د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

د سویډن کمېټې له مرستو محرومېدونکي کسان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي


آرشیف: په افغانستان کې د ښځینه خیاطانو انځور
آرشیف: په افغانستان کې د ښځینه خیاطانو انځور

په افغانستان کې د سویډن پر اړوندو فعالیتونو د طالبانو له بندیز وروسته، د سویډن کمېټې له مرستو محرومېدونکي کسان د خپل راتلونکي په اړه اندیښمن دي.

د دوی له ډلې یوه هم ۲۵ کلنه شیما د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکې ده.

هغې په خپله سیمه کې د سویډن کمیټې په مرسته شاخوا ۲۰ نورو مېرمنو ته د خیاطۍ کورس جوړ کړی و

شیما له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دغې چارې نه یوازې دا چې نورو مېرمنو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې وه؛ بلکې د نوموړې اقتصادي ستونزې یې هم تر ډېره حل کړې وې.

شیما زیاتوي، د طالبانو لخوا د سویډن کمېټې پر فعالیتونو بندیز خپلې راتلونکې ته اندېښمنه کړې ده.

هغه وایي: "۳ کاله کېږي چې د سویډن کمېټې راته په کور کې د خیاطۍ کورس جوړ کړی، زه د کلي ښځو ته خیاطي زده کوم اوپه کور پیسې ګټم. اوس ډېره خفه یم چې دغه کمېټه بندوي. زه له طالبانو غواړم چې دغه کمېټه بنده نه کړي."

د طالبانو د حکومت وروستی اقدام ښايي د شیما په څېر ډیری افغانان چې د دغه هېواد له بشري، روغتیايي او تعلیمي مرستو برخمن کېده اغېزمن کړي وي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، په سویډن کې د قران کریم د توهین په غبرګون کې د دوی حکومت په افغانستان کې د سویډن د ټولو بنسټونو د فعالیتونو د بندېدو امر کړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت دې پریکړې ته په افغانستان کې د سویډن کمېټې غبرګون ښودلی.

دغې کمېټې د روانې اونۍ د سې شنبې ورځې ناوخته په یوې خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره پر دې موضوع د خبرو هڅه کوي، څو د دې پرېکړې په باب وضاحت ورکړي.

دغه کمېټې وړاندې لیکلي چې د طالبانو دغه پرېکړه په افغانستان کې د سویډن کمېټې فعالیتونه اغېزمنولی شي.

په ورته وخت کې فریده حفیظ، چې له ۵کلونو راهیسې یې په افغانستان کې د سویډڼ په کمېټه کې کار کړی او د دې موسسې فعالیتونه یې له نږدې څارلي د طالبانو وروستی اقدام د افغانانو په زیان بولي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل، د سویډن کمېټه نه یوازې په بشري؛ بلکې په روغتیايي، تعلیمي او کارموندنې برخو کې هم فعالیت کوي.

مېرمن حفیظ وویل: "د طالبانو د تېرې ورځې له پرېکړې چې د دغې کمېټې فعالیتونه دې ودرول شي دا د افغانستان د اقتصاد لپاره ډېر بد خبر دی، په افغانستان کې به د بې‌کارۍ ګراف نور هم لوړ شي، له دې سره خوا کې ددغې موسسې تړل کېدل د نورو موسسو په روحیه چې غواړي په افغانستان کې فعالیت وکړي او یا فعاله اووسي هم ډېر منفي اغېز به وکړي."

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې په خپل تازه راپور کې، چې د تېرې سې شنبې په ورځ یې خپور کړی ویلي، په تېر میلادي کال کې یې په میدان وردګ او نورستان کې اړوندو کلينیکونو د دوه نیم ميلیونه ناروغانونو درملنه کړی، یو لک او ۳۳زره ماشومانو د دوی په ښوونځیو کې رده کړې کړي او له څه باندې ۲۰زره معلولیت لرونکو کسانو ملاتړ یې کړی دی.

دغې کمېټې ویلي، دوی د افغانستان په اتلسو ولایتونو کې شاوخوا ۸ زره افغان کارکوونکي لري او د افغانانو ملاتړ ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG