د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

طالبانو په افغانستان کې د سويډن اړوند بنسټونو د فعالیتونو د درېدو امر وکړ


ارشیف
ارشیف

د طالبانو حکومت په سویډن کې د قران کریم د توهین په غبرګون کې په افغانستان کې د دې هېواد اړوند ادارو د فعالیتونو د درېدو امر کړی.

د طالبانو حکومت نن سهار په ټول افغانستان کې د سويډن هېواد اړوند بنسټونو د فعالیتونو د درېدو امر وکړ.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټویترپاڼه یوه اعلامیه خپره کړې او په کې یې لیکلي، دا پرېکړه یې په سویډن کې قران‌کریم ته د توهین له امله کړې ده.

په سټاکهولم کې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د سلوان مومیکا په نوم یوه ۳۷ کلن عراقي وګړي چې اوس سویډن کې اوسيږي، قران کریم ته سپکاوی وکړ او بیا يې ځینې پاڼې وسوځولې.

د طالبانو د حکومت اعلامیه کې راغلي: "تر څو چې د دې شوم عمل له امله له مسلمانانو څخه عفوه نه وي غوښتل شوې، اسلامي امارت په افغانستان کې د سويډن هېواد د هر ډول فعالیت د درېدو امر کوي."

په اعلامیه کې ټولې حکومتي ادارې مکلفې ګڼل شوي چې د یادې لارښونې د عملي کېدو لپاره په عاجل ډول لاس په کار شي.

د طالبانو حکومت په اعلامیه کې په نورو مسلمانو هېوادونو هم غږ شوی چې په سویډن کې د قران کریم د سوځېدو د پېښې په غبرګون کې له دې هېواد سره په خپل تعامل غور وکړي.

سویډن حکومت لا رسماً د طالبانو د حکومت د دې پرېکړې په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

په سټاکهولم کې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د سلوان مومیکا په نوم یوه ۳۷ کلن عراقي وګړي چې اوس سویډن کې اوسيږي، قران کریم ته سپکاوی وکړ او بیا يې ځینې پاڼې وسوځولې.
په سټاکهولم کې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د سلوان مومیکا په نوم یوه ۳۷ کلن عراقي وګړي چې اوس سویډن کې اوسيږي، قران کریم ته سپکاوی وکړ او بیا يې ځینې پاڼې وسوځولې.

د سویډن هېواد یو شمېر بنسټونو په افغانستان کې په بشري، روغتیايي او تعلیمي برخو کې له افغانانو سره مرستې کولې.

له دوی تر ټولو مهم بنسټ د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه ده.

هغه اداره چې له نږدې ۵۳ کالو راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري.

په افغانستان کې د سویډن کمېټې په ویب‌‌پاڼه د خپرو کړو معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې شا و خوا ۸۷ زره زده‌کوونکي د سویډن د کمېټې ښوونځیو ته ځي.

د دې کمېټې په کلینیکونو او روغتونونو کې هر کال له دوه میلیونه څخه زیاتو افغانانو درملنه کېږي، تر څنګ یې دا کمېټه په هېواد کې معلولیت لرونکو کسانو سره مرسته کوي، څو روغتیایي خدماتو ته لاسرسي ولري.

د سویډن کمېټې نښان
د سویډن کمېټې نښان

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې په ویب‌پاڼه کې دا هم لیکل شوي، دوی د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې فعالیت لري او نږدې ۶زره کارکوونکي لري.

د طالبانو حکومت داسې مهال د سویډن هېواد اړوند ادارو د فعالیت مخه نیسي چې لا له وړاندې افغانان په خورا بند اقتصادي او بشري وضعیت کې ‎ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو رسمي شمېرې ښيي چې نږدې ۲۸،۸ میلیونه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او له دوی له نیمايي زیات یې له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.

د طالبانو حکومت له دې وړاندې په نادولتي موسسو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی چې دې پرېکړې یې هم د هغو بنسټونو او ادارو چارې درولي یا هم ځنډولي چې افغانانو سره یې بشري او نورې خیریه مرستې کولې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG