د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

هېل: بایډن وايي، هېڅکله له افغانستانه د وتلو لپاره ښه وخت نه و


ارشیف؛ په افغانستان کې امریکایي ځواکونه
ارشیف؛ په افغانستان کې امریکایي ځواکونه
  • هېل ورځپاڼه

د هېل ورځپاڼې په دې نوم یو مطلب خپور کړی دی" بایډن وايي، د افغانستان په اړه د اردو راپور موندنې ردوي."

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د اردو په دې څېړنیز راپور کې، پوځي چارواکو له افغانستان د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د دغه هېواد د وضعیت د کنترول په برخه کې د پاتې راتلو له امله د جمهور رئیس جو بایډن په ادارې انتقاد کوي.

ده هېل ورځپاڼې لیکلي، ښاغلی بایډن د پنجشنبې په ورځ ان بي سي شبکې سره په مرکه کې ویلي چې هېڅ وخت هم، له افغانستانه د ځواکونو د وتلو لپاره ښه وخت نه و.

نوموړي زیاته کړې، له افغانستان د ځواکونو د نه ویستلو په صورت کې، پوځي چارواکو افغانستان ته د ډېرو نورو پوځیانو د لېږلو موضوع مطرح کوله.

واشنګټن پوست ورځپاڼې لیکلي، پوځي چارواکو په یو راپور کې چې څو زره پاڼې دی، سپینه ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تورن کړي چې له افغانستانه یې د امریکايي پوځیانو د وتلو پر مهال د طالبانو چټک پرمختګ نه و تشخیص کړی.

هېل لیکلي چې امریکايي پوځیانو په راپور کې له افغانستان له ګواښ سره مخ امریکايانو او افغانانو د انتقال د څرنګوالي پر سر اختلافونو ته هم اشاره شوې ده.

جمهور رئیس بایدن په غوڅ ډول د پوځیانو د ویستلو له پرېکړې دفاع کړې او ویلي چې په افغانستان کې پاتې کېدل به د ډېرو امریکایانو د سر په بیه تمام شوي وو او امریکا به اړه وه چې طالبانو سره د مبارزې لپاره هغه هېواد ته نور ځواکونه ولېږي.

  • انډیا ټوډې

اندیا توډې ورځپانې لیکلي چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره په دغه هېواد کې روغتیايي سیستم ډېر زیانمن شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د وضعیت د کنترول لپاره دوی ځېني اقدامات تر سره کړي خو د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري.

ورځپاڼې لیکلي چې په ژمي موسم کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مواردو په زیاتېدو سره روغتیايي تدارکات، اکسیجن او ان ګرموونکي توکي په خلاصون دي.

د ورځپانې د مطلب په یوه برخه کې راغلي چې د کرونا ویروس نوې بڼه اومیکرون په شدت سره افغانستان زیانمنوي.

ورځپانې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د ویاند جاوید هژیر له خولې لیکلي، ټاکل شوې وه چې د تېرې میاشتې په ورستیو کې د اومېکرون د تشخیص کیټونه د دوی په واک کې ورکړل شي.

خو وځپانه لیکلي، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې افغانستان ته به دا کیټونه د فبروري میاشتې په ورستیو کې ترلاسه کړي.

مخکې تر دې تېره اوونۍ په سویس کې د روغتیا د نړیوال سازمان «WHO» مشر تیدروس ادهانام ګیریسیون د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له سرپرست وزیر قلندر عباد سره په لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو وضعیت ښه نه و ګنلی.

XS
SM
MD
LG