د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

په سویډن کې د قران کريم د يوې نسخې سوځولو غبرګونونه پارولي


ارشیف: په عراق کې د لاریونونو یو انځور
ارشیف: په عراق کې د لاریونونو یو انځور

د سویډن په پلازمېنه سټاکهولم کې د قران مجید تر پښو لاندې کولو او سوځولو د اسلامي نړۍ د بېلابېلو هېوادونو غبرګونونه پارولي دي.

د عراق په پلازمېنه بغداد کې لسګونه پارېدلي مظاهره‌چیان سړکونو ته راوتلي وو او په سویډن کې قران شریف ته د شوي سپکاوي په غبرګون کې يې اعتراضونه وکړل.

فرانس پریس خبري اژانس ویلي، چې دغو مظاهره‌چیانو د پنجشنبې په ورځ په بغداد کې د سویډن پر سفارت هجوم وروړ، خو وروسته د امنیتي ځواکونو له‌خوا د سفارت له انګړه وایستل شول.

اژانس په سیمه کې د خپل یوه ویډیو ژورنالېست په حواله ویلي، مظاهره‌چیان د ۱۵ دقیقو په مخه د سفارت په انګړ کې پاتې شول.

دا اعتراضونه یوه ورځ وروسته تر دې راپورته شول چې په سټاکهولم کې د سلوان مومیکا په نوم یوه ۳۷کلن عراقي وګړي چې سویډن کې اوسېږي قران شریف تر پښو لاندې کړ او بیا یې ځینې پاڼې وسوځولې.
دا اعتراضونه یوه ورځ وروسته تر دې راپورته شول چې په سټاکهولم کې د سلوان مومیکا په نوم یوه ۳۷کلن عراقي وګړي چې سویډن کې اوسېږي قران شریف تر پښو لاندې کړ او بیا یې ځینې پاڼې وسوځولې.

په يوه ویډیو کې لیدل کېږي، چې مظاهره‌چیان د همجنس بازانو د ټولنیز خوځښت بیرغ ته اور اچوي او د سویډن، امریکا او اسرائیل ضد شعارونه ورکوي.

مظاهره‌چیانو چې د شیعه مذهبي مشر مقتدا الصدر پلویان بلل شوي، له ځانونو سره شعارونه لېږدول چې پرې لیکل شوي وو "قران زمونږ اساسي قانون دی."

دا اعتراضونه یوه ورځ وروسته تر دې راپورته شول چې په سټاکهولم کې د سلوان مومیکا په نوم یوه ۳۷کلن عراقي وګړي چې سویډن کې اوسېږي قران شریف تر پښو لاندې کړ او بیا یې ځینې پاڼې وسوځولې.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د سویډن پولیسو د بیان ازادي د ملاتړ له مخې دغه کس ته د قران کریم د سوځولو اجازه ورکړې، خو وروسته پولیسو ویلي، د پېښې د انګېزې په اړه پلټنه کوي.

د عراقي چارواکو او وګړو ترڅنګ د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم په سویډن کې د قران شریف د سپکاوي پېښه غندلې ده.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: " له کرکې ډک دا ډول تکراري کارونه له هر ډول توجیه سره سره د منلو نه‌دي."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني هم ویلي، حکومت او خلک یې دا ډول عمل نه‌شي زغملی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم ویلي، دا کار د اسلام د دین نږدې دوه میلیارده لارویانو ته له سپکاوي پرته بل څه نه‌دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه تلوېزیوني وینا کې ویلي: "د مسلمانانو سپکاوی د بیان ازادي نه‌ده."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

مصر، متحده عربي اماراتو، کویټ، مراکش، بحرین، فلسطین، سوريې، پاکستان او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان هم قران شریف ته د سپکاوي دا پېښه په کلکو ټکو غندلې او له بېلابېلو لارو یې سویډني چارواکو ته خپل اعتراض اورولی دی.

په سویډن کې پخوا تر دې هم د بیان ازادۍ له قانونه په استفادې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي ورته پېښې شوي چې پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.

XS
SM
MD
LG