري؟

دغه مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:59 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG