د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

ايران د افغان کډوالو د ايستلو پروسه چټکه کړې


انځور: هغه افغانان چې له ايرانه خپل هېواده ته راستانه شوي
انځور: هغه افغانان چې له ايرانه خپل هېواده ته راستانه شوي

د ایران حکومت ادعا کړې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لږ تر لږه یو میلیون افغانان ایران ته تللي دي.

ایران د هغو افغانانو د ډیپورټ یا جبري ایستلو پروسه چټکه کړې چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ورغلي دي.

اسوشتید پرېس خبري اژانس په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې آی او ام د مرستیال اش کارل په حواله راپور ورکړی چې د ایران د جبري ایستلو اندازه په میاشت کې شپېته فیصده لوړه تللې.

هغه زیاته کړې چې سږ کال څه باندې دوه نیم لکه افغانان په جبري توګه له ایرانه بېرته خپل هېواد ته استول شوي چې په ګڼو یې سختې ورځې راغلي، له ټکرونو بچ شوي، ډزې ورباندې شوي او په ورځو ورځو یې پلی مزل کړی دی.

د راپورونو له مخې قاچاقاچیانو د ایران بندیزونو او محدودیتونو ته له پام پرته تېر څو میاشتې د افغانستان او ایران په پوله کې خپل فعالیت ته دوام ورکړی او د ورځې یې ان تر پنځه زره کسان هم په ناقانونه توګه ایران ته اړولي دي.

هرات کې افغان لاريون چې ايران کې افغان کډوالو سره د تاوتريخوالي په غبرګون کې يې هرات کې د ايران پر کونسګرۍ چپاو ور ووړ
هرات کې افغان لاريون چې ايران کې افغان کډوالو سره د تاوتريخوالي په غبرګون کې يې هرات کې د ايران پر کونسګرۍ چپاو ور ووړ

اسوشیتید پرېس په ایران کې له مېشت افغان خبریال او کارپوه عباس حسیني سره خبرې کړي چې وايي د طالبانو په بیا واکمنېدو د هغو قاچاق وړونکو کاروبار غوړ شوی چې افغانان په سختو لارو ایران ته وړي.

نوموړي ويلي:"د شمېرو په اساس د ورځې پنځه زره تر شپږ زره کسان له پولې را اوښتي دي. ډېر یې په ناقانونه توګه. دې مسلې متاسفانه د انساني قاچاق وړونکو شبکو ته له ګټې ډک کاروبار رامنځته کړی دی."

ایراني چارواکو ادعا کړې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په تېرو اتو میاشتو کې تر یو میلیون پورې افغانان دغه هېواد ته ور اوښتي دي.

ایران د دغو کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره تدابیر سخت کړي چې ځينې وخت په پوله کې له طالب چارواکو سره په لانجه هم اوښتي دي.

له ایرانه د افغان کډوالو د را ایستلو او هلته له افغانانو سره د زور زیاتي په غبرګون په افغانستان کې څو واره مظاهرې هم وشوې او ان په هرات کې د ایران په کونسلګرۍ باندې مظاهره چیانو بریدونه هم وکړل.

XS
SM
MD
LG