د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د طالبانو حکومت د وړوکتونونو سلګونه ښځینه ښوونکې او کارکوونکې ګوښه کړي


د کابل ښار یو وړوکتون
د کابل ښار یو وړوکتون

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه مکتوب کې چې د افغانستان د دولتي وړکتونونو عمومي ریاست ته لېږل شوی او یوه کاپي یې د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته رسېدلې، راغلي چې د هغو ۴۶۹ کسانو دندې، چې مکتوب سره په ضمیمه شوي نوملړ کې راغلي، د دې وزارت له تشکیلاتو څخه دې لرې شي.

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت له دې مکتوب سره، چې ازادي راډیو ته يې تایید کړی، د وړکتونونو د منفک شویو ښځینه کارکوونکو او ښوونکو د نوملړ سره د کار ساحې چې د طالبانو حکومت په ادارو او وزارتونو کې دي، هم مشخص شوي دي.

د کابل په قلعه شهادې سیمه کې د دولتي وړوکتون څو ګوښه شویو ښځینه ښوونکو ازادي راډیو ته وویل، چې په یوازې ځان د خپلو کورنیو سرپرستي کوي او د وړوکتون له عاید پرته به یې د اقتصادي ستونزو حل ستونزمن شي.

د دغه وړکتون مديره، فريبا دروېش وایي، له یوې اونۍ راهیسې د دوی د وړکتون فعالیت، د طالبانو د حکومت لخوا درول شوی دی.

آغلې فريبا وویل: "له یوې اونۍ راهیسې زمونږ وړکتون تړل شوی، مخکې هم له وري میاشتې څخه بند و، خو له يوې اونۍ راپه‌دېخوا تنقیص راغلی، دا چې طالبانو موخه د وړکتونونو له تړلو څخه څه ده، نه پوهېږو، ځکه په وړکتونونو کې یوازې ښځې او ماشومان و."

په کابل کې د یوه وړوکتون ښوونکې او زده کوونکې
په کابل کې د یوه وړوکتون ښوونکې او زده کوونکې

د دې وړکتون یوې ښوونکې نادیې مهمند ازادي راډيو ته وویل چې نه یوازې ښوونکي؛ بلکې د وړکتونونو د نورو برخو کارکوونکي هم له خپلو دندو څخه ګوښه شوي دي.

مهمند زیاته کړه: "د وړکتونونو په تړلو سره ډېری ښځې، ښوونکې او کارکوونکې، وزګارې شوې. د دې تر څنګ دا خواږه ماشومان، چې د دې هېواد نيالګي دي، د زده کړې څخه بې برخې شوي او دا زموږ او نورو کورنیو لپاره یو اقتصادي کړکېچ دی."

داسې ښکاري چې د طالبانو حکومت دا بندیز نه یوازې پر دولتي وړکتونونو لګول شوی؛ بلکې خصوصي وړکتونونه هم ورسره مخ دي.

د خصوصي وړکتونونو یو شمېر ښوونکې ادعا کوي، چې د دوی وړکتونونه هم د طالبانو لخوا تړل شوي دي.

د سمنګان ولایت څخه، د وړکتون یوې ښوونکې چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "د وړکتونونو بندېدل، نه يواځې کورنیو ته اقتصادي ستونزې راولاړوي، بلکې د ماشومانو په روزنه هم منفي اغېز لري، ځکه چې نور وړکتونونو ته نه شي تلای. د وړکتونونو په بندېدو د ښځو وضعیت لا کړکېچن شوی، ځکه د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل شوي، په دې وروستیو کې یې سینګارتونونه وتړل او اوس هم وړکتونونه، د ښځو ژوند ډېر ستونزمن شوی."

خو د طالبانو حکومت، دکار او ټولنیزو چارو د وزارت مطبوعاتي مسوول سمیع ابراهیمي وايي چې د وړکتونونو ښوونکي او کارکوونکي، چې تر اوسه په کورونو کې ناستې وې او معاشونه يې اخیستل، د یاد وزارت په چوکاټ کې به یې نورو برخو ته ولېږدوي.

نوموړي زياته کړه چې دا پرېکړه د ۱۴۰۲ لمریز کال د تشکیلاتو پر اساس شوې ده او دا ښوونکې به له کار څخه ونه ایستل شي.

ابراهیمي وایي: "هغه مکتوبونه او جدولونه چې په رسنیو کې خپاره شوي دي، په حقیقت کې د غیر فعاله وړکتونونو د کارکوونکو لېستونه دي، چې د وزارت په چوکاټ کې دارالایتام او پرورشګاه ته لېږدول شوي دي، دا چې ډیری وړکتونونه په کاري چاپېریال کې او وزارتونو کې وو او فعاله نه وو، مونږ د دوی امتیازات په کور کې ورکول، اوس مو د دوی بستونه له غیر فعاله وړکتونونو څخه د وزارت په چوکاټ کې نورو بستونو ته ولېږدول."

خو د دولتي وړکتونونو یو شمېر ښوونکو د دې موضوع په ردولو سره یې ازادي راډیو ته وویل چې له دندو څخه ګوښه شوې دي او معاشونه یې هم نه ورکول کېږي.

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت، په هېواد کې د دې وړکتونونو د شمېرو په اړه جزییات ورنه کړل.

د طالبانو حکومت په داسې حال کې د وړکتونونو د تړلو او د ښځینه ښوونکو د ګوښه کولو امر ورکړی چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې یې د سینګارتونونو پر فعالیت هم بندیز ولګاوه.

د طالبانو حکومت د خپلې بیا ځلې واکمنۍ له پیل راهیسې د افغان ښځو پر زده کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو سخت بندیزونه لګولي چې له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

خو دوی هيڅکله له خپلو پرېکړو نه دې شاته شوي.

XS
SM
MD
LG