د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

دوحه کې د امریکایي او طالب استازو د مذاکراتو بیا پيل؛ پایله به یې څه وي؟


تصویر له ارشیف څخه: دا په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر دی، چې له څو کلونو راهیسې فعال دی
تصویر له ارشیف څخه: دا په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر دی، چې له څو کلونو راهیسې فعال دی

د متحدوایالتونو او طالبانو پلاوي د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلي او ټاکل شوې، چې نن او سبا د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اختلاف وړ مسایلو په اړه خبرې وکړي.

په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د واشنګټن له لوري، او د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو د وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی به د طالبانو په استازولۍ ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویلي، چې امریکايي پلاوی به د ښځو د حقونو، امنیت، اقتصاد او د نشه یي توکیو پرضد مبارزه کې د هڅو په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي.

خو ښکاري چې د طالبانو پلاوی دې غونډې ته له یوې بلې اجنډا سره ورغلی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین بېګا له ازادي راډیو سره په خبرو کې هغه مسایل یاد کړل چې د طالبانو پلاوی غواړي له امریکايي پلاوي سره خبرې پرې وکړي.

ښاغلي شاهین وویل: "دوی به د جولای په دېرشمه په دوحه کې له امریکايي هیات سره د تور لېست، د افغانستان د اقتصادي ثبات، د اعتماد جوړونې د اقداماتو او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړي.دا غونډې به دوه ورځې دوام ولري."

د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کوي
د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کوي

ښاغلي متقي بېګا دوحې ته د روانېدو پرمهال د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې وویل، چې د دوی تمرکز به د افغانستان د کنګل شوې شمتنۍ پر ازادولو، د امریکا له خوا د افغانستان د هوايي حریم پر نقض او د طالبانو پر مشرانو پر لګېدلو بندیزونو وي.

ښاغلي متقي همداراز هیله څرګنده کړه چې دواړه لوري به د یوه مثبت تعامل او په راتلونکي کې د اړیکو د ښېګڼې لپاره خبرې سره وکړي.

امریکايي چارواکو او طالبانو له دې مخکې هم بیا-بیا په دوحه کې، چې د افغانستان اړوند د ديپلوماتیکو خوځښتونو مرکز دی، خبرې کړي خو نه د افغانستان وضعیت بدل شوی او نه د امریکا دریځ.

په داسې حال کې چې ډېری افغانان په دوحه کې روانې خبرې مهمې بولي او خپلې هیلې یې ورسره تړلي خو ځینې شنونکي، دا په سیمه کې د دوی په وینا د لوبې یوبل پړاو ګڼي.

ویل کیږي، چې د افغان ښځو لپاره د امریکا استازې رینا امیري به طالب پلاوي سره د ښځو پر وړاندې د دوی د چلند موضوع ډېره بحث کړي
ویل کیږي، چې د افغان ښځو لپاره د امریکا استازې رینا امیري به طالب پلاوي سره د ښځو پر وړاندې د دوی د چلند موضوع ډېره بحث کړي

د سیاسي چارو شنونکي غوث جانباز بیګا په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا لیده کاته د دې لپاره دي چې یو کاسمیتیک یا ارایشي انځور وړاندې شي څو دننه په کور کې هم دا سیاسي لوبه نسبتا معقوله پرمخ ولاړه شي. له بلې خوا ډېره مهمه دا ده چې په سیمه کې سیالي روانه ده. متل دی چې وايي هلته چې ته کار نه کوې ستا دښمن کار کوي. نو هر امکان چې تا هدف ته رسوي استفاده به ترې کوې که نه دا استفاده به ستا مخالفان یا ستا رقیب کوي."

نږدې دوه کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته لاهم ښځې او نجونې له اساسي حقونو محرومې دي او په افغانستان کې د نړیوالو تروریستي ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي.

ځینې نور مسایل هم شته، چې لویدیځ هېوادونه ټینګار پرې کوي لکه: په افغانستان کې بشري حقونه او د ټولشموله حکومت جوړېدل.

طالبان هم خپلې غوښتنې لري.

دوی شکایت کوي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې لاهم د افغانستان په هوايي حریم کې ګرځي، د افغانستان بانک شاوخوا درې نیم میلیارد ډالره شتمنۍ لاهم کنګل دي او د طالبانو په حکومت کې د وزیرانو ترکچې شامل یوشمېر کسان د متحدوایالتونو او ملګروملتونو تر بندیزونو لاندې دي.

په قطر کې روانو خبرو ته دواړه لوري له خپلو خپلو دریځونو ګوري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG