نړۍ
پاکستاني طالبانو په پېښور کې دوه پولیس وژلي او دوه نور يې ټپیان کړي
![د پاکستان په عمومي نقشه کې د پېښور موقعیت](https://gdb.rferl.org/482E47CB-0A1C-4EBE-BEB5-DC3240C047DB_w250_r1_s.png)
پاکستاني طالبانو دوه پاکستاني پولیس وژلي او دوه نور يې ټپیان کړي دي.
دا پولیس نن د جولای ۲۰مه په پېښور ښار کې د سړک د غاړې پر یوې پوستې په برید کې وژل شوي دي.
د سیمې د پولیسو مشر ارشد خان ویلي، د بریدکوونکو د موندلو لپاره هڅه پیل شوي دي.
تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په یو بیان د دې برید مسوولیت منلی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اروپايي ټولنې مشرانو له اوکراین سره امنیتي تړون لاسلیک کړ
![د ارويايي ټولنې مشران او د اوکراین ولسمشر د امنیتي تړون تر لاسلیک وروسته په یو ګډ انځور کې.](https://gdb.rferl.org/067ce40d-ba19-4714-af2d-39f317274b93_cx0_cy1_cw0_w250_r1_s.jpg)
د اروپايي ټولنې مشرانو پرون پنجشنبې په بروکسل کې د دوه ورځنۍ غونډې په لومړۍ ورځ له اوکراین سره امنیتي تړون لاسلیک کړ.
د دې امنیتي تړون پر اساس اروپايي ټولنه ژمنه کوي چې له اوکراین سره به د وسلو، پوځي روزنې، ماین پاکۍ او د امنیتي او دفاعي تګلارې په شمول په نهو برخو کې مرسته کوي.
شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د اروپايي پارلمان له انتخاباتو وروسته دا لومړی ځل و چې د اروپايي هېوادونو مشرانو د یوه تړون د لاسلیک لپاره په رسمي غونډه کې ګډون وکړ او په دې غونډه کې یې د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي تود هرکلی هم وکړ.
دا تړون چې د پنجشنبې په ورځ د جون ۲۷مه لاسلیک شو، ټاکل شوې ده چې د روسیې د تېري په وړاندې د دفاع لپاره د اوکراین او د هغه د متحدانو ترمنځ د نورو ورته تړونونو بشپړوونکی وي.
ترکیې ته په تېرو دوو اوونیو کې د ۲۵۸۱ کسانو د غیرقانوني ننوتلو مخه نیول شوې
![د ترکیې او سوریې ګډه پوله. له دغو لارو یو شمېر کسان ترکیې ته د ننوتلو هڅه کوي.](https://gdb.rferl.org/06CA8B3F-4A7C-4D38-B345-B37D8EEAC58C_w250_r1_s.jpg)
د ترکیې دفاع وزارت پرون وویل چې په تېرو دوو اوونیو کې یې د هېواد پولو ته د ۲زره ۵۸۱ تنو د غیرقانوني ننوتلو مخه نیولې ده.
د ترکیې د دفاع وزارت د رسنیو او عامه اړیکو سلاکار ذکي اق ترک د پنجشنبې په ورځ د سرطان په ۷مه په یوه خبري غونډه کې همداراز وویل چې په تېرو دوو اوونیو کې ۴۸۶ تنه هېواد ته په غیر قانوني توګه د ننوتلو په تور نیول شوي دي.
د ترکیې د دفاع وزارت چارواکي پرته له دې چې د کومې مشخصې ډلې نوم واخلي، وویل چې د نیول شویو کسانو له ډلې ۱۶ یې په "تروریستي ډلو" پورې تړلي دي.
ذکي آق ترک د ترکیې د دفاع وزارت د اوونیز راپور د وړاندې کولو په ترڅ کې وویل چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۵زره ۲۱۵ تنه په غیر قانوني توګه هېواد ته د ننوتلو په تور نیول شوي او په دې موده کې د ۶۲زره ۲۱۷ تنو د ننوتو مخه نیول شوې ده.
دغه ترکي چارواکي څرګنده نه کړه چې دغه کسان له کومو ډلو او سازمانونو سره تړاو لري، خو ويې ويل چې يو شمېر يې د سوريې او عراق په شمال کې له منځه وړل شوي دي.
په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو توندلاري کاندید "علریضا زاکاني" له کاندیداتورۍ تېر شو
![علریضا زاکاني](https://gdb.rferl.org/00fa0000-0a00-0242-f694-08d9b7f2860e_w250_r1_s.jpg)
په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو توندلاري کاندید علریضا زاکاني پرون په دغو ټاکنو کې له خپلې کاندیداتورۍ د تېرېدو اعلان وکړ.
دا دویم کاندید دی چې له سبانیو ټاکنو د لاس پر سر کېدو اعلان کوي.
تر دې مخکې بل کاندید امیر حسن قاضيزاده هاشمي د یوه تندلارې کاندید په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ د تېرېدو اعلان کړی و.
قاضيزاده چې د ایران د مړ شوي ولسمشر ابراهیم رییسي مرستیال و، د چهارشنبې په ورځ يې وویل: "دا کار يې د سپاه پاسدارن ځواکونو د یووالي" په موخه کړی دی.
د ولسمشرۍ ټاکنو د پنځو نوماندانونو له ډلې یوازې مسعود پزشکیان اصلاح غوښتونکی او منځلاری دی.
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر امیرحسین عبداللهیان او ځینې نور چارواکي د مې میاشتې پر ۱۹مه د یوې څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه مړه شول.
اسراییلو ته د امریکايي پرمختللو وسلو د ورکړې برخه کې پرمختګونه شوي
![د اسراییلو د دفاع وزیر یوان ګالانټ](https://gdb.rferl.org/a8f89c9d-7262-4927-8f7d-ba28be0812b0_w250_r1_s.jpg)
امریکا او اسراییلو پرون چهارشنبې د جون۲۶ وویل، اسراییلو ته د امریکايي پرمختللو وسلو او ممهاتو د محمولو د ورکړې په برخه کې پرمختګونه شوي دي.
دا پرمختګ وروسته له هغې دی چې د اسراییلو صداعظم بنیامین نتنیاهو په ښکاره ولسمشر بایډن دې هېواد د وسلو د لېږد د پروسې په ورو کولو تور کړ.
د اسراییلو د دفاع وزیر یوان ګالانټ په تېرو درېیو ورځ کې په واشنګټن کې له لوړپورو امریکايي چارواکو سره کتلي دي.
هغه د امریکا د ملي امنیت د لوړپوري سلاکار جیک سالیوان سره له کتنې وروسته وویل: "په کتنو کې د پام وړ پرمختګونه شوي او ځنډونه لرې شوي دي."
د امریکا متحده ایالاتونو د روان کال د مې په پیل کې اسراییلو ته د هغو محمولو ورکړه وځنډوله چې د نورو وسلو سربېره ۹۰۰ کیلو ګرامي بمبونه هم په کې شامل وو، له دې سربېره جوبایډن پر اسراییلو فشار راوړه چې پر رفع ښار پراخ پوځي بریدونه ترسره نه کړي.
د ایران د ولسمشرۍ نوماند "امیرحسن قاضي زاده هاشمي" له خپلې نوماندۍ تېر شو
![امیرحسن قاضي زاده هاشمي](https://gdb.rferl.org/6e4a344e-238a-4024-bd59-f5a61fd695d6_w250_r1_s.jpg)
امیرحسن قاضي زاده هاشمي د ایران په ټاکنو کې د یوه تندلاري نوماند په ګټه له خپلې نوماندۍ تېر شو.
قاضي زاده، چې د ایران د مخکېني مړ شوي ولسمشر ابراهیم رییسي مرستیال و، د چهارشنبې په ورځ د جون۲۶مه يې وویل: "دا کار يې د انقلابي ځواکونو د یووالي په موخه کړی دی."
د پنځو نوماندانونو له ډلې یوازې مسعود پزشکیان چې اصلاح غوښتونکی او منځلاری دی، د ایران د جون میاشتې د ۲۸مې په ټاکنو کې ګډون کوي.
ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر امیرحسین عبداللهیان او یو شمېر نور چارواکي د مې میاشتې په ۱۹مه د یوې هیلیکوپټرې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شول.
امریکا: په کییف کې د اتشې د مړینې تر شا هېڅ توطیه نه شته
![په کییف کې د امریکا د سفارت ودانۍ](https://gdb.rferl.org/694A4AC9-3922-4EA4-A82D-20314BCB399C_w250_r1_s.jpg)
وروسته له هغې چې د اوکراین د پلازمېنې کییف په یوه هوټل کې د امریکا د سفارت د یوه اتشې جسد پیدا شو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې مړینې تر شا "هېڅ توطیه" نهشته.
د دې وزارت ویاند متیو مېلر پرون ناوخته د جون۲۶مه د اوکرایني رسنیو راپورونو ته په ځواب کې ویلي: "هغوي پوهېږئ چې د دې اتشې مړینه په طبیعي ډول وه او د توطیې هېڅ نښه نهشته."
د اوکراین سترانه یواې(Strana UA) رسنۍ د لومړی ځل لپاره د دې کس د مړینې خبر په کییف کې د امریکا له سفارته ورکړ.
د یوې سرچینې په حواله ویل شوي چې دې مړ شوي کس د وینې لوړ فشار درلود.
بایډن او ټرمپ د ولسمشرۍ انتخاباتو د مناظرې لپاره تیاری نیسي
![ارشیف: د عکس ښي لور ته د امریکا اوسنی ولسمشر جوبایډن او چپ لور ته د دې هېواد پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰م کال د انتخاباتي مبارزې پر مهال](https://gdb.rferl.org/71bbe30d-44a4-4512-85a6-ec508059b189_cx0_cy10_cw0_w250_r1_s.jpg)
د امریکا ولسمشر او د دیموکرات ګوند نوماند جوبایډن او د امریکا پخوانی ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالد ټرمپ نن د جون ۲۷مه د ۲۰۲۴م کال د ولسمشرۍ انتخاباتو د تاریخي مناظرې لپاری تیاری نیسي.
