د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

افغانستان د انساني قاچاق له اړخه د نړۍ د بدو هېوادونو کتار کې راغلی


ارشیف: د ایران له خاورې ترکیې ته اوښتي افغان کډوال. دوی ته د یوه قاچاقبر له لوري لارښونه کېږي چې وې څاري او هغه ځای ته ځان ورسوي چې هدف یې دی. August 17, 2021
ارشیف: د ایران له خاورې ترکیې ته اوښتي افغان کډوال. دوی ته د یوه قاچاقبر له لوري لارښونه کېږي چې وې څاري او هغه ځای ته ځان ورسوي چې هدف یې دی. August 17, 2021

افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د انساني قاچاقو له پلوه د نړۍ تر ټولو بد ځایونه پېژندل شوي دي.

د ختیځ ولایت کونړ اوسېدونکې سایره وايي، پر افغانستان د طالبانو د دویم ځلي واکمنۍ له پیل وروسته چې په دې هېواد کې بې‌کاري او بې‌وزلي اوج ته ورسېده خپله او د څو نورو خویندو ګاڼه او مال يې خرڅ کړل او ۱۷ کلن ورور یې چې د ښوونځي د یوولسم ټولګي زده‌کوونکی و د ایران پر لاره د قاچاق کوونکو په وسیله اروپا ته د ښه ژوند په هیله واستاوه.

خو د دې په خبره نږدې درې میاشتې وروسته یې مړی کور ته یوړه.

سايره وايي: "ورور مې د یوولسم ټولګي زده‌کوونکی و، موږ خویندو طلا او څو اوزې خرڅې کړې او هغه مو واستاوه په قاچاقي لارو خارج ته، دوه، دوه نیمې میاشتې په ایران کې پاتې شو، قاچاقبر دوکه وکړه، بل اخره ایران کې ونیول شو، دومره یې وهلی وو چې د وهلو لاندې مړ شوی وو، بیا موږ سره د هغه د جسد د انتقال پیسې هم نه وې، وروسته کلیوالو چنده وکړه او جسد یې را انتقال کړو، له هغه وروسته مې د مور او پلار سترګې له اوښکو نه‌دي وچي شوي."

دغه افغانان د ایران له لارې ترکیې ته داخل شوي او قاچاقبر ته په تمه دي چې بلې سیمې ته یې ولېږدوي. 02 June 2021
دغه افغانان د ایران له لارې ترکیې ته داخل شوي او قاچاقبر ته په تمه دي چې بلې سیمې ته یې ولېږدوي. 02 June 2021

سایره وايي، د تېر جمهوري حکومت پر مهال یې پلار دنده درلوده او د دوی ژوند نسبتاً ښه و.

نوموړې له خلکو غواړي، چې په غیر قانوني لارو له سفر کولو او د انساني قاچاق کوونکو په غوړو خبرو تېر نه وځي او د خپل کورنۍ غړي په لوی لاس د مرګ خولې ته ورنه‌کړي.

د ننګرهار ولایت د کامې اوسېدونکی سید اکبر چې تازه د ترکیې له هېواده رد مرز شوی وايي، د ښه ژوند په هیله یې غوښتل اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي او په همدې هدف یې له قاچاق کوونکو سره په اته زره ډالره خبره کړې وه، خو د ده په خبره هغه ډول چې قاچاق کوونکو ویل لارې اسانه نه وې.

نوموړی وايي: "کله چې ایران ته ورسېدو، هلته مو ډېر سختۍ ولیدې، یوه شپه یو ځای کې بله شپه بل ځای، وروسته چې ترکیې ته ورسېدو بیا پولیسو ونیولو او پنځه وېشت شپې مو زندان تېر کړو، پولیسو ډېر سخت ووهلو او وروسته یې افغانستان ته انتقال کړو."

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو وروسته له دې هېواده د خلکو وتل زیات شول، یو شمېر خلک د سیاسي او امنیتي ستونزو له امله خو یو شمېر نور بیا د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله د کار په لټه په غیر قانوني لارو له دې هېواده د وتلو په هڅه کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انسانانو د قاچاق په اړه په کلني راپور کې وايي، افغانستان د نړۍ د هغه هېوادونو په کتار کې دی چې د انساني قاچاقو له پلوه د نړۍ تر ټولو بد ځایونه پېژندل شوي دي.

په دغه راپور کې چې تېره ورځ ناوخته خپور شو افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په لېست کې شامل دی چې حکومتونه ‌یې د انساني قاچاق، د حکومت په تمویل شویو پروګرامونو کې د قاچاق، د حکومت اړوندو چارو او یا ټولو برخو کې د اجباري کار، په حکومتي کمپونو کې د جنسي استفادې او د ماشومانو د جلب او جذب پالېسۍ یا مستندې طرحې لري.

دغه راپور وايي، افغانستان لا هم د هغه هېوادونو په لېست کې دی چې د ۲۰۲۱ کال له اپرېل د ۲۰۲۲ کال تر مارچ میاشتې پورې یې حکومتونه وسله‌والې ډلې لري یا له هغو وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي چې ماشومان یې په جنګي لیکو کې شامل کړي او یا ترې ناوړه ګټه اخلي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو په دې اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو تېر کال د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت خپل حکومت ته سپارښتنه کړې وه چې کم‌عمره او ماشومان چې ږیره یې نه وي راغلي، پوځي لیکو ته جذب نه‌کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د ماشومانو د نړیوال کنوانسیون له مخې یو انسان د زېږېدنې له ورځې تر ۱۸ کلنۍ پورې ماشوم ګنل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د دغه راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، د سږني کال په راپور کې د هلکانو او تنکیو ځوانانو او د ګارګرانو د قاچاق زیاتوالی او د جبري کار د ساحې پراخېدل د اندېښنې وړ مسایل دي.

بلېنکن ويلي: "د انلاین درغلۍ په کارولو سره د کارګرانو په قاچاق کې زیاتوالی راغلی، چې د نړۍ ډېری برخه انټرنېټ ته لاسرسی لري، د کرونا وبا دا بهیر نور هم چټک کړی دی، قاچاق کوونکو د پراخې بې‌کارۍ څخه په ګټنې او د جعلي دندو په اعلانولو سره قربانیان ګمارلي او بیا یې اړ کړي چې دا نړیواله جعل کاري مخې ته یوسي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

بلېنکن په ۲۰۲۳ کال کې د انساني قاچاقو د مخنیوي په برخه کې د ځینو پرمختګونو یادونه هم وکړه او وې ویل، لسګونو هېوادونو د انساني قاچاقو د مخنیوي، مرتکبینو ته د سزا ورکولو په برخه کې اغېزناک اقدامات کړي دي.

هغه وویل، امریکا د انساني قاچاقو مخنیوي ته ژمنه ده ځکه په خبره یې دا په انساني او بشري ازادیو تېری دی.

افغانستان داسې مهال د انساني قاچاق له اړخه د نړۍ په بدترینو هېوادونو کې شامل شوی چې اوسمهال طالبان پر افغانستان واکمن دي.

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ له ۱۵ مې راورسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي بې‌کاري او بې‌وزلي تر بل هر وخت زیاته شوې او د دې هېواد زیات شمېر اوسېدونکې د کار په لټه له دې هېواده د وتلو هڅه کوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'آی‌ او‌ ایم' نږدې دوه اوونۍ مخکې په خپل راپور کې ویلي وو، چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې له درې نیم میلیونه ډېر افغانان له افغانستانه کډوال شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG