د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

د سینګارتونونو پر تړلو د غبرګونونو دوام؛ بار: ۶۰ زره افغان مېرمنې دندې له لاسه ورکوي


په کابل کې یوه سینګارګره د سینګارتون د بندولو پر مهال لیدل کېږي. هغه د خپل سینګار توکي په یوه کارتن کې اچولي او سر یې پرې بندوي.
په کابل کې یوه سینګارګره د سینګارتون د بندولو پر مهال لیدل کېږي. هغه د خپل سینګار توکي په یوه کارتن کې اچولي او سر یې پرې بندوي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د برخې مرستیالې هیدر بار په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د سینګارتونونو د تړلو موضوع ته غبرګون ښودلی ویلي، په دې سره ۶۰ زره ښځې خپلې دندې له لاسه ورکوي او دا ټولنه کې د ښځو د ملاتړ یوازېني ځایونه وو، چې هغه یې هم له لاسه ورکړل.

هیدر بار ویلي، دا یوازې د ویښتانو او د نوکانو د قیچي کولو موضوع نه ده، په دې سره ۶۰ زره ښځې خپلې دندې له لاسه ورکوي او دا ټولنه کې د ښځو د ملاتړ یوازېني ځایونه وو، چې هغه یې هم له لاسه ورکړل.

هیدربار دا خبره په يو تویټ کې کړې ده.

د طالبانو د امر به المعروف او نهی عن منکر وزارت له خوا سه‌شنبه د زمري درېیمه د سینګارتونونو د تړلو وروستۍ ورځ ټاکل شوې وه.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د ښځینه سینګارتونونو تړل به د ښځو پر اقتصاد منفي اغېز وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق په یوه خبرې کانفرانس کې د طالبانو له حکومت څخه د سینګارونونو د تړل کېدو پرېکړه بېرته واخلي.

حق وویل: "سرمنشي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي 'یوناما' له هڅو مننه کوي، چې په اوسنیو چارواکو یې غږ کړی، چې د سینګارتونونو د تړل کېدو پرېکړه بېرته واخلي. یوناما ویلي، چې دا به د ښځو د اقتصادي وضعیت او د ښځو په حقونو منفي اغېز وکړي، دا د متشبثو ښځو له ملاتړ سره په ټکر کې ده او موږ پر ښځو د دغه بندیزونو د لرې کېدو په هڅه کې یو."

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې سینګارګرې ښځې وايي، د دې دنده په لاسه ورکولو سره حیرانې پاتې دي چې څه وکړي.

د دوی په خبره ډېری دوی د خپل کور سرپرستانې دي.

په کابل کې د یوه سینګارتون انځور. دغه سینګارتون وړمه ورځ وتړل شو.
په کابل کې د یوه سینګارتون انځور. دغه سینګارتون وړمه ورځ وتړل شو.

د کابل اوسېدونکې سینګارګره مریم وايي، د خپلو شپږو ماشومانو او ناروغ مېړه د ګېډې د مړولو مسوولیت لري، خو اوس حیرانه پاتې، چې د دندې لپاره کومه دروازه وټکوي.

هغې وویل: "موږ حیران پاتې یو له دې نه وروسته څه وکړو؟ خیرات ټول کړو؟ کډوال شو؟ له موږ لاره ورکه ده، څه وخورو؟ څه واغوندو؟ دا ژوند په څه شي باندې وکړو؟ اوس دا طالبان دې موږ ته لاره وښیي، چې څه وکړو، چا ته لاس ونیسو چې موږ ته پنځه روپۍ راکړي، چې موږ خپل بچي وساتو، مېړه مې بې‌کاره، موږ ته دې لاره وښیي چې څه وکړو."

مریم وایي، پرون یې دوکان سره ترخه خدای پاماني وکړه ان دا چې اجازه ورنه‌کړل شوه چې د سینګار توکي ټول کړي.

په بلخ کې اوسېدونکې سینګارګره ویدا هم ورته خبره کوي او وايي: "زه دا اوس نه پوهېږم څه وکړم، نور خو هېڅ کار ښځو ته نه دی پاتې. تېر دولت کې خو د خلکو اقتصاد ښه و، کولای مو شوای د یو چا په کور کې کالي ومینځو، مزدوري یې وکړو یا کوم بل کار، اوس خو هغه وخت هم نه دی، اوس خو ټول بې‌کاره دي."

د ننګرهار اوسېدونکې مینا وايي، دا یوازېنی هنر و، چې زده یې و، خو دا چې اوس له دې لارې روزي ګټل پرې بند شوي نو روان یې اغېزمن شوی.

هغې وویل: "مهر و لاک یې کړ، ویل نور حق نه لری، موږ ویل په موږ باندې کرایه راځي هغه څنګه کړو، ویل موږ پورې اړه نه لري. موږ بل مدرک د عاید نه‌لرو، نارینه مو په کور، موږ خپل عصاب له لاسه ورکړي، سبا څه وکړو؟ د کور کرایه له کومه کړم، د اولاد نفقه له کومه کړم؟"

مینا دا هم زیاتوي چې پرون د طالبانو له خوا د سینګارتون د تړلو پر مهال ورسره ډېر ناوړه چلند شوی.

طالبانو په " لاس تړلې بڼه" سینګاروونکې له کارځایونو ووېستې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:14 0:00

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵مې راهیسې د دوی د لومړي دورې په څېر په ښځو ګن محدودیتونه ولګول، که څه هم دا موضوع تل د نړیوالو له تندو غبرکونو سره مخ شوي، خو طالبان لا هم له خپلو پرېکړو نه دي په شا شوي او ورځ تر بله یې پر دوی بندیزونه ډېر کړي دي.

طالبانو مخکې تر دې نجونې له منځینو ښوونځیو او پوهنتونونو راګرځولې وې، دغه شان په ډېری دولتي او ټولو نادولتي موسسو کې یې ښځې له کار کولو هم منع کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG