د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

کابل ته د پاکستان د ځانګړي استازي سفر؛ طالبان: په ډیورنډ کرښه او وروستیو تورونو بحث کېږي


د سپن بولدک-چمن دروازې یوه څنډه کې د طالبانو او پاکستان بیرغونه
د سپن بولدک-چمن دروازې یوه څنډه کې د طالبانو او پاکستان بیرغونه

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی پر دې مقام تر ټاکل کېدو وروسته نن چهارشنبه کابل ته د لومړي وار لپاره درې ورځنی سفر کوي.

اصف علي خان درانی دا سفر داسې وخت کوي چې په وروستیو ورځو کې د پاکستان پوځي چارواکو تور لګولی، چې د تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي ټي پي' غړي په افغانستان کې فعال دي او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي.

د پاکستان لوی درستیز جنرال عاصم منیر تېره جمعه وویل، دوی د طالبانو له حکومته تمه لري چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد د ترهګرۍ لپاره استعمالېدو ته پرې نه‌ږدي او د ۲۰۲۰ز کال د دوحې موافقې ژمنې پوره کړي.

د پاکستان لوی درستیز جنرال عاصم منیر
د پاکستان لوی درستیز جنرال عاصم منیر

هغه دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې تېره چهارشنبه دشپې مهال په ږوب کې پر یوه چاوڼۍ د وسله والو په برید او وروسته وسله‌واله نښته کې تر لسو زیات سرتېري ووژل شول.

وروسته د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د شنبې په ورځ په خپل ټویټر کې ولیکل، افغانستان د یوه ګاونډي هېواد په توګه خپل کردار نه ادا کوي او نه د دوحې پر تړون عمل کوي.

خواجه اصف له نور تفصیل ورکولو پرته لیکلي: "پاکستان به د خپلو وګړو او خاورې د خوندیتوب لپاره له خپلو ټولو وسایلو کار اخلي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وروسته دغو څرګندونو ته په ځواب کې وویل چې دوی د دوحې تړون له امریکا سره کړی او له پاکستان سره د ورور هېواد په څېر تعامل کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

اوس به د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف علي خان درانی د طالبانو حکومت له چارواکو سره پر دې او نورو موضوعاتو بحث وکړي.

د یادولو وړ ده، چې تېر ماښام هم په پېښور کې یوه ځانمرګي برید خلکو ته مرګژوبله واړوله.

د خیبر پښتونخوا په حیات اباد کې تېره ورځ د ځانمرګي برید له کبله اته کسان ټپیان شوي دي.
د خیبر پښتونخوا په حیات اباد کې تېره ورځ د ځانمرګي برید له کبله اته کسان ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون ویلي، چې تمه کېږي له اصف علي خان دراني سره پر مهمو مسایلو بحث وشي، لکه ډیورند کرښه او هغه تورونه چې په وروستیو کې اسلام اباد د طالبانو پر حکومت لګولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG