د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د بشري حقونو د څار سازمان: طالب مشران په افغانستان کې د بشري ناورین د زیاتوالي او بشري حقونو د نقض مسوول دي


د بشري حقونو د څار سازمان لوګو
د بشري حقونو د څار سازمان لوګو

د طالبانو حکومت د دوه کلنې واکمنۍ په درشل کې، د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د طالبانو مشرتابه باید پوه شي، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د زیاتوالي او د بشري حقونو د نقضولو مسوول دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، په دې وروستیو کې ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې هیڅوک نشي کولای بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او په دغه هیواد کې تر بل هر وخت بشري حقونو ته درناوی کیږي.

د بشري حقونو د څار سازمان، د افغانستان څانګې څېړونکې فرشتې عباسي، د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:"په داسې حال کې چې د افغانستان خلک، په تېرو دوو کلونو کې، له تر ټولو ناوړه بشري ناورین سره مخ دي، د طالبانو حکومت لومړیتوب دا دی، چې په افغانستان کې هره ورځ، د ښځو پر حقونو لا زیات محدودیتونه ولګول شي."

یو شمېر بېوزله افغانې مېرمنې
یو شمېر بېوزله افغانې مېرمنې

د نوموړې په وينا، نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې د بشري حقونو د ټولو سرغړونو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.

مېرمن عباسي زیاتوي: "مونږ له نړیوالې ټولنې غواړو، چې طالبان د بشري حقونو د نقضولو لپاره تر فشار لاندې راولي، او په دې وضعیت کې، ددې لپاره چې د افغانستان خلک خپل بنسټیز حقونه ترلاسه کړي او د افغانستان ښځې، د کار، زده کړې او د ازاد تګ راتګ حق ولري، د افغانستان ښځو تر څنګ دې ودریږي او ملاتړ دې یې وکړي."

په ورته وخت کې، د بشري حقونو د څار سازمان د پنجشنبې په ورځ په همدې اړه یو راپور خپور کړ، چې پکې راغلي، د لسیزو جګړو، اقلیمي ستونزو او پراخې بېکارۍ تر څنګ، په تېرو دوه کلونو کې، د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر حقونو سخت بندیزونه په افغانستان کې د خوراک د نه خوندیتوب له عمده لاملونو څخه دي.

د بشري حقونو د څار سازمان زیاته کړې، چې مرستندویه هېوادونه باید د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ځپونکو سیاستونو له پیاوړي کولو پرته د اوسني بشري ناورین د کمولو لارې چارې ولټوي.

دغه سازمان دا هم ویلي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو پخواني امنیتي پوځیان او د وسله والو مقاومت د ډلوغړي او یا هم ملاتړي نیولي، شکنجه کړي او په خپل سر یې اعدام کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې د افغان کډوالو مسله هم مطرح شوې او ویل شوي چې زرګونه افغانان چې له هېواده تښتېدلي او په درېیمو هېوادونو کې له سختو شرایطو سره مخ دي.

د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه،د طالبانو حکومت پر سیمه ييزو رسنو له تسلط او د نړیوالو رسنو د نشراتو له تړلو وروسته، په افغانستان کې معلوماتو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.

په همدې حال کې د بشري حقونو فعاله رودابه فروتن وايي، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو راپورونه خپاره شوي او پر طالبانو د فشار راوړلو، غوښتنې شوي، خو په عمل کې دا کار نه دی ترسره شوی.

نوموړې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "د مالي مرستو، مذاکراتو او د دیپلوماتیکو خبرو بندول کولای شي هغوی ( طالبان) منزوي کړي، او دا یوه لاره ده چې پر هغوی فشار راوړي،‌ څو نړیوالو قوانینو ته سر ټیټ کړي او د خپلو پرله پسې زیاتیدونکو تاوتریخوالي څخه لاس واخلي."

د طالبانو د حکومت یو شمېران
د طالبانو د حکومت یو شمېران

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي، په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې خواب نکړې، خو د طالبانو حکومت تل ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي او پرته له دې چې د ښځو حقونو په اړه په خپل دریځ کې بدلون راولي، ویلي یې ړي، چې دا د افغانستان کورنۍ مسله ده او په دې برخه کې فشارونه کومه پايله نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع شوي او پوهنتون ته هم نه پرېښودل کېږي، ښځې په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له کار کولو منع شوې دي او په دې وروستیو کې ښځینه سینګارتونونه هم تړل شوي دي.

د طالبانو حکومت ښځو ته له شرعي محرم پرته د لرې واټن پر سفر هم بندیز لګولی او دوی تفریحي ځایونو، ښځینه حمامونو او لوبغالو ته له تګ څخه منع شوي دي.

XS
SM
MD
LG