افغان او ایراني چارواکو پرېکړه کړې چې تر راتلونکو درې میاشتو پورې به د ستراتېژیکو همکاریو یو جامع سند لاسلیک کړي.
افغان چارواکي په ایران کې د خپلو اتباعو د ستونزو هواري ته د دایمي حل لارې په لټه کې دي.
دوی غواړي له ایران سره د ستراتېژیکو اړیکو داسې یو جامع سند لاسلیک کړي چې له مخې یې ایران کې د افغان کډوالو د اوسېدو، کار او زدهکړو په وړاندې شته خنډونه لهمنځه ولاړ شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغان او ایراني چارواکو په پرونیو لیدو کتو کې پرېکړه وشوه چې تر درې میاشتو پورې به د ستراتېژیکو همکاریو دا سند د ولسمشرانو لاسلیک ته چمتو کېږي.
دواړو لورو پر دې سربېره په ایران کې له افغان کډوالو سره د زورزیاتي په وروستیو پېښو هم خبرې وکړې او راتلونکي کې یې د داسې پېښو د مخنیوي ټینګار وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په حواله لیکل شوي، له افغان کډوالو سره د شوي زور زیاتي زمینه د انسان قاچاق وړونکو برابره کړې ده.
د دوی اشاره په یزد کې په مرمیو د افغان کډوالو د یوه موټر ویشتو او بیا لمبه کېدو او هریرود کې د افغان کډوالو اچولو ته وه، هغو پېښو کې چې ۱۵ افغانان ووژل شول او ۱۷ نور لا هم تري تم دي.
دا چې د زور زیاتي د دغو پېښو له عاملینو سره به څه کېږي په دې اړه څه نهدي ویل شوي، خو افغان او ایراني چارواکو ژمنه کړې چې د تکرار د مخنیوي لپاره بهیې په پوله کې څارنه زیاتوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېر ماخوستن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې محمد حنیف اتمر په دې اړه د ایران د ملي امنیت عالي شورا له منشي علي شمخاني سره هم کتلي دي.
په دغې لیدنه کې له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې، په ایران کې د افغان کډوالو د بشري حقونو په ټینګښت او د وروستیو پېښو د څېړنو په تعقیب خبرې شوې دي.
ایران دا مهال د څه باندې درې میلیونه افغان کډوالو کوربه دی چې دوی کې یې نیمایي شااوخوا قانوني اسناد نهلري.
ایراني چارواکي وایي، دوی د ښه نیت له مخې دغو کډوالو ته ځای ورکړی، خو وخت ناوخت له دوی سره د هغه هېواد د پولیسو بد چلند هغه څه دي چې افغانانیې غصه کړي.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې دننه او یو شمېر اروپایي هېوادونو کې ګڼ شمېر افغانانو د ایران په ضد مظاهرې وکړې.
دې مظاهرو هم پر ایران اغېز کړی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د افغانستان دننه او بهر د ایران ضد یو شمېر عناصرو له دې مظاهرو ناوړه ګټه اخیستې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ ۴۵ کسیز پلاوی نن هم له ایراني چارواکو سره لیده کاته لري او له غرمې وروسته بېرته کابل ته ستنېږي.
د سفر له پای ته رسېدو سره به دواړه هېوادونه یوه ګډه اعلامیه هم صادره کړي.