د فرانس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د دغو دوو نوماندانو دا مناظره داسې مهال کېږي چې میلیونونه امریکايي رایه ورکوونکي به د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو زوړ ولسمشر او یو محکوم شوي مجرم ترمنځ د بحث شاهدان وي.
په دې ټاکنیز پړاو کې د نوماندانو ترمنځ یوازې دوه دا ډول جنجالي مناظرې ترسره کېږي چې د نن ورځې مناظره د امریکا په ټاکنو کې مهمه پېښه ده.
خواجه آصف: امریکا د پاکستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري
![د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف](https://gdb.rferl.org/dcd50ef3-875b-4a79-86e1-ba8c59519159_w250_r1_s.jpg)
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د امریکا د استازیو جرګې پر هغه پرېکړهلیک انتقاد کړی چې په پاکستان کې د فبرورۍ د میاشتې په عمومي انتخاباتو کې یې د بې نظمیو د ادعاوو په اړه د یوې خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې ده.
د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې دغه انتخابات چې په نتیجه کې یې هېڅ یو ګوند ونه توانېد چې په یوازې توګه اکثریت ترلاسه کړي، له تاوتریخوالي، د ټیلیفوني او نورو ټولنیزو شبکو د بندېدو او د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان د ګوند لهخوا د درغلیو له ادعاوو سره مله وه.
خو د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون دغه ادعاوې رد کړي دي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د پاکستان جیونیوز ته ویلي چې د امریکا متحده ایالات حق نه لري چې د پاکستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي یا په دې اړوند کومه فیصله صادره کړي.
هغه ویلي چې دغه پرېکړهلیک چې د سې شنبې په ورځ تصویب شوی، هېڅ ارزښت نه لري، خو د عمران خان ګوند د هغه هرکلی کړی دی.
د دې ګوند یوه جګپوړي مشر ذوالفقار بخاري ویلي، دوی هیلهمن دي چې نور هېوادونه او مشران هم د امریکا د استازیو جرګې په لاره پل واخلي.
د عمران خان ملاتړو خپلواکو کاندیدانو ډېرې څوکۍ وګټلې، خو د حکومت د جوړولو لپاره یې کافي اکثریت نه وو پوره کړی. پرځای یې د هغه د سیالانو اتحاد د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ حکومت جوړ کړ.
د امریکا یوې محکمې د ویکيلیکس بنسټ ایښودونکی ازاد کړ
![جولیان اسانژ تر خوشې کېدو وروسته اسټرالیا ته رسېدلی.](https://gdb.rferl.org/2df2decd-939a-4ad5-a43f-8074eab22367_cx0_cy10_cw0_w250_r1_s.jpg)
د امریکا اړوند د سایپان جزیزې یوې محکمې د ویکي لیکس بنسټ ایښودونکی جولیان اسانژ نن د چنګاش په شپږمه نېټه ازاد کړ.
دغه ګام د هغې هوکړې له مخې وشو چې اسانژ په محکمه کې د جاسوسۍ ضد قانون سرغړونه باندې اعتراف وکړ.
اسانژ د محکمې په درې ساعته غونډه کې ومنله چې د امریکا د دفاع وزارت محرمو او طبقه بندي شویو اسنادو ته یې لاسرسی پيدا کړی او خپاره کړي یې دي.
هغه نن له ازادۍ وروسته اسټرالیا ته ورسېده.
اسانژ تېر پنځه کلونه د بریتانیا په یوه زندان کې چې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې دی، تېر کړل.
نوموړي تر زندان مخکې ۷ کاله په لندن کې د اکوادور په سفارت کې پنا اخیستې وه.
پر هغه تور دی چې امریکا کې یې زرګونه محرم اسناد خپاره کړي دي.
"مارک روتې" د ناټو د نوي سر منشي په توګه نومول شوی
![د ناټو سازمان نوی نومول شوی سرمنشي مارک روتې](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-9650-08dc95bb92ce_w250_r1_s.jpg)
ناټو نن چهارشنبه "مارک روتې" چې د هالنډ له صدر اعظمۍ څخه لرې کېږي، د خپل نوي سر منشي په توګه نومولی دی.
د روتې د ټاکل کېدو پرېکړه په بروکسل کې د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو د سفیرانو په غونډه کې وشوه.
اسوشېټېډپرېس لیکلي چې روتې به د اکټوبر په لومړۍ نېټه د ناټو د اوسني منشي ینس سټولټڼبرګ ځای ناستی شي.
سټولټڼبرګ څه باندې یوه لسیزه پر دې پوست پاته شوی دی.
ناټو چې د نړۍ لوی امنیتي سازمان دی په داسې حساس وخت کې نوی سرمنشي ټاکي چې د اوکراین جګړه لا هم روانه ده.
ناټو په دغې جګړه کې د اوکراین ملاتړ کوي او غړي هېوادونه یې اوکراین ته پوځي مرستې هم لېږي.