د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

اروپا او ګاونډي هېوادونه: افغانستان دې د ترهګرۍ د ځالې په توګه نه کارول کېږي


ارشیف، وسله وال طالبان
ارشیف، وسله وال طالبان

د اروپایي ټولنې یو جګپوړی ډپلومات وایي، په افغانستان کې نوي بدلونونه، په منځنۍ اسیا کې د امنیت په اړه د نویو تګلارو اړتیا په ډاګه کوي.

دا خبره د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل پرون دوشنبې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره له خبرو وروسته وکړه.

نوموړی چې د اروپایي ټولنې د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته تللی، له بهرنیو چارو وزیرانو سره په افغانستان کې د طالبانو له خوا واک ته له رسېدو وروسته د دې هېواد او د سیمې د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل

بورېل د وزیرانو په سطحه د اروپایي ټولنې او مرکزي اسیا له غونډې وروسته چې د تړلو دروازو ترشاه وشوه، وویل، په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پرمخګتونه د دې غوښتنه کوي چې د منځنۍ آسیا د امنیت په اړه نوې تګلارې غوره شي.

نوموړي دغه راز هیله څرګنده کړه چې اروپایي ټولنه او د مرکزي اسیا پنځه هېوادونه، تاجکستان، ازبیکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان به په راتلونکې خپل منځي اړیکو ته لا پراختیا ورکړي.

په هغه ګډه اعلامیه کې چې د دې غونډې په پای کې خپره شوې، ګډونوالو ژمنه کړې چې اروپایي ټولنه او مرکزي اسیا به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د تنظیم شوېو جرمونو، انساني قاچاق او د کډوالو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې برخه کې همکاري پراخوي.

دوی همدارنګه په دې اړه چې په افغانستان کې پرمختګونه به د سیمې لپاره څه نتیجه ولري، ګډه اندېښنه وښوده او ټینګار یې وکړ چې دا مهمه ده چې پرینه ښودل شي، د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د ځالې، تمویل او بهرنیو هېوادونو ته یې د خپرېدو په توګه استفاده وشي.

دوی همدا شان په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه او ټولشموله حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه.

له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، د منځنۍ آسیا هېوادونه دې ته اندېښنه لري چې له هغه هېواده یې د سخت دریځو فعالیتونه ورو نه وغځېږي او هم ډېر کډوال پرې ورمات نه شي.

اروپایي ټولنه هم ورته اندېښنه لري، په تېره بیا له افغانستانه د کډوالۍ یوه پراخ بهیر ته ډېره اندېښمنه ده او ویلي یې دي چې افغان کډوال دې د افغانستان په ګاونډیو او د سیمې په هېوادونو کې ځای پرځای شي او دوی او کوربنو ته به یې مرستې ورسوي.

اروپایي ټولنه دغه راز هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې افغانستان ته بشري مرستې ورسوي.

تېره اوونۍ د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړې استازي د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړې استازي سره له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د بشري مرستو لپاره د ازبیکستان په ترمز ښار کې د یوه لوی مرکز د پرانیستلو په اړه سلا وکړه.

د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فون دیرلاین تېره میاشت اعلان وکړ چې اروپایي ټولنه به له افغانستان سره یو میلیارډ یورو مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې د افغانستان ۹۵ سلنه وګړي کافي خواړه نه لري، شااوخوا ۲۲ میلیونه وګړي یې د خوړو له کمښت او شااوخوا نهه میلیونه یې هم له قحطۍ سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG