د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

قران کریم ته د سپکاوی له امله مظاهرې په تاوتریخوالي بدلې شوې


قران کریم ته د سپکاوی له امله مظاهرې په تاوتریخوالي بدلې شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:48 0:00
مستقیم لېنک

راپورونه وایی، چې په ننګرهار او بغلان ولایتونو کې نن په شوېو مظاهرو کې شاوخوا لس کسه ټپیان شوي او یو کس وژل شوې دې. دا مظاهرې په کابل، بغلان، ننګرهار، کاپیسا، پروان او کونړ کې نن شوي، چې پکې د بهرنیو ځواکونو لخوا کلام پاک ته د شوې سپکاوي غندنه شوې. مظاهره کوونکو له بهرنیو ځواکونو غوښتنه کوله، چې ددوی مقدساتو ته باید درناوې وکړي او هغه کسان مجازات کړي، چې کلام پاک ته د سپکاوي مرتکب شوي دي. دا مظاهرې پداسې حال کې کیږي، چې پرون افغان ولسمشر پر خلکو غږ وکړ، چې ارامې دې وساتي.

XS
SM
MD
LG