د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

د سویډن د کمېټې خبرداری: په افغانستان کې به خپل فعالیتونه ودروو


په افغانستان یو روغتیايي مرکز
په افغانستان یو روغتیايي مرکز

که په افغانستان کې د سوېډن د کمېټې د روغتیايي کارکوونکو پر وړاندې ګواښونه دوام وکړي، دغه کمېټه به خپل فعالیتونه ودروي.

د هېواد په ځینو برخو کې په پرله‌پسې توګه د روغتیايي مرکزونو تړل کېدو چې وروستۍ پېښه یې د میدان وردګو په ولایت کې د ۴۲ کلینیکونو تړل دي، د روغتیايي خدمتونو رسولو بنسټونه اندیښمن کړي دي.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه چې ترډېره حده روغتیايي مرکزونو ته د مرستو رسول پر غاړه لري، خبرداری ورکوي چې د دوی د روغتیايي کار کوونکو پر وړاندې د ګواښونو د نه ودرېدو په صورت کې به په افغانستان کې د خپلو فعالیت د دوام پر څرنګوالي غور وکړي.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې د مرستې رسولو له څو بنسټونو سره یوځای د پنجشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې په جنګ کې له ښکېلو خواو وغوښتل چې د ملکي کسانو او د روغتیايي کارکوونکو پر وړاندې دې تاوتریخوالی ودروي.

د سوېډن د کمېټې د پروګرامونو مسؤل خالد فهیم
د سوېډن د کمېټې د پروګرامونو مسؤل خالد فهیم

په افغانستان کې د سوېډن د کمېټې د پروګرامونو مسؤل خالد فهیم په‌دې اړه خپلې اندیښنې داسې بیان کړې:"که ګواښونه ډېر جدي او زموږ د کارکوونکو ژوند له خطر سره مخ شي، ښايي بیا فکر وکړو چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړو او که وېې دروو، خو اوس له مختلفو اړخونو په اړیکه کې یو او هیله لرو چې کلینیکونه بېرته د خلکو پر مخ پرانېزو."

د افغانستان لپاره د سوېډن د کمېټې په ګډون د روغتیايي مرستو رسولو بنسټونه تاکید کوي چې پوځي تأسیسات باید له روغتیايي مرکزونو څخه لېرې ولېږدېږي چې د امنیتي ګواښونو پرمهال زیان ونه ویني او ملکیانو ته تلفات و نه رسېږي.

دغه غبرګونونه د میدان وردګو په ولایت کې د طالبانو له‌خوا د ۴۲ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو وروسته رامنځته شول.

د سویډن کمېټې ویلي چې د دغو روغتیايي مرکزونو له تړل کېدو سره هره ورځ کابو شپږ زره مراجعین له روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغو کلینیکونو تړل تأیید کړي او ویلي دي چې دا کار يې د دولتي ځواکونو د هغو عملیاتو په غبرګون کې کړی چې د تنګي سیدان پر سیمه یې په بمباري کې د ځايي کلینیک د دوو کارکوونکو په ګډون څلور کسان وژلي دي.

خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د چهارشنبې د ورځې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له‌خوا دغو کلینیکونو ته کومه ستونزه نه‌شته.

دوحه کې د طالبانو دفتر: میدان وردګ کې د سويډن کمېټې کلینيکونو سره ستونزه نه‌لرو

د سویډن کمېته وايي، له حکومته یې غوښتي چې په‌دې اړه څېړنې وکړي.

بل‌خوا د اکبر د دفتر د اداري پلاوي غړي بشیر خالق په‌دغه ناسته کې وویل، پر روغتیايي او خدماتي مرکزونو به د تاوتریخوالي دوام د دوی فعالیتونه ټکني کړي.

د اکبر د دفتر د اداري پلاوي غړی بشیر خالق
د اکبر د دفتر د اداري پلاوي غړی بشیر خالق

دی وايي: "پر روغتیايي او تعلیمي موسساتو حملې او له دغو موسساتو نه نظامي کار اخېستل، د یوې لسیزې بشري او پراختیايي مرستې له هېڅ سره برابروي. موږ له ښکېلو خواوو غواړو چې د غیر نظامیانو خوندیتوب ته په لومړیتوبونو کې ځای کړي."

د روغتیا د نړیوال سازمان د موندنو له مخې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د امنیتي پېښو له امله ۱۶۸ روغتیايي مرکزونه متأثر شوي چې په نتیجه کې یې ۱۴۴ کلینیکونه تړل شوي او ۳۶ روغتیايي کارکوونکي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG