د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

هندوستان ټایمز: طالبانو تر لسو کلونو زیات عمر لرونکې نجونې له زده کړو منع کړي


د یو شمېر ښځینه زده کوونکومخکېنی انځور
د یو شمېر ښځینه زده کوونکومخکېنی انځور

مېرر:

د بریتانیا مېرر انلاین خپرونې په دغه هېواد کې د زرګونو هغو افغانانو پر برخلیک لیکنه خپره کړې، چې په هوټلونو کې له لنډمهالو استوګنځیو ایستل شوي او په دوی کې هغه کسان هم شامل دي چې په افغانستان کې یې د طالبانو خلاف جګړه کې له برتانوي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته تر ۲۱،۰۰۰ ډېر افغانان بریتانیا ته ولېږدول شول او له دې ډلې تر ۸۰۰۰ زیات یې په هوټلونو کې پاتې دي، خو تازه شمېرې به په راروانو اوونیو کې خپرې شي.

د بریتانیا حکومت له دغو کسانو غوښتنه کړې، چې په خپله ځانونو ته د استوګنې غم وخوري او له دغو لنډمهالو استوګنځیو ووځي.

د مېرر خپرونې په لیکنه، د محلي ادارو اتحاد تېره اوونۍ خبرداری ورکړی و، چې د انګلستان په ځینو برخو کې له څلورو افغان کډوالو یوه یې، په محلي شوراګانو کې ځان بېکوره ثبت کړی دی.

دغه اتحاد غوښتنه کړې وه، چې دغو افغانانو ته تر هغو په هوټلونو کې استوګنځي پرانیستي پرېښوول شي، چې دوی د ژوند لپاره یو ځای پیدا کوي.

هندوستان ټایمز:

له هنده خپرېدونکې ورځپاڼې هندوستان ټایمز د نجونو پر زده کړو د طالبانو د تازه محدودیتونو په باب لیکنه خپره کړې، چې ویل شوي، دا ځل یې هغه نجونې له زده کړو منع کړي، چې تر لسو کلونو یې عمرونه زیات دي.

هندوستان ټایمز د بي بي سي په حواله لیکي، په ځینو ولایتونو کې دا تازه محدودیتونه د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیزونو تازه مورد دی.

په لیکنه کې لږ تر لږه په غزني ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست اطلاعیې ته اشاره شوې چې د ښوونځیو سرمعلمانو او د لنډمهاله زده کړو ټولګیو ته یې ویلي هغه نجونې چې عمرونه یې تر لسو کلونو لوړ وي، له زده کړو منع کړي.

طالبانو دوه کاله مخکې پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته نجونو ته تر شپږم ټولګي د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې، په تېره ډسمبر میاشت کې یې په پوهنتونو کې هم د نجونو او ښځو زده کړې منع کړې.

هندوستان ټایمز زیاتوي، ملګرو ملتونو تېره میاشت پر ښځو او نجونو د طالبانو د وروستیو میاشتو پر لګول شویو محدودیتونو انتقاد وکړ.

هېل :

د امریکا له متحدو ایالتونو خپرېدونکې ورځپاڼې هېل په خپله تازه ګڼه کې په دې عنوان لیکنه خپره کړې، چې امریکا باید د افغانستان له ښځینه ژورنالیستانو سره خپلو کړو ژمنو ته درناوی وکړي.

د لیکنې په پیل کې راغلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته، طالبان د لسګونو زره افغانانو چې تر شا پاتې دي، په نښه کولو ته دوام ورکوي، چې په هغوی کې ښځینه ژورنالیستانې هم شاملې دي.

د هېل ورځپاڼې په لیکنه، د امریکا متحد ایالتونه هغه خطرونه درک کوي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې ښځینه ژورنالیستانې ورسره مخامخې دي.

په لیکنه کې ویل شوي، د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا د ښځینه ژورنالیستانو په ګډون چې د امریکا له ملاتړه برخمنو رسنیو سره یې کار کړی و، له خطر سره مخامخو افغان وګړو ته د پناه ورکولو ځینې پروګرامونه اعلان شوي، چې په امریکا کې دېره رسنۍ وکړای شي خپل افغان کارکوونکي له افغانستانه وباسي او په امریکا کې ځای پر ځای کړي.

شاوخوا دوه کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته پر ازادو رسنیو فشارونه زیات شوي دي، ګڼې رسنۍ وتړل شوې او پاتې فعالې رسنۍ هم له سختو محدودیتونو سره مخامخې دي.

په لیکنه کې ویل شوي، یوازې د ۲۰۲۲م کال په مارچ میاشت کې له لسو ښځینه ژورنالیستانو، اته یې د طالبانو له خوا له فزیکي ناوړه چلند او ګواښونو سره مخامخې شوې دي.

د هېل ورځپاڼې د لیکنې له مخې ځینې ښځینه افغان ژورنالیستانې مجبوره شوي، چې په لنډمهاله ویزو ګاونډي هېواد پاکستان ته لاړې شي، چې هلته هم د دوی د استوګنې اسناد نه تمدید کېږي.

XS
SM
MD
LG