د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

قران پاک ته د سپکاوي په پېښه کې ښکېلو کسانو ته به سزا ورکړل شي


یو لویدیځ ډیپلوماټ وایي، د بګرام په هوایي اډه کې د قرآن کریم نسخې او ځینې نورو دیني کتابونه د داسې غیرقصدي غلطیو او تیروتنیو په نتیجه کې سوځول شوي، چې کیدای شو، مخه یې ونیول شي او د دغې پیښې له امله به یوه ترجمان اوپنځو امریکایي عسکروته سزا ورکړل شي.

په بګرام هوایي اډه کې د قرآن کریم او د ځینې نورو دیني کتابونو د سوځونې په اړه د افغان دولت او امریکا ګډ تحقیقات روان دي.

دغې پیښې تیره اونۍ په ټول افغانستان کې له زورزیاتي ډکې مظاهرې راوپارولې؛ چې په نتیجه کې یې لږترلږه ۲۹ افغانان او شپږ امریکایي سرتیري ووژل شول او د افغانستان او امریکا اړیکې یې نورې هم کړکیچنې کړې.

د افغانستان دیني مشرانو پرون د جمعی په ورځ په پیښه کې د ښکېلو کسانو دعلني محاکمې غوښتنه وکړه.

په بګرام اډه کې د قران کریم د څو نسخو او یوشمېر دیني کتابونو له سوځولو رامینځ ته شوی کړکیچ د افغان او امریکایي چارواکو ترمنځ همکاري ځنډولې او افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو د سپارلو او له دغه هیواده د بهرنیو عسکرو د وتلو چارې یې له ستونزو سره مخ کړي.

یوه امریکایي چارواکي د جمعی په ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته وویل، چې د روانو تحقیقاتو په روستي رپوټ کې به دا غوښتنه وشي، چې د پوځي مشرانو او یو ترجمان په شمول لږترلږه شپږو کسانوته د نظم او انظباط له مقرراتو د سرغړونې سزا ورکړل شي.

ویل کیږي، چې ترجمان افغانی الاصله امریکایی دی.

بل خوا د افغانستان د علماوو شورا چې د پیښې په اړه خپل جلا تحقیقات کړي، پرون په امریکایي چارواکو غږ وکړ، چې د بګرام دزندان چارې دې ژرترژره افغانانو ته وسپاري او د قران کریم د سوځونې په پیښه کې لاس لرونکي کسان دې په عام محضرکې محاکمه کړي.

د قرآن کریم د سوځونې په پیښه کې درې ځایه جلا تحقیقات روان دي.

په داسې حال کې چې افغانان او امریکایان په جلا توګه د دغی پیښي په اړه تحقیقات کوي، ګډ تحقیقات یې هم په لاره اچولي دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، چې د افغان او امریکایي چارواکو له خبرو ښکاري، چی دواړه خواوې د عدالت او انصاف د اصولو په اړه سره اختلاف لري.

په داسې حال کې چې امریکایان وایي، د قران کریم قصدي سپکاوی نه دی شوی او د عسکري انظباط له مقرراتو سره سم سزا او معذرت غوښتل کافي دی. افغان دیني مشران ټینګار کوي، چې په پېښه کې ښکیل کسان دې معرفي شي او په عام محضر کې دې سزا ورکړل شي.
XS
SM
MD
LG