د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

مککال: امریکایي چارواکي دې افغانستان ته په سفر کولو د طالبانو " غیر واقعي حکومتدارۍ" ته مشروعیت نه ورکوي


د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایک‌ل مککال
د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایک‌ل مککال

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې جمهوري غوښتونکی مشر مایکل مککال د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته په یوه لیک کې افغانستان ته د امریکايي چارواکو د سفرونو په اړه سخته اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي په دغه لیک کې د امریکايي چارواکو دغه سفرونه افغانستان ته د طالبانو د مشروعت په معنی بللی.

ښاغلي مککال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته په لیک کې سره له دې چې ددې سفرونو په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي چې طالبانو د واک له اخیستو راهیسې د امریکا له تعامل سره بیا هم، یوازې خپل چلند خراب کړی دی.

مککال د خپل لیک په یوه برخه کې ویلي:" طالبان د امریکایانو یرغمل نیولو ته دوام ورکوي، د بشري مرستو هڅې ګډوډوي، د القاعدې ډلې چارواکي پر حکومتي څوکیو ګماري، او پر ښځو او نجونو په زیاتیدونکي توګه سخت قوانین پلي کوي، لکه: د شپږم ټولګي څخه پورته او د لوړو زده کړو څخه منع کول. امریکا باید د نړیوالو په مشرۍ د اصلاحاتو غوښتنه وکړي، نه د طالبانو د رژیم نورمال کول."

په دغه لیک کې مایکل مککال وړاندې لیکلي، چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو له ویجاړونکي وتو راهیسې، امریکایي چارواکي دغه هېواد ته سفرونه کوي او هره اونۍ په قطر کې د طالبانو له استازو سره ګوري.

د هغه په خبره، دا اونیزې ناستې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تعامل لپاره لاره پرانیزي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مککال په خپل لیک کې ویلي، هیڅ هېواد طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه، په رسمیت نه پیژني ځکه چې د القاعدې فعال ملاتړ او د ښځو او اقلیتونو په وړاندې د دوی بې رحمه ظلمونه یې ستر لاملونه دي.

د هغه په خبره، د طالبانو سره د لیدو لپاره افغانستان ته سفر کول به د دوی غیر واقعي حکومتدارۍ ته مشروعیت ورکړي.

د پاکستان په چارو کې د مخکیني افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داودزی
د پاکستان په چارو کې د مخکیني افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داودزی

په ورته وخت کې دافغانیستان د تېر جمهوري حکومت یوه چارواکی او سیاسي فعال محمد عمر داودزی وايي، امریکا له طالبانو سره ښايي استخباراتي اړیکې ولري خو ډیپلوماټکي اړیکې د طالبانو اوسنیو کړنو ته په کتو له واقیعته لرې خبره ښکاري.

نوموړي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:" که استخباراتي اړیکې ولري، هغه نه حسابیږي د دې لپاره چې هر ملک دا کار کوي، خو زما په فکر ډیپلوماټیکې اړیکې په هیڅ سطحه کې نشته ، نه یوازې دا چې امریکا؛ بلکې ټوله اروپا او د ناټو غړي هېوادونه یو ډول فشار لاندې دي تر څو له طالبانو سره د تعامل سطحه ټیټه کړي، ځکه طالبان په دې وروستیو کې غیر مسولانه اقدامات کوي او غیر مسولانه بیانات ورکوي. "

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه داسې مهال افغانستان ته د امریکايي چارواکو د سفر خبره کوي، چې د طالبانو ویاندویانو تر اوسه په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد له دې وړاندې په ځلونو له امریکا او نورو هېواد نو سره د ښه تعامل غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG