د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو پرېکړه؛ پر ټرمپ او بایډن سخته نیوکه شوې


د عکس ښي لور ته د امریکا اوسنی ولسمشر جوبایډن او چپ لور ته د دې هېواد مخکېنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د عکس ښي لور ته د امریکا اوسنی ولسمشر جوبایډن او چپ لور ته د دې هېواد مخکېنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل نوي راپور کې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ویستو د پرېکړې په اړه د متحده‌ایالاتو په اوسني او مخکېني ولسمشرانو سخته نیوکه کړې ده.

یو نوی راپور ښيي، چې په افغانستان کې د نظامي ماموریت د پای په اړه د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اوسني ولسمشر بایډن پرېکړو د افغانستان د مخکېني دولت د دوام پر وړاندې بدې پایلې لرلې.

دا راپور، چې پرون د جمعې په ورځ د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت خپور کړی، په کې د افغانستان د مخکېني حکومت د سقوط پر مهال د متحده‌ایالاتو کړنې څېړل شوي دي.

په راپور کې زیاته شوې، امریکايي چارواکو له افغانستانه د خپلو نظامیانو د ویستو او د ډیپلوماټیک ماموریت د پای لپاره هغه ډول چې اړینه ده، چمتووالی نه‌درلود.

دا راپور، چې د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ۱۵۰ اوسنیو او پخوانیو چارواکو سره د مرکو په پایله کې جوړ شوی په کې راغلي: "د دواړو ادارو پر مهال په لوړه کچه د تر ټولو بدو سناریوګانو او په ډېرې چټکۍ د هغو د پېښېدو په اړه چمتووالی نه‌و."

خو کله چې پرون په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن وپوښتل شول، چې له افغانستان د وتو پر مهال خپلې تېروتنې او ناکامۍ مني او که نه، هغه په ځواب کې د افغانستان په اړه له خپلې پرېکړې یو ځل بیا ننګه وکړه.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

هغه وویل: "په یاد مو دي چې ما د افغانستان په اړه څه ویلي و؟ ما ویلي چې القاعده به هلته نه‌وي، ما ویلي و چې موږ به هلته نه یوو، ما ویلي و چې موږ ته به د طالبانو مرسته رسېږي، اوس څه روان دي، څه روان دي، خپلې رسنۍ وڅارئ، زه په سمه وم."

په افغانستان کې امریکايي سرتېري. د امریکا متحده‌ایالاتو ټول عسکر او متحدین یې د اګسټ په ۳۱مه نېټه ووتل.
په افغانستان کې امریکايي سرتېري. د امریکا متحده‌ایالاتو ټول عسکر او متحدین یې د اګسټ په ۳۱مه نېټه ووتل.

جوبایډن د ۲۰۲۱ کال د اپرېل په ۱۴مه نېټه له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو نوې نېټه اعلان کړه او ویې ‌ویل چې دغه پوځیان به د همدې کال د سپټمبر تر ۱۱مې ووځي.

خو له افغانستانه د امریکا متحده‌ایالاتو ټول عسکر او متحدین یې د اګسټ په ۳۱مه نېټه ووتل.

له بلې ‌خوا د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې د افغانانو د تخلیې پروګرام ته هم اشاره شوې او زیاتوي، د ولسمشر بایډن حکومت د دې تخلیې لپاره بشپړ چمتووالی نه‌درلود.

راپور زیاتوي، امریکايي چارواکو په دې اړه روښانه پرېکړه نه‌وه کړې، چې څومره افغانان له ګواښ سره مخ دي، څه ډول باید دوی اولویت بندي شي او د دوی ویستل به څومره وخت ونیسي.

متحده‌ایالاتو له افغانستان د وتو پر مهال د نږدې ۱۲۵ زره افغانانو تخلیې ته زمینه برابره کړه، خو دا بهیر په وروستیو کې له یوې خونړۍ پېښې سره مخ شو، چې په پایله کې یې له سلو زیات افغانان او ۱۳ امریکايي عسکر ووژل شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG