د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

ګرینفلېډ: امریکا طالبان په رسمیت نه پېژني او پرې فشار راوړلو ته دوام ورکوي


په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا دایمي سفیره لینډا ټوماس ګرینفلېډ
په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا دایمي سفیره لینډا ټوماس ګرینفلېډ

په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا دایمي سفیره وايي، متحده‌ایالات طالبان په رسمیت نه پېژني او پر دوی به د بشري حقونو د نقض له امله فشار ته دوام ورکړي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا دایمي سفیره لینډا ټوماس ګرینفلېډ وايي، متحده‌ایالات له طالبانو سره ځکه خبرې اترې کوي چې وشي کولای پر دوی د بشري حقونو اړوند مسایلو کې فشار راولي.

هغې پرون رسنیو سره خبرو کې په افغانانو؛ په ځانګړي ډول په نجونو او ښځو د طالبانو لګول شوي محدودیتونه یاد کړل او زیاته یې کړه، متحده‌ایالات طالبان په رسمیت نه پېژني او هیڅکله یې ښوونځیو ته د نجونو د راګرځولو له پرېکړې ملاتړ نه‌کوي.

نوموړې وویل: "د افغانستان په اړه زموږ دریځ ډېر روښانه دی. موږ باور لرو چې افغان نجونې باید ښوونځي او ښځې کار ته د تلو اجازه ولري. موږ به پر طالبانو فشار ته دوام ورکړو. موږ طالبان په رسمیت نه پېژنو. موږ ښوونځیو ته د نجونو د راګرځولو په اړه د طالبانو له پرېکړې هېڅ ملاتړ نه‌دی کړی."

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې پر دغو نجونو د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې پر دغو نجونو د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا دایمي سفیره چې تازه د درېیم ځل لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا دوره‌يي مشره ټاکل شوې ژمنه کوي چې له بشري حقونو سرغړونې به وڅاري او افغانستان به یې د کارونو په لومړیتوب کې وي.

د طالبانو اوسنی رژیم د نړیوالې ټولنې او خپله افغانانو له‌خوا د بشري حقونو په پراخه نقض تورن دی، خو د دوی حکومت په ځلونو دا خبره رد کړې او ویلي یې دي، په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

خو په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا دایمي سفیرې پرون دا خبره هم وکړه چې په افغانستان کې یې د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې هېڅ پرمختګ نه‌دی لیدلی.

له معترضو ښځو سره د طالب وسله والو د چلند یو انځور. December 28, 2021
له معترضو ښځو سره د طالب وسله والو د چلند یو انځور. December 28, 2021

هغې وویل: "دوی 'طالبانو' رسنۍ ځپلي، نجونې یې ښوونځیو او ښځې یې له کار کولو راګرځولي. دا ټول مسایل له طالبانو سره مطرح شوي. موږ ویلي چې دوی د کوکنارو د کښت د بندولو پرېکړه کړې چې د پام وړ ده، خو باید لا ډېر کار وشي. پر طالبانو باید ډېر فشار راوړل شي، څو دوی له نړیوالو سره د خپلو ژمنو پر بنسټ، د نجونو، ښځو او نورو عامو خلکو حقونو ته احترام وکړي."

د طالبانو د حکومت ویاندویانو په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا دایمي سفیرې د څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان د متقي په ګډون بېلابېلو طالب چارواکو د امریکا په شمول د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښه تعامل غوښتونه ټینګار کړی دی.

د طالبانو اوسني رژیم په کور دننه د افغانانو او نړیوالو له بیا بیا غوښتنو سره سره، د نجونو او ښځو په تعلیم، کار، سیاسي، ټولنیز او فرهنګي مشارکت لګول شوي بندیزونه نه‌دی لېرې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG