د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

بلېنکن له بوټو او ال‌ثاني سره د افغانستان په ګډون پر سیمه ییزو اندېښنو خبرې کړي


ارشیف: د عکس ښي لور ته د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن او چپ لور ته د ده پاکستانی سیال بلاول بوټو زرداري
ارشیف: د عکس ښي لور ته د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن او چپ لور ته د ده پاکستانی سیال بلاول بوټو زرداري

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر خپل قطري او پاکستاني سیال سره د افغانستان په وروستیو حالاتو خبرې کړي دي.

افغانستان یو ځل بیا د امریکا متحده‌ایالاتو، قطر او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د خپلمنځي خبرو یو مهم بحث و.

درې واړه وزیران پرون د افغانستان په اړه غږېدلي او تر یوه حده یې د دې خبرو اترو جزییات رسنیز کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن سهار په خپله ټویټرپاڼه د انټوني بلېنکن او بلاول بوټو زرداري د ټیلفوني اړیکې په اړه خبرپاڼه کې ولیکل: "دواړو لوریو په سیمه کې د امن، ثبات او پرمختګ لپاره د امریکا او پاکستان ترمنځ د رغنده ملګرتیا په اهمیت تاکید کړی. د سیمې په امنیتي وضعیت او د ترهګرۍ د ګواښ په اړه یې هم خبرې کړي او تر څنګ یې؛ په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د نږدې همکارۍ په دوام ټینګار کړی دی."

د امریکا د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتو میلر بیا تېره شپه ناوخته د دې ټیلفوني مکالمې خبر ورکړ.

د امریکا د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په ویبپاڼه کې د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، انټوني بلېنکن او بلاول بوټو د ګډو سیمه ییزو اندېښنو په اړه هم خبرې کړي دي.

دواړو لوریو نه دي ویلي چې د افغانستان او سیمې په تړاو د واشنګټن او اسلام اباد ګډې اندېښنې څه دي، خو تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو تور پورې کړی چې د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو تحریک او نورو نړیوالو ترهګرو ته پنا ورکړې ده.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي

خبرپاڼه کې د بلېنکن له قوله دا هم لیکل شوي چې پاکستانی ولس د ترهګریزو بریدونو له امله ډېر زیانمن شوی او د امریکا متحده‌ایالات له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره د دوامدارې همکارۍ لپاره په خپلو ژمنو ولاړ دي.

په همدې حال کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم تېره شپه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د امریکا متحده‌ایالاتو او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په وروستیو حالاتو خبرې کړي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، د محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني او انټوني بلېنکن ترمنځ ټیلفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو، د اوکراین کړکېچ او د ایران د اټومي موافقې د وروستیو پرمختګونو په ګډون د افغانستان په وضعیت هم خبرې اترې شوي دي.

خبرپاڼه کې یادونه شوې چې محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني او انټوني بلېنکن له افغانانو د ملاتړ د دوام په لارو چارو هم غږېدلي دي، خو په دې اړه ډېر جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

د امریکا متحده‌ایالاتو او قطر د ۲۰۲۱ کال د نومبر ۱۲مه نېټه یو هوکړه لاسلیک کړه چې پر بنسټ یې، قطر په افغانستان کې د امریکا د ګټو ساتنه او استازیتوب کوي.

قطر له څو کلونو راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه پاتې شوی او همدا راز پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې، له افغانستانه د امریکايي وګړو او نورو د ایستلو په چاره کې مهم رول ولوباوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG