د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

نړۍ

بایډن او اردوغان په ناټو کې د سویډن پر غړیتوب خبرې کړي

د عکس ښي لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او چپ لور ته د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن
د عکس ښي لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او چپ لور ته د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن

سپینې ماڼۍ پرون یکشنبه وویل، چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې هیله من دی سویډن ډېر ژر د ناټو غړی شي.

ترکیې د هنګري تر څنګ په ناټو کې د سویډن له غړیتوب سره مخالفت کړی دی.

د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې اردوغان په دې ټلیفوني مکالمه کې په سویډن کې د تروریزم ضد قانون ته په اشاره خپل امریکايي سیال ته ویلي، چې سویډن پر سم لوري ګامونه اخیستي، خو په وینا یې دغه ګامونه د سویډن په خاوره کې د کردستان د کارګرانو ګوند یا 'پي کې کې' د پلویانو مظاهرو ته د اجازې ورکولو له کبله ګټور نه وو.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، اردوغان او بایډن موافقه وکړه، چې د ناټو د راروانې سرمشریزې پر مهال په مخامخ کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړي.

ټاکل شوې د ناټو دغه سرمشریزه سبا سې شنبه او چهارشنبه د لېتوانیا په پلازمېنه ویلنیوس کې جوړه شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

روسیې د اوکراین د برښنا پر تاسیساتو یوځل بیا پراخ بریدونه کړي

د اوکراین د برښنا یوه شبکه چې د روسیې تر بریدونو لاندې راغلې ده.
د اوکراین د برښنا یوه شبکه چې د روسیې تر بریدونو لاندې راغلې ده.

د اوکراین د برښنا ملي شبکې یوکرین رهو نن خبر ورکړ چې روسیې د اوکراین د برښنا پر تاسیساتو تېره شپه یوځل بیا پراخ بریدونه ترسره کړي دي.

د یوکرین رهو په وینا، دا په تېرو درېیو میاشتو کې اتم لوی برید دی چې د اوکراین د انرژي پر تاسیساتو ترسره کېږي.

یوکرین رهو په یوه بیان کې چې د ټیلګرام له لارې یې خپور کړی، ویلي چې د تېرې شپې د برید له امله چې په زاپروژیا او لفیف سیمو کې شوی، د انرژي د لېږد سیستمونه او وسایل زیانمن شوي دي.

د بیان له مخې، په زاپروژيا کې دوه مامورین ټپيان شوي چې په روغتون کې بستر شوي دي.

د روسیې دفاع وزات تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دې ویلي.

کرکټ نړیوال جام؛ ویسټ اینډیز په نهو ویکټو امریکا ته ماتې ورکړه

د ویسټ اینډیز او امریکا د لوبې یو انځور
د ویسټ اینډیز او امریکا د لوبې یو انځور

د شل اورونو د کرکټ د نړیوال جام لوبو په دوهم پړاو کې نن ویسټ اینډیز په نهو ویکټو د امریکا متحد ایالتونو ته ماته ورکړه.

نن بله لوبه د هند او بنګله‌دېش ترمنځ ده چې د کابل پر وخت به د ماښام په اوو بجو پیل شي.

د شل اوورونو د کرکټ نړیوال جام د امریکا د متحد ایالتونو او ویسټ اینډیز په کوربه‌توب د جون په دوهمه پيل شو چې پایلوبه به یې د جون په ۲۹مه ترسره شي.

د اروپا فوټبال جام؛ نن درې لوبې ترسره کېږي

د ترکیي او ګرجستان له لوبې یو انځور
د ترکیي او ګرجستان له لوبې یو انځور

د اروپا د فوټبال جام د اتلولیو په ترڅ کې نن درې لوبې ترسره کېږي.

لومړۍ لوبه یوه په ایف F ګروپ کې د ګرجستان او چک جمهوریت ترمنځ ده.

دغو دواړو لوبډلو تر اوسه یوه یوه لوبه کړې او بایللې یې دي.

په همدې ایف ګروپ کې د نن ورځې دوهمه لوبه د ترکیې او پرتګال ترمنځ ده.

دغو دواړو لوبډلو بیا یوه یوه لوبه کړې او دواړو خپلې لوبې ګټلې دي.

درېیمه لوبه د اي په ګروپ کې د رومانیا او بلجیم ترمنځ ده چې رومانیا په خپل ګروپ کې یوه لوبه ګټلې او بلجیم یوه لوبه کړې او بایللې یې ده.

د اروپا د فوټبال اتلولیو لوبې د ۲۴ هېوادونو د ملي ټیمونو ترمنځ د جون په ۱۴مه د جرمني په کوربه‌توب پيل شوي چې د جولای په ۱۴مه به یې پایلوبه ترسره شي.

غزه کې د بېځایه شویو پر کمپونو د اسراییلو بریدونه؛ لږترلږه ۲۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ ټپیان دي

له رفح دباندې د بېځایه شویو فلسطینیانو د خېمو کمپونه
له رفح دباندې د بېځایه شویو فلسطینیانو د خېمو کمپونه

اسراییلي ځواکونو پرون جمعه د غزې د جنوبې ښار رفح دباندې د بېځایه شویو فلسطینیانو د خېمو پر کمپونو په بریدونو کې لږترلږه ۲۵ کسان وژلي او شاوخوا پنځوس نور یې ټپیان کړي دي.

دا خبره د غزې روغتیایي چارواکو او د بېړنیو چارو کارکوونکو کړې ده.

د اسوشېټېډپرېس خبري آژآنس د راپور له مخې په غزې تړانګه کې چې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړو له امله په سلګونو زره کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي، دا وروستی وژونکی برید دی.

د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

دا برید څه کم یوه میاشت وروسته له هغې کېږي چې د غزې په جنوب کې د اسراییل د یوې بمبارۍ په نتیجه کې په یوه کمپ کې اور ولګېد چې له امله یې لږترلږه ۳۵ کسان ووژل شول.

پر دغه برید د اسراییل د یو شمېر نژدې متحدینو په ګډون نړیوال ډېر په غصه شول او د رفح ښار ته یې د پوځي عملیاتو پرغځېدو انتقادونه وکړل.

قطر د اسراییل او حماس ترمنځ د واټن کمولو هڅې ډېرې کړي

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

قطر د جمعې په ورځ وویل چې هڅې یې زیاتې کړي چې د اسراییل او حماس ترمنځ ترمنځ واټن راکم کړي څو دواړه په غزه کې یو اوربند رامنځته او اسراییلي برمته خوشې شي.

قطر، د امریکا متحده ایالات او مصر له څو میاشتو راهیسې په غزه کې د یوه اوربند لپاره مذاکرات مخ‌ته وړي.

په سیمه کې د روانې جګړې په ترڅ کې چې پر اسراییل د حماس ډلې له‌خوا د تېر کال د اکټوبر پر اومه له برید وروسته پیل شوې، د تېر کال په نومبر میاشت کې د یوې اوونۍ په مخه یو لنډ مهاله اوربند ټینګ شو چې په نتیجه کې یې له سلو زیات یرغمل آزاد شول.

ترهغې راوروسته په سیمه کې د یوه بل اوربند د رامنځته کېدو لپاره هڅې له په ټپه درېدلي حالت سره مخامخې دي.

د کډوالو د ډوبې شوې کښتۍ پېښه؛ د ایټالیا ساحلي ګارډ د ۱۴ نورو کسانو مړي موندلي

کډوالو له ترکیې څخه حرکت کړی و چې کښتۍ یې د کلابریا له سواحلو شاوخوا ۱۲۰ سمندري مایل لیرې ډوبه شوه.
کډوالو له ترکیې څخه حرکت کړی و چې کښتۍ یې د کلابریا له سواحلو شاوخوا ۱۲۰ سمندري مایل لیرې ډوبه شوه.

د ایتالیا ساحلي ګارډ پرون جمعه وویل چې د دې اوونۍ په پیل کې په جنوبي ساحل کې د کډوالو د یوې ډوبې شوې کښتۍ وروسته یې د ۱۴ نورو کسانو جسدونه موندلي چې ورسره د دې پېښې د مړو شمېر یې ۳۴ ته رسېدلی دی.

دوشنبې په شپه د کلابریا په سواحلو کې د دغې کښتۍ د ډوبېدو له امله تر ۶۰ ډېر کسان لادرکه شوي او ۱۱ تنه یې ژغورل شوي دي.

د بې سرحده ډاکترانو ټولنې یا "ایم‌ایس‌ایف" د دې اوونۍ په پیل کې وویل چې ژغورل شویو کسانو د لږترلږه ۲۶ ماشومانو په ګډون د ۶۶ کسانو د ورکېدو راپور ورکړی دی.

دوی له ترکیې څخه حرکت کړی و چې کښتۍ یې د کلابریا له سواحلو شاوخوا ۱۲۰ سمندري مایل لیرې ډوبه شوه.

"ایم‌ایس‌ایف" وویل، په ورکو شویو کې افغان کورنۍ هم شاملې دي.

د اروپا فوټبال جام سیالۍ؛ د فرانسې او هالنډ ترمنځ لوبه بې نتیجې پای ته ورسېده

د فرانسې او هالنډ د لوبې یو انځور
د فرانسې او هالنډ د لوبې یو انځور

د اروپا د فوټبال جام سیالیو په ترڅ کې پرون د فرانسې او هالنډ د ټیمونو ترمنځ لوبه بې نتیجې پای ته ورسېده.

اتریش د درې د یوه په مقابل کې لوبه له پولنډ څخه وګټله او اوکراین هم دوه د یوه په مقابل کې سلواکیا ته ماتې ورکړه.

نن هم شپږو ټیمونو ترمنځ سیالي ترسره کېږي، ګرجستان له چک جمهوریت سره لوبه کوي.

ترکیه له پرتګال سره او بلجیم هم له رومانیا سره لوبې ترسره کوي.

په جرمني کې درې کسان یوه استخباراتي بنسټ لپاره د اطلاعاتو ټولولو په تور نیول شوي

د جرمني پولیسو د مشکوکو کسانو د نیولو پر مهال
د جرمني پولیسو د مشکوکو کسانو د نیولو پر مهال

په جرمني کې درې کسان په دې شک نیول شوي چې د اوکراین له یوه وګړي یې د یوه بهرنۍ استخباراتي بنسټ لپاره د اطلاعاتو ټولولو هڅه کوله.

د جرمني لویې څارنوالۍ پرون جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه درې مشکوک کسان د چهارشنبې په ورځ په فرانفکورټ کې نیول شوي دي.

دغه مشکوک کسان دوه د اوکراین وګړي رابرټ اې، واردګیس آی او درېیم د ارمنستان وګړی ارمان ایس معرفي شوي.

د جرمني د شخصي محرمیت د اصولو له مخې د دغو کسانو بشپړ نومونه افشا شوي نه دي.

د پنجشنبې په ورځ یوه قاضي یوه بهرني استخباراتي بنسټ ته د دوی د احتمالي کار د دلیل له مخې، په توقیف کې د دغو کسانو د ساتلو حکم ورکړ.

په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې دغه کسان د کوم هېواد استخباراتي ادارې ته په کار کولو تورن دي.

د ترکیې جنوب ختیځ کې اور لګېدنه؛ د مړو شمېر ۱۱ ته پورته شوی

چارواکو پرون جمعه ویلي چې په دغه اور کې چې وړمه شپه بل شوی، په سلګونو څاروي هم تلف شوي دي.
چارواکو پرون جمعه ویلي چې په دغه اور کې چې وړمه شپه بل شوی، په سلګونو څاروي هم تلف شوي دي.

د ترکیې د جنوب ختیځ په څو کلیو کې چې تر ډېره کردان په کې اوسي، د اور لګېدنې په نتیجه کې د مړو شمېر ۱۱ ته پورته شو.

چارواکو پرون جمعه ویلي چې په دغه اور کې چې وړمه شپه بل شوی، په سلګونو څاروي هم تلف شوي دي.

په دیاربکر او ماردین ولایتونو کې دغه پراخ اور زیاتې ساحې لاندې کړي او ډېره ویجاړي یې پېښه کړې ده.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین خواجه پرون په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د مړو شمېر ۱۱ ته لوړ شوی دی.

مخکې دغه شمېر ۵ ښودل شوی و.

له غزې د ۲۰ فلسطینیانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

له غزې تړانګې د اسراییل او د حماس ډلې ترمنځ د روانې جګړې پر مهال پرون د ۲۰ فلسطینیانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د جرمني خبري اژانس د فلسطیني روغتیايي سرچینو د ناتایید شویو راپورونو پر اساس دا خبر ورکړی دی.

بلخوا د اسراییل پوځ وايي چې د غزې تړانګې په مرکزي او جنوبي برخو کې به یې پوځي عملیات دوام وکړي.

د جرمني خبري اژانس زیاته کړې چې وړمه شپه په خان یونس ښار کې چې یوه بشري ساحه اعلان شوې د فلسطینیانو د اسلامي جهاد ډلې د توغندیو ویشتلو یوه ساحه بمباري شوې ده.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، د اکټوبر له اوومې په روانه جګړه کې ۳۷زره ۱۰۰ کسان وژل شوي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید یا رد کړي نه دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG