د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمېدل؛ حسین: که مرستې نه وي، له لوږې مرو


په ارزګان کې بېوزلو ته د مرستو وېش - ارشیف
په ارزګان کې بېوزلو ته د مرستو وېش - ارشیف

"لس ورځې کیږي چې همدلته ناست یم، په خدای مې دې قسم وي که مې څه ګټلي وي، هره ورځ له کوره راځم او تش لاس بیرته ځم، کور کې راته وایي چې څه دې راوړل،زه وایم هیڅ."

خورد اغا چې د ۸ کسیزې کورنۍ نفقه ور تر غاړې ده وایي، په ورځو - ورځو باید د کار په لټه کې شي چې خپلی کورنۍ ته مناسب خواړه پیدا کړي.

خورد اغا د کابل ښار په یوه څڼډه کې د خلکو بوټان ګڼډي او له دې لارې خپله کورنۍ چلوي.

دی وایي، دوه میاشتې کیږي، چې د کور کرایه یې نه ده ورکړې.

خورد اغا د نړیوالو مرستو له کمیدو او د دې مرستو له کمیدو وروسته د افغانانو د وضعیت په اړه اندیښمن دی.

د کابل بل اوسیدونکې، حسین چې د ۷ کسیزې کورنۍ سرپرستي ور ترغاړې ده، وایي چې په روان کال کې له نړیوالو مرستو څخه یواځې دوه بوجۍ اوړه له ده سره مرسته شوې چې د څه مودې لپاره یې د کورنۍ نفقه شوه.

خو اوس دې د بهرنیو مرستو له کمیدو اندیښمن دی.

هغه وایي: "موږ وږي یوو، له دې اندیښمن یم که موږ ته بهرنۍ مرستې ونه رسیږي نو له لوږې به مړه شوو. همدا اوس په کور کې ډوډۍ نلرو، کولی شې ورشي او ویې ګورې، له لوږې در به دریوو، نه غوړي شته او نه چای، نه ډوډۍ شته او نه هم بوره، ډېرو ستونزو سره مخ یوو. "

د احساس په نوم د یوه خیریه بنسټ مسوول، عبدالفتاح جواد وایي، په اوسنیو شرایطو کې د نړیوالو مرسته کمیدل به د خلکو پر ژوند ناوړه اغیز وکړي.

یو فقر ځپلی او هګۍ پلورونکی افغان ماشوم - ارشیف
یو فقر ځپلی او هګۍ پلورونکی افغان ماشوم - ارشیف

ښاغلی جواد وایي: "د نړیوالو مرستو کمیدل د افغانانو پر ژوند ناوړه اغېز کولی شي، په ځانګړي ډول په داسی یو حالت کې چې د حکومت یا اوسنی حاکمیت د نړیوالو لخوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی او افغانان هم له نړیوالو سره سوداګري نکوي او که یې کوي هم ډېره کمه ده. "

د نړیوالو مرستو او له افغانستانه د نړیوال ملاتړ کمیدو په اړه اندیښمنو داسې مهال زور اخیستی چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو سازمان د بودجې د کموالي له امله اړ شوی چې د افغانستان په ګډون له یو شمېر اړمنو هېوادونو سره د خوړو او نقدي پیسو مرسته کمه کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، اجرایي مدیر، کارل اسکاو په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي، چې د افغانستان په ګډون، د نړۍ له ۳۸ هیوادونو سره د دوی مرستې کمې شوي او لاهم د کمیدو په حال کې دي.

ښاغلي اسکاو ویلي چې (WFP) مجبوره دی چې له افغانانو سره د مرستو کچه له ۷۵ سلنې ۵۰ سلنې ته راکمه کړي او د اکتوبر تر میاشتې به یواځې ۵ میلیونه افغانانو ته مرستې رسوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG