د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

ملګري ملتونه: له هرو پنځو افغانانو دوه یې د خوړو له شدیدې نا امنۍ سره مخ دي


یوه بېوزله افغان کورنۍ - ارشیف
یوه بېوزله افغان کورنۍ - ارشیف

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې د اقلیمي، سیاسي او اقتصادي ننګونو له امله په هر ۵ افغانانو کې ۲ یې د خوړو د شدیدې ناامنۍ له لوړې کچې سره مخ دي.

د دې ادارې د اټکل له مخې، د افغانستان د نفوس په درېو کې دوې برخې بیا بشري مرستو اړتیا لري چې دا کچه د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۵۴ سلنه لوړوالی ښيي.

د خوړو او کرنې ادارې په راپور کې چې د جولای په ۲۳ مه خپور شوی، ویل شوي دي چې په افغانستان کې ۸۰ سلنه کورنۍ خپل خواړه او عواید له کرکیلې پیدا کوي، خو په خبره یې د وچکالۍ او سخت ژمي له وجې بزګران هم ډېر زیانمن شوي.

په راپور کې همدا شان ویل شوي چې په ټولنه کې د ښځو په فعالېتونو بندیز هغه کورنۍ چې سرپرستې یې ښځې دي، له سختو ننګونو سره مخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنۍ ادارې ویلي دي چې ۲۵۲،۴ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري چې په ۲۰۲۳ کال کې له ۸ میلیونه اړمنو سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې اړمن کسان هم وايي، کار او مزدوري نه ورته پیدا کېږي چې له امله یې د اړتیا وړ خواړه هم نه شي موندلای.

له دې ډلې د بغلان ولایت یوه بزګر شمس الدین ازادي راډيو ته وویل: "یو خوا خواري او مزدوري نشته او بلخوا قیمتي ده. له موږ سره هیچا مرسته نه ده کړې، وضعېت مو ډېر تریخ دی. که حکومت مرسته راسره و نه کړي، حالت به مو له دې هم خراب شي. "

د کابل یوه اوسېدونکي غلام حضرت هم په دې اړه ازادي راډیو ته له شته وضعیت څخه شکایت وکړ او ویې ویل: "د افغانستان شرایط اوس داسې دي چې هېڅوک هم پوره نه دي، ځکه باید له خلکو سره مرسته وشي، دې مرستو ته موږ هم او نور خلک هم اړتیا لري. "

اوچا ادارې بیا ویلي، چې وروستۍ طبیعي پېښې فقر نورهم زیاتوي. تصویر: میدان وردګ
اوچا ادارې بیا ویلي، چې وروستۍ طبیعي پېښې فقر نورهم زیاتوي. تصویر: میدان وردګ

د طالبانو حکومت چارواکو تر دې مخکې په افغانستان کې د بې وزلۍ او بې کارۍ په اړه ادعاوې رد کړې وې او دا یې بهرنی پروپاګند بللی و، خو د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ کچه په بې ساري ډول لوړه شوې چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د معلوماتو پر بنسټ په افغانستان کې اوس ۲۸.۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

که څه هم د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو په ګډون ځینې نورې مرستندویه ادارې د طالبانو په واکمنۍ کې هم له بې وزلو سره مرستې کوي، خو ځینې وخت د بې وزلو یو شکایت دا هم وي چې مرستې دوی ته نه رسېږي او د کلیو د مشرانو او چارواکو په واسطې ځینې وخت داسې کسان د مرستو په لېستونو کې شاملېږي چې بې وزلي نه دي.

خو طالب ویندویانو تر دې مخکې د بشري مرستو د وېش په برخه کې هر ډول مداخله رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG