د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

ایران کې د افغانانو حضور قانوني کېږي


یو شمېر افغانان
یو شمېر افغانان

د افغانستان او ایران حکومتونه په ایران کې د مېشتو افغانانو د قانوني کولو په اړه توافق ته رسېدلي دي.

په ایران کې د سلګونه زره افغان کډوالو لپاره ښایي زېری وي چې دوی قانوني سند ترلاسه کوي.

دا ټکی د افغانستان او ایران په ګډه اعلامیه کې وروسته له هغه خپور شوی چې تهران ته د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د سفر پر مهال خپره شوې ده.

د دې اعلامیې پر اساس دواړو لورو توافق کړی چې د ستراتېژيکو همکاریو په چوکاټ کې د دوه اړخیز توافق‌لیک له لاسلیک سره به په ایران کې د افغانانو حضور قانوني شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد رسنیو ته په لېږلي پیغام کې دې خبرې ته اشاره کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي: "د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د توافق پر اساس، په ایران کې د افغانانو لپاره د اقامت د کارت تمدید، د هویت ثبت او د تذکرو توزېع او پاسپورټ صدور پیلېږي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر له ایراني چارواکو سره همداراز د افغانانو اړوند وروستیو خونړیو پېښو په اړه د تحقیقاتو، د پولې دواړو لورو ته پر غیر قانوني تګ راتګ، د افغانستان د سولې له پروسې د تهران د ملاتړ او فرهنګي او معارف پر مسایلو توافق وکړ.

دواړو لورو توافق وکړ چې په ایران کې د افغانستان د اتباعو د قانوني کولو کار پیل شي چې په‌کې د اقامت کارتونو تمدید، د هویت تثبیت، د تذکرو وېش او د پاسپورټ صدور شامل دي.

ایران په تېرو څلورو لسیزو کې میلیونونه افغان کډوالو ته پناه ورکړې. د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اوس‌مهال په ایران کې تر دوه نیم میلیونو افغانان اوسي.

د ایران د کار او ټولنيزې پرمختيا وزارت وايي چې اوس‌مهال په دې هېواد کې شااوخوا اووه لکه افغانان په غیر قانوني توګه اوسي.

ایراني چارواکو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرسته غوښتي چې د دې هېواد اتباع وپېژني، هویت‌يې تثبیت کړي چې په نتيجه کې هغوی له ښو شرایطو ګټه پورته کړای شي.

په ایران کې له افغانانو سره چلند کله نا کله خونړی شوی او د یوې لانجې په توګه یادېږي.

سپکاوی، وهل ټکول، شکنجه، سیند ته اچول او موټرو ته‌یې اور اچول له هغو پېښو دي چې په تېرو میاشتو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ایران ځواکونه ورباندې تورن شوي.

چارواکي: افغان او ایراني چارواکو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه هوکړې وکړې

ایران کې په قانوني توګه د افغان کډوالو د اوسېدو په اړه کار پیل شو

لومړۍ پېښه د ثور په ۱۲مه نېټه هغه مهال رامنځته شوه چې ایراني پوله‌ساتو یو شمېر افغانان چې د کار په لټه وو، وهلي ډبولي او وروسته‌یې اړ ایستلي چې ځانونه د هریرود سیند اوبو ته واچوي.

د افغانستان پلټنې ښيي چې له هغوی په دې پېښه کې ۱۲ کسان ووژل شول.

وروسته یو موټر چې افغان کډوال په‌کې سپاره وو، په جوزا میاشت کې د ایران د پولیسو له ډزو سره مخامخ شو. په دې پېښه کې درې افغانان ووژل شول او اووه نور ټپيان شول.

د افغانستان او ایران د حکومتونو په ګډه اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ د چنګاښ په دوهمه خپره شوه، راغلي چې تهران د تحقیقاتو د پرمختګ په اړه معلومات ورکړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم رسنیو ته په استولي پيغام کې د ایران د ژمنې يادونه کړې ده.

د افغانستان اسلامي جمهوریت او د ایران اسلامي جمهوریت په ایران کې د افغانانو د خوندیتوب، ښه ژوند او بشري حقونو د رعایتولو په برخه کې توافق وکړ. د جمهوري اسلامي ایران لوري په دې هېواد کې له مېشتو افغانانو سره د ښه چلند په اړه ډاډ ورکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د ایران له بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سره د لیدنې پر مهال
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د ایران له بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سره د لیدنې پر مهال

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر ایران ته خپل دوه ورځنی سفر د یک‌شنبې په ورځ د چنګاښ په لومړۍ نېټه پیل کړ او د دوشنبې په ماښام‌یې پای ته ورساوه او کابل ته ستون شو. ده په دې سفر کې د ایران د بهرنیو، کورنیو، ملاتړ، کار او ټولنيزې پرمختیا له وزیرانو او ملي امنیت له سلاکار سره ولیدل.

ایراني چارواکو له ښاغلي اتمر سره په خبرو کې ډاډ ورکړی چې تر خپله وسه به د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ وکړي.

دواړو لورو پرون په ګډه اعلامیه کې همداراز ویلي چې دواړو لورو ته تر پوله د غیر قانوني تګ راتګ او قاچاق د مخنیوي په هدف به جدي تدابیر ونیسي.

ایران او افغانستان ۹۳۶ کیلومتره پوله لري چې ایران ته د افغانانو د انساني قاچاق او له هغه ځایه ترکيې او اروپایي هېوادونو ته د تګ لویه لاره ګڼل کېږي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG