د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

قران کریم ته د سپکاوي د پیښې عاملینو ته به سزا ورکړل شي


یو لویدیځ دیپلومات وایي، د بګرام په هوایي اډه کې د قران کریم نسخې او ځیني نورو دیني کتابونه د داسې غیر قصدي غلطیو او تیروتنو په نتیجه کې سوځول شوي، چې کېدای شو، مخه یې ونیول شي او د دغې پیښې له امله به یوه ترجمان او پنځو امریکایي عسکرو ته سزا ورکړل شي.

دغه چارواکې چې د پیښې په اړه له روانو تحقیقاتو خبر دی او نه غواړي نوم یي واخیستل شي د اسوشیتد پریس خبري اژانس ته نن وویل، په قضیه کې ښکیل کسانو د دیني کتابونو د سپکاوي قصد نه درلوده او پیښه د یو شمېرغلطیو په نتیجه کې رامنځ ته شوې.

په بګرام هوایي اډه کې د قران کریم او د ځیني نورو دیني کتابونو د سوځونې په اړه د افغان دولت او امریکا ګډ تحقیقات روان دي.

دغې پیښې تیره اونۍ په ټول افغانستان کی له زورزیاتي ډکې مظاهرې راوپارولې چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۲۹ افغانان او شپږ امریکایي سرتیري ووژل شول او د افغانستان او امریکا اړیکې یې نورې هم کړکیچنې کړې.

د افغانستان دیني مشرانو پرون د جمعې په ورځ په پیښه کې د ښکیل کسانو د علني محاکمې غوښتنه وکړه.

په بګرام اډه کې د قران کریم د څو نسخو او یو شمېر دیني کتابونو له سوځولو رامنځ ته شوې کړکیچ د افغان او امریکایي چارواکو ترمنځ همکاري ځنډولې او افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو د سپارلو او له دغه هېواده د بهرنیو عسکرو د وتلو چارې یې له ستونزو سره مخ کړي.


یوه امریکایي چارواکې د جمعې په ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته وویل، چې د روانو تحقیقاتو په وروستي رپوټ کې به دا غوښتنه وشي، چې د پوځي مشرانو او یو ترجمان په شمول لږ تر لږه شپږو کسانو ته د نظم او انظباط له مقرراتو د سرغړونې سزا ورکړل شي.

ویل کیږي، چې ترجمان افغاني الاصله امریکایی دی.

بل خوا د افغانستان د علماوو شورا چې د پیښی په اړه خپل جلا تحقیقات کړي پرون په امریکایي چارواکو غږ وکړ، چې د بګرام د زندان چارې دې ژر تر ژره افغانانو ته وسپاري او د قران کریم د سوځونې په پیښه کې لاس لرونکې کسان دې په عام محضر کې محاکمه کړي.

د قران کریم د سوځونې په پیښه کې درې ځایه جلا تحقیقات روان دي.

په داسې حال کې چې افغانان او امریکایان په جلا توګه د دغې پیښې په اړه تحقیقات کوي، ګډ تحقیقات یي هم په لاره اچولي دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، چې د افغان او امریکایي چارواکو له خبرو ښکاري، چې دواړه خواوې د عدالت او انصاف د اصولو په اړه سره اختلاف لري.

په داسې حال کې چې امریکایان وایي، د قران کریم قصدي سپکاوی نه دی شوی او د عسکری انظباط له مقرراتو سره سم سزا او معذرت غوښتل کافي دی افغان دیني مشران ټینګار کوي چې په پیښه کې ښکیل کسان دې معرفي شي او په عام محضر کې دې سزا ورکړل شي.
XS
SM
MD
LG