د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

واشنګټن اګزامینر: له طالبانو روغ وتلی ترجمان په امریکا کې ووژل شو


افغان وګړی نصرت احمدیار واشنګټن ډي سي کې وژل شوی.
افغان وګړی نصرت احمدیار واشنګټن ډي سي کې وژل شوی.

میډل ایسټ مانیټر:

د میډل ایسټ مانیټر په نوم نشریې له طالب چارواکو سره د بریتانیا د یوه دیپلومات پر وروستۍ کتنې لیکنه خپره کړې ده.

د دې خپرونې پر اساس، د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافېر رابرټ سي ډیکسن د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو له باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د نورو مسئلو ترڅنګ د افغان ښځو اونجونو د حقونو په اړه خبرې وکړې.

میډل ایست مانیټر د بریتانیا د شارژدافېر له قوله کښلي چې طالب مشرانو ورته ویلي چې دوی له مخدرو موادو، فساد او ناامنۍ سره د مبارزې په برخو کې پرمختګ کړی، خو ده ورته ویلي چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې ژوره اندېښنه لري.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په تدریج د ښځو او نجونو د زده کړو د لومړني حق په شمول په بېلابېلو برخو کې د هغوی حقونه اخیستي دي.

میډل ایسټ مانیټر دا له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، کابل ته د بریتانیا د یوه جګپوړي دیپلومات لومړنی سفر بللی دی.

واشنګټن اګزامینر:

دې ورځپاڼې د هغه افغان ترجمان په اړه لیکنه خپره کړې چې په وروستیو ورځو کې په واشنګټن کې ووژل شو.

د دې لیکنې سرلیک دی:

دی له طالبانو روغ ووت، خو په واشنګټن ډي سي کې ووژل شو.

ورځپاڼه لیکي، نصرت احمدیار په افغانستان کې د امریکا د پوځ په ترجمانۍ خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړی و، خو د کابل په کوڅو کې په بې رحمۍ ونه وژل شو بلکې د ځوانو جنایتکارانو له لوري د واشنګټن په واټونو کې ووژل شو.

احمدیار د امریکا د حکومت لپاره نږدې شل کاله کار کړی و.

ده په لس کلنۍ کې کار پیل کړ او د امریکايي پوځیانو ترجمان شو.

هغه د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته امریکا ته کډوال شو.

نوموړی د دوشنبې په شپه وروسته له دې چې له موټره یې سپرلۍ کښته کړې، هغه مهال وویشتل شو چې څلور زلمکي ترې راچاپېره شول.

په امنیتي کمرو کې له اخیستل شویو تصویرونو ښکاري چې یو زلمکی ورنږدې کېږي او بل ورته وايي چې ډز پرې وکړه.

دې موضوع ته په امریکا کې په دوو دلایلو پام زیات اوښتی دی، یو خو د امریکايي پوځیانو یو ترجمان چې د ژوند ژغورلو لپاره یې متحدو ایالتونو ته پناه وړې وه په امریکا کې ووژل شو او بل یې د وسلو د لرلو په اړه په امریکا کې هغه بحث یو وار بیا تود کړ چې له کلونو راهیسي دوام لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG