د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

د ښځینه سینګار ځایونو وروستۍ کاري ورځ؛ ندا: شریعت چېرته ویلي چې ښځې دې زده کړې او کار نه کوي؟


د کابل یو ښځینه سینګار ځای - ارشیف
د کابل یو ښځینه سینګار ځای - ارشیف

سبا په کابل او ولایتونو کې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځینه سینګارتونونو د تړلو لپاره وروستۍ ورکړل شوې ورځ ده.

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا د صادر شوي فرمان له مخې،سینګار ګرې باید د اسد له درېیمې نېټې څخه خپل سینګارتونونه وتړي.

د دغو سینګارګرو له ډلې څخه یو شمېر یې ازادي راډیو ته وویل، که سینګارتونونه یې وتړل شي بل کوم کار نه لري، او اندېښمنې دي چې تر دې ورسته به ژوند څنګه مخته وړي ؟

د دوی له ډلې یوه هم ندا، د کابل په نوي ښار کې د یوه سینګارتون خاونده ده.

که څه هم ندا د ډېره عمر نده ، خو په خبره یې د «خانه زیبایی» په نوم سینګارتون کې یې له هغو سینګارکوونکو سره سیالي کوله ، چې په دې کار کې یې لس ګونه کاله تجربه درلوده.

ندا وايي پنځه کاله وړاندې يې له ډیرو هیلو سره سینګارتون پرانېست، خو نن یې په خورا ناهیلۍ دروازه تړي .

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: " نن زما د سینګارتون اخرین مهلت و، زما درد د پیسو له پاره ندی ، زما هیلې له خاورو سره خاورې شوې ، ماته زما سینګارتون معنوي ارزښت درلود ، همدا چې ما د یوې یتیمې جنۍ لاس نیوه زما له پاره هر څه و، د شریعت په کوم ځای کې راغلي چې ښځې دې کار او زده کړه نه کوي. "

طالبانو د سینګارځایونو له تړلو مخکې د هغوی تبلیغاتي بینرونه خراب کړي وو
طالبانو د سینګارځایونو له تړلو مخکې د هغوی تبلیغاتي بینرونه خراب کړي وو

رویا او مور یې چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره په دې بریالۍ شوې وې چې سینګارتون پرانیزي ، او له همدې کسب یې ګټه وټه درلوده ، نن د دوی هم د کار وروستۍ ورځ ده .

رویا وايي، لومړی یې د ښوونځي دروازې د دوی پر مخ وتړلې، بیا چې په سینګارتون کې یې کار یوازېنی هیله وه دا یې هم ترې واخیسته.

رویا وایي: "نن د اسد دویمه نېټه زموږ د کار وروستۍ ورځ ده ، هر څومره چې ووایو زموږ غږ څوک نه اوري، هر څوک په خپل درد خپله او خدای یې پوهیږي، دا المارۍ مو تشه کړه، هر سند مې چې لرې کاوه اوښکې مې ورسره تویولې، هستي او نیستي مو همدا دوکان و ."

په کابل کې یوه بله سینګارګره چې د امنیتي ستونزو له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور واخیستل شي ازادي راډيو ته یې وویل، چې د طالبانو حکومت باید د سینګارتونونو د بندولو په بدیل کې دوی ته یوه بله د عاید لاره پیدا کړي .

هغې زیاته کړه: " باید حکومت موږ ته د کار زمینه برابره کړي، له ما سره شل کسان کار کوي د کورنۍ نفقه برابروي، آیا حکومت موږ ته کوم څه په پام کې لري، بېکاره په کورکې څه وکړو؟"

د افغانستان د کسبګرو اتحادیې تر دې مخکې ازادي راډيو ته ویلي وو، چې د طالبانو د حکومت د حکم له مخې د سینګار ۱۲ زره سالونونه چې شاوخوا ۶۰ زره ښځې پکې کار کوي تړل کېږي.

د سینګارځایونو د تړلو پرېکړه د طالبانو امربالمعروف وزارت کړې ده
د سینګارځایونو د تړلو پرېکړه د طالبانو امربالمعروف وزارت کړې ده

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت امر وکړ، چې د کابل په ګډون د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ښځو د سینګار سالونونه د اسد د میاشتې له درېیمې نېټې یعنې د سه شنبې له ورځې څخه به وتړل شي .

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر له طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د سینګارتونونو د تړلو د پرېکړې لامل دا و، چې سینګارګرو د وزارت سپارښتنې نه وې عملي کړې.

خو عاکف مهاجر له دې مخکې د سینګارځایونو د تړلو په اړه هغه زیاتو پیسو ته اشاره کړې وه چې په سینګارتونونو کې د ناوې د چمتو کولو لپاره اخیستل کېدې او ځیني نور موارد د شریعت خلاف بولي.

مهاجر ویلي و: "په دې ناوړه اقتصادي وضعیت کې د زلمي په کور باندې ډېر زیات بوج و چې پیسې ترې اخیستل کېدې. دویم دا چې د شریعت له اړخه دا جایزه نه ده چې یو انسان ته د نورو انسانو ويښته د زینت لپاره لګول کېږي. او درېيم دا چې هلته د ښځینه وريځې ایستل کېږي، چې دا د شریعت سره څرګند مخالفت دی."

خو يو شمېر سینګار ګرې وايي، چې دوى ته داسې کوم مکتوب نه دى رسېدلى، چې په کې راغلي وي، چې د دغه وزارت سپارښتنې دې عملي کړي.

یو شمېر نورو بیا ازادي راډیو ته وویل چې دا مکتوب یې ترلاسه کړی و، او په سپارښتنو یې عمل هم کړی و ، خو له دې سره بیا هم د دوی سینګار ځایونه تړل شوي.

د یادونې ده ، چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له خوا سینګارتونونه په داسې حال کې اړل کېږي چې نجونې او مېرمنې له زده کړې او کار څخه محرومې دي، دوی په ټولو نادولتي او ډیرو دولتي اداروکې هم د کار اجازه نه لري .

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG