د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

د افغاني بانکنوټونو د ارزښت ثبات؛ 'ډبلیو ایف پي: دلیل یې نړیوالې نقدي مرستې دي


ارشیف: د افغانستان بانک ته مرسته شوې نقدي مرسته
ارشیف: د افغانستان بانک ته مرسته شوې نقدي مرسته

د خوړو نړيوال پروګرام وايي، له افغانستان سره د نغدي مرستو له امله د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغاني بانکنوټونو ارزښت ثابت پاتې دى.

دغه پروګرام په یوه تازه راپور کې ویلي چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د نغدي مرستو بستې لامل شوي چې د بهرنیو اسعارو؛ په ځانګړي ډول د امریکایي ډالر پر وړاندې د افغاني بانکنوټونو بیه پیاوړې وي.

په نوي راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې د ملګرو ملتونو سازمان د ۲۰۲۲ کال له پیل څخه د روان کال تر مارچ میاشتې پورې افغانستان ته نغدي بستې انتقال کړي.

د دغه راپور پر بنسټ، د دې ترڅنګ د افغانستان اوسنیو چارواکو د بهرنیو اسعارو د قاچاق مخه هم ونیوله، چې د دواړو هڅو له امله د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو بیې ثابتې پاتې شوې.

په راپور کې دا هم راغلي چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د بیو ثابت پاتې کېدل د اقتصادي ودې په برخه کې یو مثبت ګام بلل کېدای شي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د صادراتو اندازه یو څه زیاته شوې او خوراکي توکي او ډبرو سکرو په دې صادراتو کې د پام وړ رول لوبولی دی.

د نړیوال بانک د موندنو پر بنسټ، افغانستان د ۲۰۲۳ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات درلودل چې د تېر کال د همدې وخت په پرتله ۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

د خوړو نړیوال پروګرام راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې افغانستان د ۱،۸ میلیارد ډالرو په ارزښت واردات درلودل ، چې د تېر کال په پرتله ۳۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک تل د صادراتو زیاتوالی، د زیربنایي پروژو بیا پیل او د پولي سیاست پلي کول د افغانیو د بیې د ثبات اصلي لاملونه بولي.

یو شمېر اقتصادي کارپوهان بیا په دې بارو دي چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ثابت پاتې کېدو یو لامل د افغانستان هغه ۹،۵ میلیارده ډالره ارزي زېرمې دي، چې تر اوسه ترې استفاده نه دې شوې.

د اقتصادي چارو کار پوه اذرخش حافظي
د اقتصادي چارو کار پوه اذرخش حافظي

د اقتصادي چارو کار پوه اذرخش حافظي ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان د بهرنیو اسعارو زېرمې په خپل حال پاتې دي او هغه اعتبار لیک چې د نړیوال اقتصاد له معتبرې مالي مرجع څخه د ۹،۵ میلیاردو ډالرو د موجودیت پر بنسټ صادر شوی، د افغانیو د اعتبار لپاره مهم وې او زموږ د ملي اسعارو ملاتړ کوي. زموږ مالي ملاتړ کم شوی نه دی که د پاکستان په څیر حالت وی نو زموږ پیسو سقوط کولو، د ۴۰ ملیون ډالرو کڅوړې چې راځي د افغانستان د پیسو راټولولو او بازار ته د سختو پیسو داخلولو لپاره خورا مهم دي چې زموږ د پولي ثبات لامل کېدی شي. او دوهم د وارداتو کمول دي."

د راپورونو له مخې، دا مهال د افغانستان په بازارونو کې یو امریکايي ډالر تر ۸۷ افغانیو تبادله کېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام په داسې حال کې د افغانیو د بیې د ثبات خبر ورکوي چې د افغانستان د صرافانو ټولنه له افغانستانه بهر ته د بهرنیو اسعارو له قاچاق څخه شکایت کړی و.

د دغې ټولنې د مطبوعاتو مرستیال عبدالرحمن زیرک ازادي راډيو ته ويلي وو چې ایران او پاکستان ته د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالرو قاچاق نه یوازې د صرافانو ؛ بلکې د ټول افغان ولس په زیان دی او باید مخنیوی یې
وشي.

هغه مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې له افغانستانه یې د ډالرو د قاچاق په تور څو تنه نیولي هم دي.

زیرک له دې وړاندې ازادي راډیو ته ويلي وو چې د افغانستان بانک هغه پیسې نه پلوري، چې تل یې په هېواد کې د اسعارو د نرخ د کنټرول لپاره اعلانوي.

XS
SM
MD
LG