د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

د سويډن کمېټه وايي، په ميدان وردګ کې کلنيکونه قسماً فعال شوي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان لپاره د سويډن کمېټه وايي، په ميدان وردګ ولايت کې يې ٤٢ روغتيايي کلنيکونه بېرته فعال شوي دي.

دغې کمېټې د چهارشنبې په ورځ ويلي وو چې په بېلابېلو ولسواليو کې يې دغه کلنيکونه د وسله والو طالبانو د خبرداري په نتيجه کې تړل شوي دي.

بل خوا د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن پر ټوېټر تأييد کړي چې هغه ۴۲ روغتیایي مرکزونه چې په میدان وردګ ولایت کې د دولت د وسله والو مخالفانو د ګواښونو له کبله تړلي شوي وو، سر له ننه یې بېرته فعالیت پیل کړی دی.

د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې د پروګرامونو مسؤل ډاکټر خالد فهیم نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، دوى خپل فعاليت قسماً پيل کړى دى.

​ده زیاته کړه: موږ د کلنیکونو د بیا پرانيستلو لومړني اقدامات پیل کړل، د هغو کلنیکونو چې ۲۴ ساعته خدمات وړاندي کوي، له کارکوونکو مو وغوښتل چې بېرته خپلو دندو ته حاضر شي او فعالیت پیل کړي، د دې لپاره چې نن جمعه ده، سر له سبا به ټول کلنیکونه فعال وي.

د سویډن د کمېټې د پروګرامونو مسؤل ډاکتر خالد فهیم تېر ماښام ازادي راډیو ته ويلي، د میدان وردګ ځينو قومي مشرانو له طالبانو سره د کلنيکونو د پرانيستلو په اړه خبرې کړي دي.

دغو کلنيکونو د ميدان وردګ ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې فعاليت کاوه.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې د دوى روغتيايي کمېسيون دغو کلنيکونو ته بېرته د فعاليت اجازه ورکړه.

دغه کلنيکونه وروسته له هغې وتړل شول چې په دايميرداد ولسوالۍ کې پر يوه کلنيک د چنګاښ یا سرطان په ١٨مه حمله وشوه.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد ويلي وو، دوى دغه کلنيکونه ځکه وتړل چې په دايميرداد ولسوالۍ کې پر يوه کلنيک د حملې په اړه سويډن کمېټې کوم عکس العمل نه دى ښوولى.

د ميدان وردګ ولايت چارواکو ويلي وو، په هغه حمله کې د څلورو وژل شويو کسانو په منځ کې د طالبانو روغتيايي مسؤل هم شامل و.

خو د بشري حقونو د څار ادارې يا هیومن رايټس واچ تېره جمعه د چنګاښ په ٢١مه د افغانستان کومانډو ځواکونه په هغه حمله کې د څلورو ملکيانو په وژنې تورن کړل.

دغې ادارې له حکومته غوښتنه کړې وه چې هغه حمله ژر تر ژره وڅېړي.

د ميدان وردګ اوسېدونکو شکايت درلود چې د دغو ٤٢ کلنيکونو تړل کېدو له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG