د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

د طالبانو څرګندونو ته د خواجه اصف غبرګون: د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره له هرې وسيلې کار اخلو 


د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف - پخوانی انځور
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف - پخوانی انځور

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، دوی ژمن دي چې د طالبانو دریځ ته له پام پرته، د خپلې خاورې پر وړاندې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره له هرې وسیلې کار واخلي.

خواجه اصف د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې ویلي یې وو، دوی د دوحې تړون له امریکا متحده‌ایالاتو سره کړی او له افغانستانه د پاکستان خاورې ته هيڅ ډول ګواښ نه‌شته.

د پاکستان د دفاع وزیر د ذبیح‌الله مجاهد همدا څرګندونې په خپله ټویټرپاڼه خپرې کړي او ورسره یې لیکلي: "د افغانستان دریځ ته له پاملرنې پرته به، پاکستان د خپلې خاورې په وړاندې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره له هرې سرچینې کار واخلي."

خواجه اصف زیاته کړې، دوی به دا کار دې ته له پام پرته وکړي، چې کابل غواړي په خپله خاوره کې وسله‌وال وځپي او که نه‌؟

په وروستیو ورځو کې دا څوم ځل دی، چې د پاکستان د دفاع وزیر، د طالبانو د حکومت پر وړاندې سخته ژبه کاروي.

هغه پر افغانستان واکمن طالبان تورنوي چې، په دې هېواد کې یې پاکستان طالبانو یا TTP ته ځای ورکړی.

پاکستان کې د هغو بریدونو شمېر زیات شوی چې مسوولیت یې ټي ټي پي پر غاړه اخلي
پاکستان کې د هغو بریدونو شمېر زیات شوی چې مسوولیت یې ټي ټي پي پر غاړه اخلي

د خواجه اصف له څرګندونو وړاندې د جمعې په ورځ د بل هر وخت په پرتله د پاکستان پوځ هم د طالبانو حکومت پر وړاندې تُوندې څرګندونې وکړې.

پوځ په یوه اعلامیه کې، د خپل د مشر عاصم منیر له قوله لیکلي وو، دوی په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا TTP د پټن‌ځایونو د موجودیت او هلته د فعالیت پر ازادۍ سخت اندېښمن دي.

اعلامیې، د پاکستان په وروستیو ترهګریزو پېښو کې د افغان وګړو د لاس لرلو ادعا هم کړې وه او ټینګار یې کړی و، چې دامهمه مسئله باید حل شي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د پاکستان دا ادعا،د تېر په څېر رد کړه او د افغانستان خاوره یې نورو ته بې ګواښه وبلله.

له دې وړاندې هم د پاکستان د کورنیو چارو وزیر راناثناالله، د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او یو شمېر نورو چارواکو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د وسله‌والو په فعالیت او پټن‌ځایونو اندېښنه ښودلې وه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، د افغانستان دننه د TTP پر ضد د عملیاتو خبره هم کړې وه، خو وروسته یې وویل، د طالبانو حکومت ورته ويلي چې له ډیورنډ کرښې به د پاکستاني طالبانو کورنۍ د افغانستان نورو سیمو ته انتقال کړي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته ویلي وو، دوی غواړي پاکستاني کډوال د افغانستان یو شمېر نورو سیمو ته ولېږدوي.

د جمهوري نظام پر مهال هم د پاکستان حکومت په ځلونو تور لګاوه، چې د پاکستاني طالبانو یو شمېر مشران په افغانستان کې دي، خو بر عکس هغه مهال افغان چارواکو پاکستان له ترهګرو په ملاتړ او ترهګرو ته د اسانتیاو په برابرولو تورناوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG