د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

د افغانستان عدلیې وزارت: افغانستان کې له انساني قاچاق سره مبارزه کې پرمختګ لږ دی


اروپا ته په یوه یخچالي بار وړونکي موټر کې روان یو شمېر نیول شوي قاچاق کېدونکي غیر قانوني افغان پناه غوښتونکي
اروپا ته په یوه یخچالي بار وړونکي موټر کې روان یو شمېر نیول شوي قاچاق کېدونکي غیر قانوني افغان پناه غوښتونکي

وروسته تر دې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د انساني قاچاق په برخه کې د کم‌کارۍ له امله په درېیمه درجه هېوادونو کې وشمېره، د افغانستان عدلیې وزارت هم په دې برخه کې شوي کارونه کم ګڼي.

د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۹» په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې باید ماشومان په امنیتي بنسټونو کې ونه‌ګمارل شي او د دې تر خوا، له بچه‌بازۍ سره د مبارزې ترڅنګ باید په قضايي او کشفي بنسټونو کې د انساني قاچاق قضیې په جدي ډول وڅېړل شي.

د عدلیې وزیر د انساني قاچاق سره د مبارزې کمېسیون کړنو ته په اشارې وايي، دې کمېسیون په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د ماشومانو د ګمارنې د مخنیوي ترڅنګ، د بچه‌بازۍ پر وړاندې هم جدي مبارزه کړې، خو په خبره‌یې، دومره کار بسنه نه‌کوي.

د افغانستان عدلیې وزیر په دې باور دی چې د پاکستان په یو شمېر دیني مدرسو کې له افغان ماشومانو جنسي ګټه اخیستل کېږي.

پاکستان کې یوه دیني مدرسه
پاکستان کې یوه دیني مدرسه

ښاغلی معنوي زیاتوي: "د یو شمېر ماشومانو کورنۍ د دیني زده‌کړو په نوم تېر وځي. دوی له افغانستان وړي او په وزیرستان او خېبر اېجنسۍ کې ترهګریزې زده‌کړې ورکول کېږي. له دوی جنسي ګټه اخلي. موږ له ښه بخته وکولای شول چې له دوی یو شمېر بېرته راوګرځوو او اوس زموږ ملاتړ ورسره دی."

د افغانستان د عدلیې د وزیر په خبره، انساني قاچاق په روسیه، چین او ایران کې هم شته چې لاملونه‌یې قاچاق، جګړه او ناامني ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې چې د جولای په لومړۍ نېټه خپور شو راغلي، افغانستان په امنیتي بنسټونو کې یو شمېر کسان د بچه‌بازۍ له امله محکوم کړي. د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لیکو یې یو شمېر ماشومان لیرې کړي او تر خوا یې د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې ځیني نور ګامونه هم پورته کړي، خو دا کارونه بسنه نه‌کوي او باید لا زیات شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

په دې راپور کې، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د ماشومانو د ګمارنې، له دوی د ګټې اخیستونکو په نه‌مجازات کېدو هم اندېښنه ښودل شوې.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې جګړه، تاوتریخوالی او بې‌وزلي خپل اوج ته رسېدلې، هغه څه چې د انساني قاچاق لپاره لا ښه زمینه برابروي.

XS
SM
MD
LG