د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

د ملګرو ملتونو او د نړۍ مشرانو له لوري پر طالبانو د فشار راوړلو غوښتنه وشوه


ارشیف: په کابل کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون د یوه لاریون انځور.
ارشیف: په کابل کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون د یوه لاریون انځور.

د نجونو د تعلیم د حق یو شمېر ملاتړو د ملګرو ملتونو سازمان او د نړۍ له مشرانو غوښتي چې پر طالب چارواکو ډیپلوماتیک فشار راوړي او د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د ژر تر ژره پرانیستلو ملاتړ وکړي.

په دغه لیک کې چې د سه‌شنبې په ورځ لیکل شوی، ویل شوي چې د یووالي، عدالت او بشري حقونو په برخه کې د نړۍ د مشرانو د ژمنتیا له مخې دوی مکلف دي چې د هغو سلګونو زرو نجونو او د دوی له کورنیو سره چې د بندو ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستلو او د ټولنیز، سیاسي او کلتوري وضعیت د سمدستي رغونې غوښتنه کوي، ودرېږي.

په دغه لیک کې له خپلو حقونو څخه د ښځو او نجونو بې برخې کول جنسیتي توپیر بلل شوی او له ملګرو ملتونو سازمان او غړو هېوادونو یې غوښتل شوي چې جنسیتي اپارټایډ توپیر په نړیوالو قوانینو کې د بشریت ضد جرم په توګه په رسمیت وپېژني.

په دغه لیک کې چې د بشري حقونو د ۳۰ شبکو او سازمانونو او ۳۱۴ مدني فعالانو، خبریالانو، اعتراض کوونکو او محصلانو له خوا یې ملاتړ شوی دی، دا هم ویل شوي چې د نړۍ مشران باید همدا نن عمل وکړي ترڅو افغان نجونې باکیفیته زده کړو ته لاسرسی پیدا کړي، ځکه د دوی په خبره سبا به ځنډ وي.

په همدې حال کې يو شمېر نجونې زده کوونکې وايي چې په تېرو دوو کلونو کې له زده کړو د بې برخې پاتې کېدو له امله له ستونزو سره مخ دي.

دوی له نړیوالې ټولنې او د طالبانو له حکومته غوښتي چې د دوی د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره اقدام وکړي.

د سوسن په نوم یوه زده کوونکې وايي: "نړیواله ټولنه هم له موږ سره مرسته نه کوي، په اوسني حکومت فشار نه راوړي، دا چې د ښوونځیو دروازې تړلې دي په موږ باندې ډېره سخته تېرېږي، نږدې دوه کاله شول چې ښوونځي تړلي دي."

دغه راز د حبیبې په نوم یوې زده کوونکې ازادي راډيو ته وویل: "نجونې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي کله چې موږ نجونې نالوستي پاتې شو، د ټولنې نیمه برخه به بې سواده وي. موږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې پر طالبانو فشار راوړي چې نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځي ته لاړې شي."

څه باندې ۶۶۰ ورځې کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو دروازې نجونو پر مخ تړلې دي.

د پوهنې د برخې یوه فعاله مېرمن حبیبې هم د زده کوونکو او د دوی د کورنیو د مایوسۍ خبره کوي.

نوموړې وایي: "ټول خلک په یو نه یو ډول په افغانستان کې تر پوزې راغلي دي، ولې نړۍ ورته پام نه کوي؟ کله چې د بشري حقونو په اړه خبرې کېږي، ولې څوک نه وایي چې په افغانستان کې عملاً له بشري حقونو څخه سرغړونې روانې دي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نجونو د منځینو ښوونځیو او د دوی په وړاندې د پوهنتونونو د بیا پرانیستې په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

خو د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت چارواکو له مخکې ویلي چې د ښوونځیو د بیا پرانستلو لپاره کار کوي، له دغو څرګندونو یو کال تېرېږي، خو تر اوسه یې کوم اقدام نه دی کړی.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې پر ښځو او نجونو نور سخت بندیزونه هم لګولي، چې له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره سره یې تر اوسه د دغو بندیزونو د لرې کولو لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی.

په تر ټولو وروستي بنديز کې طالبانو د ښځو د سینګارتونونو د تړلو امر کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG