د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

چارواکي: افغان او ایراني چارواکو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه هوکړې وکړې


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر له خپل ایراني سیال محمد جوای ظریف سره
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر له خپل ایراني سیال محمد جوای ظریف سره

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ایران ته د افغان پلاوي د سفر په پایله کې د دواړو لوریو ترمنځ د بېلابېلو موضوعاتو په اړه هوکړې وشوې.

د دې وزارت ویاند ګران هېواد رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي دي چې وروستۍ خونړۍ پېښې، په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي پولو کې د امنیت ټینګښت د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اصلې ټکي وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ایران ته د افغان پلاوي د سفر پر مهال ایراني لوري د وروستیو خونړیو پېښو د تکرار د مخنیوي ژمنه کړې ده.

په دې اړه د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دغه شان ایراني لوري په دې اړه د شویو څېړنو پایلې هم له افغان پلاوي سره شریکي کړې دي.

د دې وزارت ویاند ګران هېواد رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي دي چې د دواړو لوریو په لیدنو کې په ایران کې د مېشتو د افغان کډوالو د بشري حقونو په خوندیتوب او د وروستیو پېښو د څېړنو په تعقیب هم خبرې شوې دي.

ښاغلي هېواد ویلي دي چې دواړو لوریو د یزد په پېښه کې د وژلو شویو او ټپي شویو افغان کډوالو په خوندي نتقال هم خبرې وکړې.

ګران هېواد
ګران هېواد

هغه زیاته کړه: "د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍبین الوزارتي افغان پلاوي، د ایران د بهرنیو چارو، کورنیوچارو، د اوبو او انرژۍ وزیر او د کار او ټولنیزو چارو له وزیر او ملي امنیت له سلاکار سره جلا ناستې درلودې او دغه شان د دواړو لوریو اته کاري کمېټو په خپلو منځونو کې په بېلابېلو موضوعاتو بحثونه وکړل او مهمې هوکړې وشوې."

دی وايي، دغه شان دواړو لوریو د سرحدي سیمو د امنیت، د انساني قاچاق کوونکو په وړاندې د ګډې مبارزې او د غیر قانوني تګ راتګ په مخنیوي هم هوکړه کړې ده.

ښاغلی هېواد وايي، دواړو لوریو دا هوکړه هم کړې چې په ایران کې د کډوالو د قانوني کولو او د دوی د کډوالۍ د کارتونو د تمدید کولو او دغه شان د تذکرو او پاسپورټونو په شمول د نورو اړتیا وړ اسنادو د ویش په برخه کې به هم کار کوي.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا افغان او ایراني چارواکو پرېکړه کړې چې تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې به د ستراتېژیکو همکاریو یو هر اړخیز سند لاسلیک کړي.

افغان حکومت غواړي، له ایران سره د ستراتېژیکو اړیکو داسې یو هر اړخیز سند لاسلیک کړي چې له مخې یې ایران کې د افغان کډوالو د اوسېدو، کار او زده‌کړو په وړاندې شته خنډونه له‌منځه ولاړ شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغان او ایراني چارواکو د تېرې ورځې په لیدو کتو کې پرېکړه وشوه چې تر درېیو میاشتو پورې به د ستراتېژیکو همکاریو دا سند د دواړو هېوادنو د ولسمشرانو لاسلیک ته چمتو کېږي.

ایران دا مهال د څه باندې درېیو میلیونه افغان کډوالو کوربه دی چې په دوی کې تقریباً نیمایي یې قانوني اسناد نه‌لري.

خو پوښتنه داده چې ایا ایران به افغان کډوالو د ستونزو د هواري په برخه کې په خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي؟

د نړیوالو اړیکو کارپوه جاوید الله تره خېل وايي: "زموږ دواړو ګاونډيو هېوادونو"ایران او پاکستان" په نړیوالو او دوه اړخیزو غونډو کې ډیری دغسې ژمنې کړي خو له بده مرغه هېڅ وخت يې نه دي عملي کړي، خو دا ځل د افغان لوړ پوړي پلاوي سفر ایران ته هیلي زیاتي کړي دي، زموږ غوښتنه داده چې ایران باید خپلې ژمنې عملي کړي په ځانګړي ډول هلته د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت په اړه. "

د افغانستان د بهرنیو چارو د نوماند او سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ دغه لوړ پوړی افغان لوړ پوړی پلاوی داسې مهال ايران ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې په ایرن کې له مېشتو افغان کډوالو سره د ایراني چارواکو چلند د کابل او تهران ترمنځ اړيکې ترينګلي کړي دي.

د ایران او افغانستان اړیکي وروسته تر هغې ترينګلي شوې چې په یزد ښار کې په مرمیو د افغان کډوالو د یوه موټر د ویشتو او بیا لمبه کېدو او په هریرود سیند کې د افغان کډوالو اچولو پېښو کې۱۵ افغانان ووژل شول او ۱۷ نور لا هم تري تم دي.

XS
SM
MD
LG