د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

د بایډن څرګندونو ته غبرګونونه: صالح: طالبان د قراردادي ځواکونو په توګه استخدام شوي


د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح
د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

د افغانستان ړنګ شوي جمهوري نظام ځینو چارواکو د ولسمشر بایډن د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې، طالبان د امریکا استخدام شوي ځواکونه بللي دي.

د امريکا د ولسمشر جوبايډن دې خبرې چې القاعده په افغانستان کې نه شته او په دې برخه کې يې له طالبانو څخه مرسته ترلاسه کړې ده، بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

بایډن د جمعې په ورځ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له افغانستان څخه د وتلو په اړه خپلې تېروتنې او ناکامي مني وویل، القاعده به نور په افغانستان کې نه وي او دوی له طالبانو څخه مرسته ترلاسه کوي، د هغه په وینا دا خبره یې اوس په حقیقت بدله شوې ده.

دغو څرګندونو د امریکا او طالبانو د اړیکو په اړه غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپل ټویټر کې لیکلي، ښاغلي بایډن دا تایید کړه چې له طالبانو سره د امریکا د هوکړې موخه په افغانستان کې ثبات نه، بلکې د قراردادي ځواکونو په توګه د طالبانو استخدام و.

د پخواني جمهوري نظام د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل هم په خپل ټویټر کې ویلي، د بایډن خبرې جالبه دي او هغه طالبان په سیمه کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا د ګټو د تامینوونکو په توګه معرفي کړي، لکه څنګه چې په خبره یې د واګنر ملېشه ډله د روسیې د ګټو لپاره جګړه کوي.

د پخواني جمهوري نظام د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل
د پخواني جمهوري نظام د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر په خپل ټویټر کې ولسمشر بایډن ته لیکلي، اجازه راکړئ ستاسو جمله بشپړه کړم: "د هغو طالبانو څخه مرسته اخیستې، چې جنسیتي اپارټایډ تطبیقوي، په عام محضر کې نارینه او ښځې په دُرو وهي، مخالفان شکنجه کوي او اقلیتونه ځپي."

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر
د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر

خو د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د امريکا د ولسمشر جوبايډن د څرګندونو او له هغه هېواد سره د طالبانو د حکومت پر اړيکو د نيوکو په غبرګون کې ليکلي، چې دا څرګندونې د دوی د حکومت د کړیو تعهداتو ژمنتیا څرګندوي.

مجاهد زیاته کړې، که طالبان د امریکا غلامان وو، د هغوی تر بندیزونو لاندې، چې دی يې ظالمانه بولي نه راتلل.

په همدې حال کې د لندن په شاهي کالج کې د سیاسي چارو پوه او څېړونکي تمیم عاصي ازادي راډيو ته وویل، د بایډن څرګندونې انتخاباتي او سیاسي اړخ لري او د امریکا د استخباراتي او امنیتي ادارو نظر نه دی.

د لندن په شاهي کالج کې د سیاسي چارو پوه او څېړونکی تمیم عاصي
د لندن په شاهي کالج کې د سیاسي چارو پوه او څېړونکی تمیم عاصي

عاصي وایي: "القاعده په افغانستان کې فعال حضور لري او د طالبانو د ملاتړ لاندې فعالیت کوي، خو که د ښاغلي جوبایډن څرګندونو ته پام وکړو، اوس په امریکا کې د ټاکنو فضا ده او دا څرګندونې ډېرې ټاکنیزې او سیاسي څرګندونې دي او د امریکا د استخباراتو او امنیتي بنسټونو نظر نه دی."

دا په داسې حال کې ده، چې دوه اوونۍ وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي وو، امریکا د دې وړتیا لري چې په افغانستان کې د خپل امنیت د تامین او له هر ډول ترهګریزو کړنو سره د مبارزې لپاره لازم اقدامات وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG